د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

د لوستو ځوانانو بې‌کاري او د ښځو پر کار بنديز؛ طالبانو د "کار ملي کنفرانس" جوړ کړی


يو شمېر طالب مشران، انځور - ارشيف
يو شمېر طالب مشران، انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت په‌داسې حال کې چې په افغانستان کې په ډېریو دولتي او نادولتي ادارو کې یې د ښځو پر کار بندیز لګولی، نن د لومړی ځل د د کار ملي کنفرانس کوربه و.

ویل شوي، طالب چارواکي به دې دوه ورځني کنفرانس کې چې په ارګ کې جوړ شوی، د بې‌کارۍ د لاملونو او حل‌لارو په اړه بحث وکړي او په افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کمولو لپاره به د خصوصي سکتور او نړیوالې ټولنې همکاري وغواړي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دې کنفرانس کې چې د طالبانو د حکومت چارواکو په ګډون د خصوصي سکټور او نړیوالو موسسو استازو په‌کې ګډون کړی و، بې‌کاري او بې‌وزلي د تېرو حکومتونو، نا امنۍ، د پوهنې کیفت ته نه پاملرنې، بې‌انډواله صادراتو په افغانستان کې د جرمي او مافیایي اقتصاد میراث وباله.

نوموړي ادعا وکړه چې، پر افغانستان د دوی تر بیا واکمنېدو وروسته خلکو ته په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د کارموندنې په برخه کې پرمختګونه شوي دي.

هغه وويل: "باور لرم له هغو فعالیتونو سره چې د اسلامي امارت له فتحې وروسته شوي، زموږ ډېرو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې او د همدې فعالیتونو په دوام به نورو خلکو ته هم کاري قرصتونه برابر شي."

مولوي کبیر له نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ د کمولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

بل‌خوا د طالبانو د حکومت د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالمنان عمري په‌دې ناسته کې وویل، دوی په هېواد کې د کاري زمینو د کچې لوړولو لپاره د افغانستان د کار په قانون کې تعدیل رامنځته کړی، خو په‌دې اړه یې جزیات ورنه‌کړل.
همدارنګه په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان "ای ‌ايل‌ او" مشر رامین بهزاد په‌دې ناسته کې په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره د دغه سازمان د هڅو د دوام او پراختیا خبره وکړه او په‌دې برخه کې یې له افغانانو سره د دغه سازمان د همکاریو ډاډ ورکړ.

یو شمېر اقتصاد پوهان سره له‌دې چې کار کول د یو هېواد د ټولو وګړو حق بولي وایي، په افغانستان کې ګمارنې د مسلک او تعلیمي رشتې پر بنسټ نه‌کېږي.
یو شمېر اقتصاد پوهان سره له‌دې چې کار کول د یو هېواد د ټولو وګړو حق بولي وایي، په افغانستان کې ګمارنې د مسلک او تعلیمي رشتې پر بنسټ نه‌کېږي.

دا په‌داسې حال کې ده چې یو شمېر لوستي ځوانان او د دولتي ادارو له دندو لرې شوي کارکوونکي د بې‌کارۍ او بد اقتصادي وضعیت له امله شکایت کوي.

د کابل ښار یو ځوان اوسېدونکي چې د موضوع د حسایت له امله یې نه‌غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل، د کار په لټه کې دی خو کار نه‌شي موندلی.

هغه وويل: "فعلاً موږ ته هيڅ کار نه‌شته، کله د کار موندلو لپاره ځو، کار نه وي موږ ټول ځوانان اوزګار یو او له بې‌کارۍ په تنګ شوي یو، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې زموږ لپاره دې د کار زمینه برابره کړي."

د طالبانو حکومت د کار ملي کنفرانس داسې مهال جوړ کړی چې ښځې د افغانستان د لوی قشر په توګه په اکثرو دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کاره محرومې شوې دي.

د دولتي ادارو پخوانۍ کارکوونکې نسرین وايي، ۲۰ کاله یې ماموریت کړی، خو د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له تېرو دریو کلونو راهیسې په کور کېنول شوې او له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ ده.

نوموړې وويل: "زه خپله ډوډۍ ګټونکې یم، د څلور یتیمانو مسوولیت لرم، زموږ اقتصاد کمزوری دی، درې کاله کېږي چې په کور کې ناسته یم، څوک زموږ خبره نه اوري، دوی ډېر په‌دې هڅه کې دي چې ښځې باید په کور ناستې وي."

درې کاله کېږي چې په کور کې ناسته یم، څوک زموږ خبره نه اوري

یو شمېر اقتصاد پوهان سره له‌دې چې کار کول د یو هېواد د ټولو وګړو حق بولي وایي، په افغانستان کې ګمارنې د مسلک او تعلیمي رشتې پر بنسټ نه‌کېږي.

اقتصاد پوه بشیردودیال په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "له بده‌مرغه په افغانستان کې سره له‌دې چې د کار او ګمارنې د رامنځته کولو فرصت لرو زموږ کاري ځواک په دندو نه‌دی ګمارل شوی، ګمارنې د مسلک او رشتې پر بنسټ نه‌دي، د ټولنې نیمایي برخه چې ښځې دي له کاره لرې شوي، د ټولنې او ځوانانو ګډوډ حال دا ښيي چې بې‌کاري ډېره ده او ځوانان د تېښتې په حال کې دي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له‌خوا د کار ملي لومړنۍ کنفرانس په‌داسې حال کې جوړ شوی چې، د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا" د راپور له‌مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړ دي او مرستندویه سازمانونه په‌دې هڅه کې دي چې یوازې ۱۷ میلیونو ته مرستې ورسوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG