د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

چمن کې د پرلت ۱۳۷مه ورځ؛ معترضانو د اعتراضونو د دوام ګواښ وکړ


په چمن کې د اعتراضیه غونډې یو انځور
په چمن کې د اعتراضیه غونډې یو انځور

که څه هم په چمن کې د زرګونو خلکو د پرلت نن ۱۳۷مه ورځ ده، خو د پاکستان حکومت تر اوسه هم د اعتراض کوونکو غوښتنې نه دي منلي.

د پاکستان په چمن سیمه کې په زرګونو پرلت کوونکي وايي، تر هغه به خپل پرلت ته دوام ورکړي چې د پاکستان حکومت د چمن-سپین بولدک له لارې د ازاد تګ راتګ په تړاو د دوی غوښتنه نه وي منلي.

يو پرلت کوونکي عبدالمنان ازادي راډيو ته وویل: "موږ حکومت ته ثابته کړه چې ټول ولس د یوې غوښتنې لپاره راوتلی دی او د هغې عملي کول غواړو. دا ۱۳۷مه ورځ ده چې اعتراض کوونکي دلته ناست دي تر څو چې زموږ ستونزه نه وي حل شوې، زموږ اعتراضونه به همداسې روان وي."

د پرلت بل غړى او د بلوچستان نېشنل ګوند يو چارواکي ساجد ترين هم وويل: "بلوچستان یوه سرحدي سیمه ده او زموږ خلک چې په پوله پراته دي ښه روزګار نه لري، د دوی کاروبار هماغه تجارت دی. د چمن د خلکو یوازېنۍ غوښتنه دا ده چې دا بندیزونه دې نه لګول کېږي او کوم شرطونه یې چې د ويزو او پاسپورټونو لپاره وضع کړي دي، شونې نه دي."

هغه ادعا کوي چې اعتراض کوونکي پرون د پوليسو له خوا محاصره او نيول شوي او ګوند يې د پوليسو دغه کړنه غندي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې د پاکستان حکومت له دغه هېواده د سلګونو زرو افغان کډوالو د ایستلو امر وکړ، د پاکستان حکومت هم له پاسپورټ او ویزې پرته د چمن او سپين بولدک پر لاره د دواړو هېوادونو د اتباعو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.

د چمن یوه څنډه
د چمن یوه څنډه

د پاکستان د حکومت دغې پرېکړې د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن سیمه کې پراخ اعتراضونه راوپارول.

په چمن کې اوسنی پرلت د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له ۱۲مې نېټې راهیسې روان دى او زرګونه برخه‌وال لري، د پاکستان له حکومته غواړي چې افغانستان ته د تګ لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودلو شرط لغوه کړي.

لاريون کوونکو د خپل لاريون په ترڅ کې د چمن-سپين بولدک دروازه هم د هر ډول تګ راتګ او ټرانزيټ پر مخ تړلې ده.

خو د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې د قاچاق د مخنیوي او د چمن-سپین بولدک د لارې د امنیت د تامین په موخه یې د ویزې او پاسپورټ درلودل شرط کړي دي.

د دې پرلت د دوام له امله تر اوسه څرګنده نه ده چې د پاکستان حکومت به د اعتراض کوونکو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي او که نه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG