د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د کورنیو بېځایه شویو افغانانو تر ټولو جدي ستونزه وزګارتیا وبلل شوه


ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د کار په تمه افغانان
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د کار په تمه افغانان

د افغانستان د کارګرانو او کارمندانو یوه ټولنه وايي، نن سبا وزګارتیا د کورنیو بېځایه شویو افغانانو تر ټولو جدي ستونزه ده.

د افغانستان د کارګرانو او کارمندانو ملي ټولنه د سلګونو زره داخلي بېځایه شویو افغانانو لویه ستونزه د دوی اقتصادي ستونزې او بېکاري یادوي.

د دې ټولنې په وینا، له کله چې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان څخه د بې اسناده افغانانو د ډله ییز اخراج لړۍ پیل شوې، دغه ستونزه لا پراخه شوې ده.

په ننګرهار کې د دې ټولنې د رهبرۍ یوه غړي، میر اغا حمیدي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د یوې سروې په باب وویل: "په وروستیو کې په جلال اباد کې د شاوخوا ۱۸زره داخلي بېځایه شویو کورنیو سروې وشوه چې زه هم په دې سروې کې وم، له دوی مو له نږدې پوښتنې وکړې د دوی اقتصادي وضعیت مو ولید، نو دوی په ډېر بد حالت کې وې، واقعاً د اکثرو کورنیو ماشومانو په کارونو بوخت دي چې د کورنیو لپاره یوه نفقه پیدا کړي."

ارشیف: کندهار کي ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.
ارشیف: کندهار کي ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې درې ملیونه او دوه نیم لکه وګړي داخلي بېځایه شوي او پنځه میلیونه او درې لکه نور افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو په توګه ثبت شوي دي.

په همدې حال کې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان څخه د بې اسناده افغانانو د ډله ییز اخراج لړۍ روانه ده.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ یا UNHCR ویانده کارولاین ګلوک وايي، دوی د داخلي بېځایه شویو تر څنګ، له دغو اخراجېدونکو افغانانو سره لازمې مرستې کوي.

هغه وايي: "موږ له هغو کډوالو سره چې له پاکستانه ستنېږي نقدي مرستې کوو او د خوندیتوب خدمات وړاندې کوو. دغه راز دوی ته له ښوونځي نیولې تر صحي کلنیکونو پورې اساسي خدمات هم برابروو. په هغو ساحو کې چې دوی ورته ستنېږي ورته د معیشت خدمات هم وړاندې کوو. UNHCR د ستنېدو او ادغام د ساحو لومړیتوب مشخص کړی، دا هغه ساحې دي چې ډېر راستانه شوي او بېځایه شوي افغانان په کې دېره دي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد تېره میاشت ویلي وو چې له نومبر میاشتې راهیسې له ایران، پاکستان او ترکیې تر ۸۰۰زرو ډېر افغانان یا په خپله خوښه یا په زور افغانستان ته ستانه شوي دي.

که څه هم په افغانستان کې د جګړو شدت کم شوی، خو زیاتې بېځایه کورنۍ د اقتصادي فرصتونو د کموالي له کبله خپلو اصلي مېنو ته د ستنېدو زړه نه ښه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG