د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د يوه عالي کمېسیون د جوړولو اعلان کړی


ارشیف: د ۲۰۲۳م کال د اپرېل په ۱۱مه وسله‌وال طالبان په کندهار کې د کوکنارو کروندې له‌منځه وړي.
ارشیف: د ۲۰۲۳م کال د اپرېل په ۱۱مه وسله‌وال طالبان په کندهار کې د کوکنارو کروندې له‌منځه وړي.

د دوحې له درېیمې غونډې وروسته د طالبانو حکومت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د يوه عالي کمېسیون د جوړولو اعلان کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ارګ پر ایکسپاڼه په یوه اعلامیه کې د دغه کمېسیون د لومړنۍ غونډې خبر ورکړل شوی دی.

اعلامیه تېره ورځ شنبه د جولای ۱۳مه خپره شوې او د طالبانو حکومت د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له قوله په کې راغلي چې د دې کمېسیون د جوړولو موخه د هېواد په کچه د نشه‌يي توکو او مسکراتو پر وړاندې مبارزه، بزګرانو ته د بديل کښت موندل او د روږدو کسانو درملنه ده.

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر
د طالبانو حکومت د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر

په اعلامیه کې راغلي چې هیچاته په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کښت، تولید او قاچاق اجازه نه ورکوي.

طالبان د نشه‌يي موادو پر وړاندې د مبارزې د عالي کمېسیون د جوړولو اعلان د دوحې له درېیمې غونډې وروسته کوي.

که څه هم د طالبانو حکومت په دې اعلامیه کې د دوحې د غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو په دې غونډه کې د نشه‌يي موادو پر وړاندې مبارزه له مهمو بحثونو څخه وه.

پوښتنه دا ده چې ایا طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې دا اقدام د دوحې له غونډې سره اړیکه لري؟

د سیاسي برخې کارپوهان وايي، د طالبانو حکومت د دوحې په درېیمه غونډه کې یواځې د نشه‌يي توکو پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړی او کومه ژمنه یې نه ده کړې.

له ډلې یې اسحاق اتمر ازادي راډيو ته وویل: "طالبانو د دوحې په ناسته کې تضمین نه دی ورکړی، خو خپلې لاسته راوړنې یې شریکه کړې دي. په دې درېیو کلونو کې که څه هم طالبانو په دې برخه کې هڅې کړې دي، خو د دې پروسس د متامفتامین په شکل په افغانستان کې دوام لري چې دا د اندېښنې وړ دی او ډېری جنګي ډلې د مخدره موادو د قاچاق له لارې خپل لګښتونه پوره کوي."

سیاسي کارپوه اسحاق اتمر
سیاسي کارپوه اسحاق اتمر

په ورته وخت کې د کوکنارو یو شمېر کروندګر چې د طالبانو حکومت یې په دې وروستیو کې کښتونه له منځه وړي، وايي چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، ډېر زیان ور اوښتی او د بدیل کښت په برخه کې هم ورسره مرستې نه دې شوي.

د بدخشان ولایت د ارګوی ولسوالۍ دوو کروندګرو نقیب‌الله او بدرالدین ازادي راډيو سره په دې اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

نقیب‌الله وویل: "ټول کوکنار مو له منځه تللي او بل هیڅ هم موږ ته نه دي راکړل شوي، چا پوښتنه هم نه ده کړې چې په بدل کې یې څه درکړ که نه. ځمکې مو له کښت پاتې شوې شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکې وې. شاوخوا ۱۵ ۲۰ لکه تاوان مې کړی دی."

بدرالدین وايي: "زموږ او د لسهاوو نورو بې‌وزلو ځمکې یې خاورې کړې او موږ یې در په دره کړو. هیڅکله موږ ته یې بدیل نه دی راکړل شوی."

ارشیف: د افغانستان جنوب کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: د افغانستان جنوب کې د کوکنارو کروندې

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د بدخشان ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکو د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو په غبرګون کې څو څو ځلې اعتراضونه کړي دي.

د نړیوالو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا ایران او روسیې له لوري په افغانستان کې د نشه‌يي توکو په ځانګړي ډول د کوکنارو کښت او قاچاق تل د اندېښنې وړ موضوع پاتې شوې ده.

که څه هم په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دوی مشر ملاهبت‌الله اخندزاده د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه او طالبانو ادعا هم وکړه چې په دې هېواد کې یې د کوکنارو د کښت کچه تر ټولو ټیټې کچې ته رسولې ده.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده ته منسوب انځور
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده ته منسوب انځور

خو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې په ۲۰۲۴م کال کې د نړۍ د نشه‌يي توکو د وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې سږ کال په افغانستان کې د تېر کال په پرتله ډېر کوکنار کرل شوي او ډېر تاریاک به تولید شي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG