د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

بدخشان کې بيا د کوکنارو د کروندو ویجاړولو پر وړاندې اعتراض؛ د طالبانو په ډزو يو شمېر کسان ټپيان شوي


د روان کال په مې میاشت کې هم د بدخشان په ارګو او درایم ولسوالیو کې د کوکنارو د اړولو په غبرګون کې اعتراضونه وشول چې په نتیجه کې یې لږترلږه درې معترضان ووژل شول.
د روان کال په مې میاشت کې هم د بدخشان په ارګو او درایم ولسوالیو کې د کوکنارو د اړولو په غبرګون کې اعتراضونه وشول چې په نتیجه کې یې لږترلږه درې معترضان ووژل شول.

د بدخشان ولايت يو شمېر اوسېدونکو يوځل بيا د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو د عملياتو په غبرګون اعتراضونه کړي دي.

د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو عملياتو یوځل بیا د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو سخت غبرګونونه راپارولي.

سیمه‌ییزو سرچینو ازادي راډيو ته وویل چې د دې ولسوالۍ کروندګرو او اوسېدونکو د چهارشنبې په ورځ د جولای په دوهمه د طالبانو له‌خوا د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په غبرګون کې اعتراضونه کړي دي.

د بدخشان د درایم ولسوالۍ یوه اوسېدونکي کلیم‌الله هم ازادي راډیو ته وویل چې اعتراض کوونکي د طالبانو له‌خوا وځپل شول او پر دوى د طالبانو د ځواکونو له لوري ډزې هم وشوې.

هغه وايي: "له پرونيو اعتراضونو وروسته طالبانو معترضو باندې ډزې وکړې او دوه تنه یې ټپیان کړل. د اوس لپاره خلک ناراضه او غلي دي. نن ورځ، خو هېڅ اقدام نه دی شوی تر اوسه."

د بدخشان د درایم ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل: "دغه اعتراضونه د کوکنارو د کښت په اړه وو، د دوى له وسه پورته وو، یو شمېر کسان یې ووهل او پرون اعتراضونه پای ته ورسېدل، خو د کوکنارو د له‌منځه وړو بهیر روان دی."

ازادي راډیو هڅه وکړه، چې په دې اړه د طالبانو حکومت د وياند ذبيح‌الله مجاهد نظر هم واخلي، خو د راپور تر خپرېدو پورې ځواب ترلاسه نه شو.

هغه کروندګر چې کروندې یې د طالبانو د حکومت له خوا له‌منځه وړل شوي دي، د بدیل کښت غوښتنه کوي چې نړیوال سازمانونه او کروندګر وايي، طالبان يې په برابرولو کې پاتې راغلي دي.

د یو شمېر نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، د کوکنارو پر کښت د طالبانو د مشر بندیز او د بدیل کښت نشتوالي د بزګرانو پر ژوند منفي اغېز کړی چې ورسره بېوزلي زیاته شوې ده.

ملګرو ملتونو په خپل کلني راپور کې ویلي، که څه هم سږ کال اروپا ته د هیروینو قاچاق کم شوی، خو بيا هم په افغانستان کې به ډېر اپین توليد شي.

دغه سازمان وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې ډېر کوکنار کرل شوي دي.

خو طالبان تل ادعا کوي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او قاچاق په وړاندې مبارزه کوي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو او د بېلابېلو هېوادونو استازو د دوحې په درېیمې غونډه کې، پر طالبانو غږ وکړ چې له نشه‌يي توکو سره مبارزه وکړي.

له نشه‌يي توکو سره مبارزه د دوحې د دريمې ناستې يوه مهمه موضوع وه.

طالبانو هم له ملګرو ملتونو سره د کوکنارو د کښت په اړه د یوې ګډې سروې غوښتنه کړې ده.

د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پر سر اعتراضونه او تاوتریخوالی د روان کال د مې په ۱۴مه پیل شول او یوه ورځ وروسته له درایم ولسوالۍ ګاونډ ولسوالۍ ارګو ته هم وغځېدل.

په دې دوو ولسواليو کې د اعتراضونو په لومړي پړاو کې دوه تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي، خو اعتراض کونکو ته د خبرو لپاره د طالبانو د پلاوي له لېږلو وروسته تاوتريخوالى پاى ته رسېدلى اعلان شو.

XS
SM
MD
LG