د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د بشري حقونو په تاریخ کې تر ټولو مهم سند بلل کېږي.
دا اعلامیه چې د انسانانو حقونه او ازادۍ تضمینوي د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په ۱۰مه په پاریس کې د عمومي اسامبلۍ د درېیمې غونډې پر مهال د ۲۱۷ پرېکړه لیک په توګه ومنل شوه. هغه مهال د ملګرو ملتونو له اته پنځوس غړیو څخه اته څلوېښت غړیو دې اعلامیې ته مثبته رایه ورکړه چې یو هم په کې افغانستان و، پاتې اته رایې ممتنع وې.
دا اعلامیه دېرش مادې لري چې د یوه کس بنسټیز حقوق او بنسټیزې ازادۍ په کې تشریح شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د دې ورځې په مناسبت په خواله رسنیو کې په خپرې کړې ویډیو کې یو شمېر دغو حقوقو ته اشاره کړې: "په دې اعلامیه کې راغلي چې ټول انسانان ازاد زېږېدلي او له ورته کرامت او حقونو څخه برخمن دي. دا مهمه نه ده چې تاسو د کوم نژاد یاست یا ښځه او سړی یاست؛ مهمه نه ده چې تاسو په کومه ژبه خبرې کوئ، ستاسو مذهب څه دی، ستاسو سیاسي لیدلوری څه دی، تاسو د کوم هېواد یاست، شتمن یاست که بېوزله. دا هغه حقونه دي چې ټول خلک باید ورڅخه برخمن شي."
د نړیوالې دوهمې جګړې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو پر منشور بحث وشو، مسوده چمتو شوه او بیا تصویب شوه.
په دې کې د بیان ازادي، د دین او مذهب ازادي، له وېرې ازادي او له احتیاجه ازادي د بشري ازادیو په توګه ومنل شوې.
د نړیوالې دوهمې جګړې له پای ته رسېدو وروسته چې کله د نازي جرمني له لوري ترسره شوي ظلمونه په بشپړه توګه روښانه شول، په نړیواله ټولنه کې اجماع دا شوه چې د ملګرو ملتونو منشور په کافي اندازه بشري حقونه نه دي تعریف کړي له دې کبله دا اړینه وګڼل شوه چې یوه نړیواله اعلامیه رامنځته شي چې د افرادو حقونه مشخص کړي او د بشري حقونو په اړه د منشور احکام پلې کړي.
د بشري حقونو اعلامیه د بشري حقونو د نړیوالې لایحې د جوړېدو سبب شوه.
دا لایحه په ۱۹۶۶ کې بشپړه شوه او په ۱۹۷۶ کې نافذه شوه.
دې اعلامیې په ورته وخت کې په نړۍ کې تر اویا ډېرو تړونونو ته لاره پرانیستې او په ګڼو هېوادونو کې د داخلي بشري حقونو اساس هم همدا اعلامیه ده.
په ۱۹۸۳ کې افغانستان له دې ډلې د اوو اساسي تړونونو غړیتوب ومانه چې په دې کې اقتصادي، اجتماعي او کلتوري حقوق، مدني او سیاسي حقوق، د ماشومانو او ښځو حقوق، د معلولینو حقوق او د شکنجې د ممانعت حقوق شامل دي.
د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې منځپانګه که څه هم قانوني الزامیت نه لري، خو پراخه اجماع دا ده چې داسې توافق شته چې د هغې اکثریت مادې الزامیت لرونکې دي.
د دې اعلامیې تر تصویب وروسته د ملګرو ملتونو له لوري په ورپسې نړیوالو تړونونو، د بشري حقونو سیمهییزو سندونو او ملي اساسي قوانینو او حقوقي مقرراتو کې د الزامیت ټکي تشرېح شوي او شامل شوي دي.
د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړیو هیوادو څخه تقریباً هر هېواد له هغو نهو الزامیت لرونکو تړونونو څخه چې د دې اعلامیې تر اغېزې لاندې منل شوې دي، یو شمېر تصویب کړې دي.
د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې په نړیواله او ملي کچه پر حقوقي، سیاسي او ټولنیزو پرمختګونو اغېزه کړې چې اهمیت یې پنځه سوه څلورویشت ژبو ته له ژباړل کېدو هم جوتېږي.
د دې اعلامیې د مادو موضوعات
۲-۱: د عزت او وقار، ازادۍ او برابرۍ بنسټیزې مفکورې بیانوي.
۵-۳: انفرادي حقونه لکه د ژوند حق او د غلامۍ او شکنجې ممنوعیت بیانوي.
۱۱-۶: د بشري حقونو بنیادي قانونیت ته اشاره کوي چې د سرغړونې په صورت کې یې د دفاع لپاره د ځانګړیو لارو چارو وړاندیز کوي.
۱۷-۱۲: د ټولنې په وړاندې د فرد حقونه بیانوي چې په هر دولت کې د تګ راتګ او استوګنې ازادي، د ملکیت حق او د تابیعت حق په کې راځي.
۲۱-۱۸: په دې برخه کې عامه او سیاسي ازادۍ لکه د فکر، نظر، بیان، مذهب ازادۍ همداراز د رسنیو له لارې د معلوماتو او نظرونو د ترلاسه کولو د حق په ګډون یو شمېر عامې سیاسي او معنوۍ ازادۍ په کې شاملې دي.
۳۰-۲۸: د ذکر شویو حقونو د پلي کېدو عمومي لارې چارې او وسایل په ګوته کوي.
همداراز هغه ساحي مشخصوي چې د فرد حقونه پهکې نه شي پلي کېدای.
په ټولنه کې د افرادو دندې هم په دې مادو کې ټاکل شوې دي.
بل لور ته د ملګرو ملتونو له اهدافو سره په ټکر کې له حقونو څخه استفاده منع شوې ده.
د بشري حقونو د اعلامیې پنځه اویا کلونه تېر شول، خو ملګري ملتونه هم دا مني چې له بشري حقونو څخه سرغړونې په نړۍ کې پای ته نه دې رسېدلي اما دا اعلامیه بشر هڅوي چې په دې ډګر کې لا هڅې وکړي چې هر فرد د ازادۍ، مساوات او وقار څښتن شي.