د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

ایم‌ایس‌ایف: هرات کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی


ارشیف: په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم
ارشیف: په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم

د بې پولې ډاکترانو سازمان یا ایم ایس ایف وایي، په هرات ولایت کې په خوارځواکۍ د اخته د ماشومانو شمېر د تېر کال د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله اووه سلنه ډېر شوی دی.

د هرات د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې یوه مېرمن وایي، د ضعیف اقتصاد له امله یې دوه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

دې چې ونه غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي، د سه‌شنبې په ورځ یې ازادي راډيو ته وویل: "د امیندوارۍ په وخت کې مې اقتصاد ښه نه و، نو ځکه مې نه‌شوای کولای ځانته سمه رسېدنه وکړم، ماشوم مې خوارځواکی شو، بیا مې بل ماشوم هم همداسې شو، یو ماشوم مې څلور کلن او بل ماشوم مې یو کلن دی. دا چې اقتصادي وضعیت مې ښه نه‌دی، دې ستونزو سره مخ شوم، کلینیک ته مې چې وروړل، له تشخیص وروسته یې راته وویل چې ماشومان دې خوارځواکي دي."

ارشیف: په هرات کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم
ارشیف: په هرات کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم

دا په داسې حال کې ده، چې د بې پولې ډاکترانو سازمان یا 'ایم ایس ایف' وایي، په هرات ولایت کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېر کال د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله اووه سلنه ډېر شوی دی.

دې سازمان د سه‌شنبې په ورځ د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي، دا رقم بیا د ۲۰۲۰ کال د لومړیو څلور میاشتو په پرتله ۱۳۰ لوړوالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده، چې 'ایم ایس ایف' لس ورځې وړاندې په هلمند ولایت کې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د ۱۶ سلنې د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې په دغه ولایت کې په خوارځواکي د اخته کسانو شمېره د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۳۲ سلنه زیاته شوې ده.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې سږ کال په افغانستان کې ۸۷۵ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

یونېسف خبرداری ورکړی و، چې که مرستندویان په وخت مالي مرستې ونه رسوي نو ښایي زرګونه افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله مړه شي.

ملګري ملتونه: ښايي تر دوو میلیونو ډېر افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

ډاکتران وايي، د سالمې او اړینو خوړو نشتوالی او د مورو د شیدو وچېدل په ماشوم کې د خوارځواکۍ شرایط رامنځته کوي، چې دا ټول شرایط په شدت د ماشوم په ژوند اغېز کوي او ښايي ماشوم له ګڼو روغتیايي ستونزو سره هم مخ کړي.

خو دا چې څنګه کېدای شي، ماشومان له خوار ځواکۍ وساتل شي، په دې اړه د داخله او ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکتر صابر عاطف وایي: "تر ټولو غوره خواړه ماشومانو ته د خوارځواکي څخه د اخته کېدو د مخنیوي لپاره په ماشوموالۍ کې د مور شيدې دي، تر شپږ میاشتو وروسته باید ماشوم ته نور بېلا بېلې خواړه هم ورکړل شي، لکه شوربا، اش، سبزي، نرمه شوله، یا هم باکیفیته خوراکي توکې باید ورکړل شي."

د بې پولې ډاکترانو سازمان په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونو ته د خلکو نه لاسرسی او د ځینو کورنیو کمزوری اقتصاد په افغانستان کې په خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو عمده لاملونه بللي دي.

XS
SM
MD
LG