د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

افغانستان

چارواکي: سپین بولدک کې د وروستۍ نښتې له امله سوداګریز توکي سوځېدلي

سپین بولدک دروازه
سپین بولدک دروازه

د افغانستان د متشبیثینو عالي بورډ وایي، په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستۍ نښتې او د سپین بولدک او چمن ترمنځ په ګمرک د پاکستاني ځواکونو په توغندیز برید کې ډېری سوداګریز مالونه سوځېدلي دي.

د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل، چې له دې امله سوداګرو ته نږدې څلور میلیونه ډالر زیان اوښتی.

نوموړي وویل، اوسمهال یو دولتي پلاوی سیمې ته رسېدلی او سوداګر هیله مند دي چې د زیانونو په را کمولو او د لارې په بېرته پرانیستل کېدو کې ورسره مرسته وکړي.

په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته وروسته له هغې وشوه، چې پاکستاني سرتېرو پر هغو پارېدلو اعتراض کوونکو ډزې وکړې چې د چمن-سپین بولدک د دروازې د پرانیستو غوښتنه‌ یې کوله.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران وايي، تېر کال یې افغانستان ته په صادراتو کې ۸۴٪ ډېروالی راغلی

په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ اتشه وايي، په تېرو دوو کلونو کې د تهران او کابل ترمنځ سوداګري اړیکو پر له پسې وده کړې ده.

د ایران د دولتي خبري اژانس، ایرنا د راپور له مخې، حسین روستايي پرون (شنبې) وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګري تبادلو اندازه د وړم کال پرتله نژدې ۸۴ سلنه زیاته شوې ده.

حسین روستايي همداراز وویل چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له ایران څخه د څه باندې ۳ میلیارده او۱۴۳ میلیون ډالرو واردات کړي دي. حال دا چې په ۲۰۲۲ کې ایران، افغانستان ته د یو میلیارد او۷۱۴ میلیون ډالرو صادرات لرل.

خو د دې په مقابل کې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې ایران ته د ۵۴ میلیون ډالرو صادرات لرل، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۲۹ میلیون ډالره زیاتوالی پکې راغلی دی.

د ایران د ګمرکونو د ادارې د رسمي شمېرو له مخې، افغانستان په اوس وخت کې د ایراني صادراتو پنځم لوی هدف دی.

له فلیپین څخه ۲۰۰ افغانان امریکا ته واستول شول

له فیلیپین څخه شاوخوا ۲۰۰ افغانان، چې د کډوالۍ ویزې یې نهايي شوې وې، متحدو ایالتونو ته لېږدول شوي دي.

په مانیلا ک د امریکا د سفارت ویاند نن (یکشنبه) اسوشیتیډ پریس اژانس ته وویل، چې دا افغانان په څو ډلو کې تېره اوونۍ په سوداګریزو الوتنو کې له فلیپین څخه امریکا ته واستول شول.

سفارت په یوه خبرپاڼه کې د فیلیپین له حکومت څخه د کډوالو په چارو کې د همکارۍ له امله مننه کړې ده.

دا افغانان، چې ډېری یې ماشومان دي، د جنورۍ پر ۶مه نېټه فیلیپین ته رسیدلي وو.

تمه کېده، چې دغه افغانان به تر څو میاشتو پورې په فیلیپین کې پاتې شي، خو د دوی د ویزو پروسه په بېساري ډول ګړندۍ شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو دریو کلونو کې متحدو ایالتونو شاوخوا ۱۶۰ زره افغانان په خپل هېواد کې مېشت کړي دي.

ستانکزی: د نجونو پر زده کړو بندیز هیڅ شرعي توجیه نه لري

شیرمحمد عباس ستانکزی
شیرمحمد عباس ستانکزی

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د نجونو د زده کړو د مخنیوي لپاره هیڅ توجیه نه شته.

ده د طالبانو له مشر څخه وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو بنديزونه لېرې کړي ځکه چې دې کار ته هیڅ پلمه نه شته.

عباس ستانکزي دا څرګندونې پرون (شنبې) د خوست ولايت په یوه دیني مدرسه کې په وينا کې وکړې.

ده د غونډې ګډونوالو ته وويل، د ښځو او نجونو د زده کړو د منع کولو لپاره هېڅ دليل او شرعي توجیه نشته، او په ضمني ډول یې دا بندیز د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده شخصي نظر وباله.

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې له واک ته رسیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو په تدریج منع کړې او په پیل کې یې وویل چې دا بندیز به موقتي وي خو اوس په دې اړه چې د نجونو ښوونځي به تر کله بند وي یا ولې بند دي، څه نه وايي.

د درنې واورې د اورېدو له کبله د سالنګ لاره بیا بنده شوه

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې د درنې واورې او سخت توفان له کبله د سالنګونو لویه لار نن سهار بیا د ټرافیکو پرمخ وتړل شوه.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د درنې واورې، توفان او د لید ساحې د محدودیت له کبله د سالنګونو لویه لار نن سهار وختي درې بجې د لنډ وخت لپاره وتړل شوه.

حق شناس له خلکو غوښتنه کړې، چې تر بلې خبرتیا پورې د سالنګ پر لوري حرکت ونه کړي.

تر دې مخکې مخکې هم د درنې واورې او توفان له کبله د جمعې په ورځ ناوخته دغه لار د هر ډول موټرو پرمخ تړل شوې وه، خو تر څو ساعتونو وروسته د شنبې په سهار د کوچنیو مسافروړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه. د طالبانو ټولګټو وزارت تېره شپه اعلان وکړ، چې د واورې او وقفه يي توفان له کبله د بامیان د قوناق، شاتو او حاجي ګک کوتلونو لارې هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوې دي.

د طالبانو ټولګټو وزارت، د درنې واورې له کبله په موقت ډول د بامیان د قوناق، شاتو او حاجي ګک کوتلونو د لارو د تړل کېدو خبر ورکړ. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې په بامیان کې د ټولګټو ریاست له قراردادي شرکتونو سره په همغږۍ د دغو مسیرونو د پاکولو او خلاصولو هڅه کوي.

د سوریې د کُردانو نیمه خپلواکه اداره وايي ترکیې څلور ملکیان وژلي

کُردانو - ترکیې شخړې
کُردانو - ترکیې شخړې

په سوریه کې د کُردانو نیمه خپلواکې ادارې، په منبج سیمه کې ترکیه د څلورو ملکیانو په وژنه تورنه کړې. له څو اوونیو راهیسې د یوه ستراتیژيک بندر د کنټرول د نیولو لپاره په دې سیمه کې نښتې روانې دي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې د کردانو نیمه خپلواکې ادارې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې ترکیې یو وار بیا په تشرین بندر کې د خلکو غونډه هدف ګرځولې او په دغه برید سره څلور ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې ویلي هم د ترکیې د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې د لږ تر لږه دریو ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

خو ترکیه بیا د کردستان د کارګرانو د ممنوعه ګوند پي. کا . کا اړوند د خلق مدافعینو ځواکونه تورنوي چې له څلورو لسیزو راهیسې د ترکیې د حکومت پر ضد وسله وال فعالیتونه کوي.

ترکیې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د کردانو په مشرۍ د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو اس. ډي . اف پر ضد څو عملیاتونه ترسره کړي دي.

سي ان ان یوه پخواني عسکر ته د پنځو میلیونو ډالرو په جریمې محکوم شو

د سي ان ان ټلویزیون لوګو
د سي ان ان ټلویزیون لوګو

د امریکا یوې محکمې CNN ټلویزیوني شبکه هغه پخواني عسکر ته د پنځو میلیونو ډالرو جریمې په ورکړې مکلف وګرځاوه چې له افغانستانه یې خلک امریکا ته انتقالول.

پر زاکاري یانګ تور وو چې امریکا ته یې د افغانانو د انتقال په قضیو کې لسګونه زره ډالره اخیستي او له «سرګردانه» افغانانو یې ډېرې پیسې په جیب وهلي.

د راپورونو له مخې یانګ چې د یوې امنیتي کمپنۍ مشر دی د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې له ګڼو افغانانو سره امریکا ته د تلو په برخه کې مرسته کړې.

هغه پر سي ان ان په دې خاطر د حیثیت د اعادې دعوا کړې وه او دا شبکه یې «سو» کړې وه چې د ده کار ته یې د تور بازار نوم یاد کړی وو.

په فلوریدا ایالت کې یوه منصفه پلاوي وړمه ورځ سي ان ان په دې قضیه کې پړ وباله.

سي ان ان که څه هم د زاکاري یانګ د نوم بدولو تور رد کړی خو د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې یې د زاکاري یانګ کار ته د «تور بازار» د جملې د کارولو په اړه پښیماني وښوده.

مولوي کبیر تر لسو ورځو وروسته د کډوالو وزارت ته ستون شو

د طالبانو د کډوالو نوی وزیر مولوي کبیر
د طالبانو د کډوالو نوی وزیر مولوي کبیر

د طالبانو د ریاست الوزرا پخوانی سیاسي مرستیال بلاخره تر لسو ورځو وروسته د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو د وزیر په توګه خپله دنده پيل کړه.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې مولوي کبیر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت کارکوونکو ته معرفي شو.
مولوي کبیر د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله په امر د کډوالو د وزیر په توګه اعلان شوی وو خو هغه شاوخوا لس ورځې وروسته دا دنده پيل کړه.

راپورونه وايي چې مولوي کبیر د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیالۍ تر ګوښه کېدو یوه اوونۍ وروسته هم خپله دنده مخته وړله.

مولوي کبیر تر خلیل الرحمن حقاني وروسته د کډوالو وزارت ته معرفي شو.

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو پخوانی سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د ډسمبر په ۱۱مه په کابل کې د کډوالو وزارت دننه یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی وو.

د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي افغانستان ته د کډوالو د ستنولو بحران د نړۍ له یاده ایستلی

یان ایګلنډ یوه ډله راستنه شویو ښځو سره
یان ایګلنډ یوه ډله راستنه شویو ښځو سره

یان ایګلنډ شنبه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې بېرته افغانستان ته ستون شوی او هرات کې یې داسې ښځې لیدلي چې له خپلو سړیو پرته له ایرانه ایستل شوي او غربت او بېچارګۍ کې ګېر دي.

ښاغلي ایګلنډ ویلي پاکستان اته لکه افغانان تر دې دمه له خپلې خاورې ایستلي او ایران هم د دوو میلیونو افغان کډوالو د ایستلو پلان لري.

هغه ویلي د افغانستان دا ګاونډیان داسې وخت دا کار کوي چې افغانستان کې واردمخه ۲۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د سالنګ لاره د کوچنیو موټرو پرمخ خلاصه شوه

د سالنګ لویه لاره (آرشیف)
د سالنګ لویه لاره (آرشیف)

د سالنګ لویه لار چې تېره شپه د هر ډول موټرو پر مخ تړل شوې وه، نن (د مرغومي ۲۹مه) یوولس نیمې بجې یوځل بیا د کچنیو مسافروړونکو موټرو لپاره پرانیستل شوه.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په یوه اعلامیه کې لیکلي، هغو چټکو مسافروړونکو موټرو ته چې د سالنګونو په دواړو غاړو کې بند پاتې وو، د حرکت اجازه ورکړل شوه.

دغه لار تېره شپه د درنې واورې، د لید ساحې د محدودیت او سخت توفان له کبله د هر ډول موټرو پرمخ تړل شوې وه. حق شناس لیکلي، چې د درنو واورو له کبله د دې لارې د بیا تړل کېدو امکان شته.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت له مسافرو او چلوونکو غوښتنه کړې، چې پر سالنګ لار د تګ راتګ پر مهال تاوده کالي، خوراکي مواد او د وسایطو لپاره ژمني وسایل له لکه زنځیر او نور تجهیزات ولري.

له ایران او پاکستانه ۷۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

افغان کډوال هېواد ته د راستنېدو په حال کې (عکس له آرشیف څخه)
افغان کډوال هېواد ته د راستنېدو په حال کې (عکس له آرشیف څخه)

له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ۷۵ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن (د مرغومي ۲۹مه) خبر ورکړ، چې «پرون د تورخم له لارې ۱۱ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۰، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۰ او د هرات د اسلام کلا بندر له لارې ۴۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.»

په خبر کې نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه هېواد ته راستنې شوي که په جبري ډول ایستل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان- IOM وايي، چې د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ میاشتې څخه تر ډسمبر میاشتې پورې څه باندې یو میلیون او ۲۰۰زره بې اسناده افغانان یوازې له ایرانه افغانستان ته ایستل شوي دي.

د دې بنسټ په وینا، په دغو کسانو کې څه باندې ۶۷ سلنه یې په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. له پاکستانه هم د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG