د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: طالبان دې د افغانانو د مشروع غوښتنو له ځپلو لاس واخلي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو وغوښتل چې د افغانانو د مشروع غوښتنو له ځپلو لاس واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي طالبان دې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره ګامونه پورته کړي او د خپلو خلکو د مشروع بیان له ځپلو دې لاس واخلي.

د دې وزارت ویاند متیو مېلر تېره شپه په یو خبري کنفرانس کې وویل، په دې اړه به دوی خپل ټینګار ته دوام ورکړي.

هغه وايي: "موږ پر طالبانو غږ کوو چې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره ګامونه پورته کړي، د خپلو خلکو د مشروع بیان له ځپلو لاس واخلي، دا هغه څه دي چې موږ ترسره کړي او په دې اړه به خپل ټینګار ته دوام ورکوو."

ښاغلي میلر دا څرګندونې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو د وضعیت په اړه د دغه هیواد د سنا مجلس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د ورستۍ ناستې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وکړې، خو ویې ویل، نه غواړي په هغې اړه خبرې وکړي او جزییات یې ورنه کړل.

خو میلر په دغه کنفرانس کې د امریکا د افغان همکارانو د ځانګړو ویزو د پروسې د چټکېدو ژمنه وکړه.

د امریکا کانګرس
د امریکا کانګرس

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو او د دې هېواد یو شمېر پخواني پوځيانو چې په افغانستان کې یې دندې ترسره کړي د تېرې چهارشنبې په ورځ وویل چې د دوی افغان همکاران او کورنۍ یې په افغانستان کې د طالبانو له لوري له هدفي وژنو او تعقیب سره مخ دي.

دوی چې 'د طالبانو له خوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له پخوانیو همکارانو د غچ اخیستنې' په اړه د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په ناسته کې شاهدي ورکوله وویل، پخوانیو افغان سرتېرو د امریکايي ځواکونو تر څنګ د امريکا لپاره په صداقت خدمت کړی، خو په ټکو یې اوس دوی یوازې پاتې دي.

د دې غونډې ګډونوالو د هغوی د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، د طالبانو له‌خوا د خپلو افغان همکارانو د وژلو، نیولو او شکنجې ګڼ روایتونه وکړل او ټینګار یې وکړ چې امریکا یې باید ملاتړ وکړي.

د تېر جمهوري حکومت د وسله والو ځواکونو پخوانی عمومي ویاند جنرال اجمل عمر شینواری هم تاییدوي چې دا مهال په افغانستان کې د تېر حکومت ځواکونه د طالبانو له لوري د وژنې له ګواښونو او بیلابیلو ننګونو سره مخ دي.

د تېر جمهوري حکومت د وسله والو ځواکونو پخوانی عمومي ویاند جنرال اجمل عمر شینواری
د تېر جمهوري حکومت د وسله والو ځواکونو پخوانی عمومي ویاند جنرال اجمل عمر شینواری

شینواري وویل: "له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، د جدي امنیتي ننګونو له امله د افغان وسله وال پوځ زیاتره منسوبین له هېواده وتلي دي، هغه چې په کور دننه پاتې شول له بده مرغه د دوی لږ ترلږه ۲۴۰۰ په مرموز ډول ووژل شول او ډېر شمېر یې بندیان شول چې یو شمېر یې لا هم د طالبانو په مرموزو زندانونو کې دي."

دې له نړیوالو ټولنې هم غوښتنه کوي چې د پخواني وسله وال پوځ له غړو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته او همکاري وکړي.

له دې وړاندې هم یو شمېر پخواینو پوځیانو ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي وو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له سختو امنیتي او اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې یې تل د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژلو او شکنجه کولو په اړه د ملګرو ملتونو په ګډون د بېلابېلو ادارو راپورونه رد کړي او یو شمېر دا موارد یې شخصي دښمنۍ بللې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې ټول قشرونه خوندي دي او اعلان کړې عمومي عفوې ته ژمن دي، خو د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو له لوري د دوی حکومت د بشري حقونو په پراخه سرغړونو او د پخوانیو افغان سرتېرو په وژلو او شکنجه کولو تورن دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG