د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

امریکا:  تر اوسه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د چین دریځ روښانه نه‌دی


د امریکا متحده ایالاتو د بهرینو چارو وزارت وياند متیو مېلر
د امریکا متحده ایالاتو د بهرینو چارو وزارت وياند متیو مېلر

امریکا متحده ایالات د چین جمهور رییس له‌خوا د طالبانو حکومت سفیر د باورلیک د منلو په غبرګون کې وايي، تر اوسه د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د چین دریځ روښانه نه‌دی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرینو چارو وزارت د چین جمهور رییس له‌خوا د طالبانو حکومت سفیر د باورلیک منلو په اړه وايي، د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د چین دریځ معلوم نه‌دی او متحده ایالات به د دې هېواد د رسمي دریځ وروسته په دې اړه خپل نظر روښانه کړي‌.

د‌ دې وزارت وياند متیو مېلر د سه‌شنبې په ورځ واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، د چین او طالبانو د اوسنۍ اړیکې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د متحده‌ایالاتو په دریځ کې بدلون نه‌شي راوستی‌.

هغه وايي: "زه غواړم د چین دولت ته اجازه ورکړم، څو په دې اړه خبرې وکړي چې دا کار یې په څه معنا دی او دا چې هغوی طالبان په رسميت پېژندلي یا نه، ما په دې اړه د هغوی بېلابېل نظريات اورېدلي."

مېلر زیاته کړه، طالبان باید د رسمیت پېژندنې لپاره په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د ښه‌والي په برخه گامونه پورته کړي‌.

دا په داسې حال کې ده چې د سه‌شنبې په ورځ د چین جمهور رییس شي جین پېنګ د دې هېواد لپاره د طالبانو حکومت سفیر اسدالله بلال کریمي باورلیک ومانه.

ډیلي چین رسنۍ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین له قوله لیکلي، د طالبانو حکومت د سفیر باورلیک منل د‌دې هېواد لپاره یوه عادي ډیپلوماټیکه موضوع ده‌.

هغه زیاته کړې، افغانستان نه‌باید د نړیوالې ټولنې څخه ګوښه وګرځول شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه داوود مایار بیا وايي، چین په دې کار سره د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې په برخه کې وروستی ګام پورته کړی دی.

مایار زیاتوي: "د ډیپلوماسۍ او تشریفاتو مسایلو له پلوه، یوه هېواد لومړی رتبه شخص د بل هېواد لومړي درجه شخص ته خپل استازی پېژنی چې دا مراحل بشپړ شوول او له دې ښکاري چې چین یعنې د رسمیت پېژندنې په برخه کې وروستی ګام پورته کړی دی."

پخوانی ډیپلوماټ غوث جانباز هم په دې باور دی چې چین به په دوه ګوني لوبې کولو او د امریکا متحده‌ایالاتو غبرګون ته له پام د طالبانو له حکومت سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.

د جانباز په خبره، په دې برخه کې د چین اقتصادي ګټې او د ایغور بېلتون غوښتونکو او طالبانو ترمنځ د اړیکو د مخنیوي هڅې نغښتې دي.

جانباز وویل: دا چې په دې اړه به د امریکا غبرګون څه وي، چین به ورته پام ونه کړي.

هغه وویل: "چین تر اوسه له ټولو سره هېوادونو سره همغږی دی، تر اوسه یې رسماً د طالبانو د رسمیت پېژندنې اعلان نه‌دی کړی، خو خپل سفیر یې رالېږی او د طالبانو سفیر هم منلی دی. دوی به همدې ډول دوه ګوني سیاست ته دوام ورکړي. دا چې په دې اړه به د امریکا غبرګون څه وي، چین به ورته پام ونه کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ هیڅ هېواد د طالبانو اوسنی رژیم تر اوسه په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د رسمیت پېژندنې په برخه کې بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو حقونو ته احترام وکړي او ټول شموله حکومت جوړ کړي.

خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې حکومت یې ټولشموله دی او د ښځو په ګډون یې ټولو افغانانو ته د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي، هغه ادعا چې د نړیوالې ټولنې او د طالبانو د سیاسي مخالفانو په ګډون په افغانستان کې دننه هم د خلکو لپاره د منلو وړ نه‌ده ګرځېدلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG