د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

په بېلابېلو ولایتونو کې اورښتونو، توپان او سېلابونو لسګونه افغانانو ته مرګ‌ژوبله اړولې


په ننګرهار کې د تېرې ورځې د توپان او باران له کبله لسګونه کسانو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي. په ننګرهار کې ځايي اوسېدونکي هڅه کوي د خاورو لاندې ممکنه ژوندي کسان یا مړي راوباسي.
په ننګرهار کې د تېرې ورځې د توپان او باران له کبله لسګونه کسانو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي. په ننګرهار کې ځايي اوسېدونکي هڅه کوي د خاورو لاندې ممکنه ژوندي کسان یا مړي راوباسي.

د ننګرهار په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شدیدو اورښتونو، توپان او سېلابونو لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

چارواکي وايي، په ننګرهار کې د تېرې ورځې شدید باران او توپان له امله د اوښتو زیانونو د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو حکومت مرستیال والي سعید احمد بنوري ویلي چې د دغې پېښې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۰ تنو ته رسېدلی دی.

د ننګرهار د رسنیو دفتر د هغه یو ویډیو کلپ خپور کړی چې نوموړي په‌کې وايي دغه راز په‌دې توپان کې ۳۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه وايي: "د شهیدانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی، خو شمېرې د بدلون په حال کې دي، شاوخوا ۳۵۰ ټپیان لرو، ډېر زیات مالي زیانونه اوښتي دي، دا چې اوس‌مهال په ننګرهار کې د تازه مېوو او سبزیجاتو موسم دی نو زیات مالي زیانونه هم اوښتي دي."

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت هم د دغه توپاني اورښتونو او بادونو له امله د ۴۰ تنو مړینه تایید کړې ده، خو د ننګرهار په ولایت کې یوې سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال د مړو شمېر ۴۷ ته لوړ شوی او ښايي د قربانیانو په شمېر کې لا زیاتوالی راشي ځکه د سرچينې په خبره د ننګرهار یو شمېر سیمو ته لا هم د ژغورنې ډلې نه‌دي رسېدلي.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، د ننګرهار د پروني توپان له امله سره رود، بټي کوټ، بهسودو ولسوالۍ او د جلال‌اباد ښار ځینې سیمې ډېرې ځپل شوي دي.

د ننګرهار اوسېدونکی رفیق وايي: د پرون ورځې توپان له امله زموږ کورنه ړنګ شول، د تره دوه زامن مې شهیدان شول.

د ننګرهار د سره رود یوه اوسېدونکي رفیق چې د کور د چت د پرېوتلو له امله یې دوه د کورنۍ غړي وژل شوي ازادي راډيو ته وویل: "د پرون ورځې توپان له امله زموږ کورنه ړنګ شول، د تره دوه زامن مې شهیدان شول، خو تر اوسه موږ سره هیڅ مرسته نه‌ده شوې، همدا اوس په سور ډاګ پراته یو، سرپنا نه‌لرو."

خلک وايي، په‌دې پېښه کې په سره رود کې د یوې کورنۍ ۸ او په بهسودو ولسوالۍ کې داسې یو ځوان هم مړ شوی چې د اووه خویندو یوازینی ورور او د کورنۍ نفقه پیدا کوونکی وو.

د بهسودو ولسوالۍ د سراچې علي خان د سیمې یوه اوسېدونکي معاذ محسن ازادي راډيو ته وویل، که څه هم دوی ته د دغه توپان له امله زیان نه‌دی رسېدلی خو شاوخوا خلک یې ډېر زیانمن شوي دي.

نوموړی وايي: "زموږ شاوخوا داسې خلک دي چې ډېر زیات زیانمن شوي دي، کورونه یې نړېدلي دي، ځوانان ښځې، سپین ږیري او ماشومان وژل شوي دي، وضعیت ډېر خراب دی، داسې یو کور هم شته چې د اووه خویندو یوازینی ورور په‌کې مړ شوی دی."

د همایون لودین په نوم د جلال‌اباد یو بل اوسېدونکي ازادي راډيو ته وویل، وضعیت ډېر کړکېچن دی باید نړیوال مرستندویه سازمانونه او دولت له خلکو سره مرستې وکړي.

همايون وايي: "د مرستندویه ټولنو او حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې اړمنو خلکو ته رسېدنه وکړي ځکه خلک ډېر زیات زیانمن شوي دي او خلک سرپناه ته جدي اړتیاوې لري."

خو د ننګرهار لپاره د طالبانو مرستیال والي وايي، تازه یې د بېلابېلو مرستندویه موسسو له مسوولانو سره په ننګرهار کې عاجله ناسته کړې او ژر به له زیانمنو کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل شي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي، د پروني شدید توپان له امله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم رسېدلي، ۴۰۰ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او د برښنا لږترلږه ۶۰ ستنې چپه شوي چې له امله یې په جلال‌اباد ښار برښنا پرې شوې ده.

په ننګرهار کې د تېرې ورځې د بارانونو او توپان له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په ننګرهار کې د تېرې ورځې د بارانونو او توپان له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

دغه راز د یو خصوصي شرکت یوه مخابراتي ستنه نړېدلې چې له امله یې د ننګرهار په ډېری سیمو کې انټرنېټي او ټلیفوني خدمات پرې شوي دي.

اخو په دریو نورو ختیځو ولایتونو کونړ، نورستان او لغمان کې هم سېلابونو او شدید اورښت لږترلږه پنځه کسان مړه کړي او یو بل تن یې ټپي کړی دی.

په دغو ولایتونو کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولانو ویلي چې سېلابونو او اورښتونو سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې، سرکونه، باغونه، فرعي لارې، سربندونه او کانالونه ویجاړ کړي دي.

په‌همدې حال کې یو شمېر کورنیو رسنیو د کاپیسا په اله سای او نجراب په ولسوالیو کې د سېلابونو له امله د درېیو کسانو د مړینې خبرونه خپاره کړي دي، خو په رسمي ډول په‌دې اړه د طالبانو حکومت څه نه‌دي ویلي.

تېره ورځ سهار پنجشېر ولایت هم د سېلابونو شاهد وو چې له امله یې ګڼو خلکو ته مالي زیانونه رسېدلي وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ايکسپاڼه په یو بیان کې د زیانمنو سره د مرستې او لاس‌نیوي ډاډ ورکړي او ویلي یې دي، سیمه‌ییزو چارواکو ته سپارښتنه شوې چې بې‌ځایه شویو کورنیو ته د سرپناه، خوراکي توکي او درمل ورسوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

افغانستان په وروستیو کې د اقلیمي بدلون له کبله د سختو سېلابونو او اورښتونو سره مخ دی، نږدې دوه میاشتې وړاندې په بغلان، بدخشان، فاریاب او غور ولایتونو کې خونړیو سېلابونو سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې وه، د راپورونو پر بنسټ د سېلابونو له امله یوازې په بغلان کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG