د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

د افغان ښځو پر کار بندیز؛ سي‌ پي: یوازې ۷ سلنه ماشومانو او ښځو سره مو مرسته کړې


ارشیف: په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم
ارشیف: په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم

د ماشومانو د ساتنې یوه اداره وايي، له کله چې د طالبانو حکومت په غیردولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی، دوی توانېدلي چې له خپل ټاکل شوي هدف څخه یوازې ۷ سلنه ماشومانو او ښځو سره مرسته وکړي.

د ماشومانو د ساتنې یوې ادارې په خپل نوي راپور کې ویلي، د طالبانو له‌‌خوا په غیردولتي ادارو کې د ښځو کار بندیز د دې لامل شوی چې دوی ونه شي کولای، اړمنو افغانانو ته اړینې مرستې ورسوي.

د دې ادارې راپور، چې د ملګرو ملتونو سازمان پرون په خپله ویبپاڼه خپور کړی په کې راغلي، دوی له مارچ میاشت راهیسې ۴،۸۷ میلیونه افغانانو ته پاملرنه خپل هدف ټاکلی و، خو توانېدلي له دې شمېر یوازې ۳۵۴زره ۷۳۴ تنو سره مرسته وکړي.

د 'سي پي' له قوله، دا د دوی له ټاکل شوي هدف یوازې ۷ سلنه خلک دي چې دوی یې لاسنیوی کوي او رواني او ټولنیز روغتیايي خدمتونه ورته وړاندې کوي.

د ماشومانو د ساتنې دې ادارې په خپل راپور کې دا هم لیکلي چې دوی د نږدې ۸ زره هغو بې‌سرپرسته ماشومانو مدیریت هم کړی چې له کورنیو جلا او له خطر په مخ حالت کې یې ژوند کاوه.

د کابل پر یوه سړک کارګر ماشومان. 01 June 2023.
د کابل پر یوه سړک کارګر ماشومان. 01 June 2023.

راپور زیاتوي، په افغانستان کې نږدې ۷،۵۵ میلیونه وګړي د دوی مرستو ته اړتیا لري، خو ښکاري چې د طالبانو حکومت له‌خوا په نا دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز دوی ته د مرستو رسولو لارې بندې او یا هم له خنډ سره مخ کړي دي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴مه په نادولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه، هغه پرېکړه چې له امله یې یو ډېر شمېر غیردولتي سازمانونو او د بشري مرستو رسوونکو بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول او یا یې خپلې مرستې بندې کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر مېرمنې وايي، د بې‌وزلۍ له امله یې ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي او اوس په روغتون کې بستر دي.

په کندهار کې د پلوشې په نوم یوه مېرمن وايي، د خوړو د کمښت له امله یې لومړی لور ناروغه او اوس خوارځواکې شوې.

ارشیف: په کابل کې یوه روغتیاپاله په خوارځواکۍ اخته ماشوم ته خواړه ورکوي
ارشیف: په کابل کې یوه روغتیاپاله په خوارځواکۍ اخته ماشوم ته خواړه ورکوي

پلوشه وایي: "چې پیدا شوې ده وږې ده، موږ چې ډوډۍ ورکوو په کولمو یې درد وي. کولمه یې هم راوتلې وه، بیا دوی بېرته ور دننه کړه. اوس داسې ده او تبه هم لري."

د زرغونې په نوم یوه بله مېرمن هم د غربت له امله په خوارځواکۍ د خپل ماشوم د اخته کېدو خبره کوي.

دا مېرمن وايي: "ډاکتران وايي، دا خوارځواکې ده، یا یې د وینې او یا هم د کولمو مکروب دی. زما دا څلورمه میاشت ده چې دا کوچنی ناروغ دی. غریب خلک یوو، دومره څه په کور کې نه لرو چې و یې خورو."

د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد او د دوى د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د ملګرو ملتونو سازمانو له ماشومانو د ملاتړ صندوق رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې نږدې ۱۵ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG