د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

'یورو ایشیا ریویو' د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو اړیکو ته کتنه کړې


ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال کسان
ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال کسان

سټمفورډ ایډوکېټ:

په امریکا کې خپرېدونکې سټمفورډ ایډوکېټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې، په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو د خپلسرو نیولو په اړه د بخښنې د نړیوال سازمان اندېښنو ته کتنه کړې.

د بخښنې نړیوال سازمان پرون سه شنبې پر اسلام اباد غږ وکړ چې په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو خپلسرې نیونې بندې کړي.

ویل کېږي چې په دې ترڅ کې یو شمېر داسې کسان هم نیول شوي چې په پاکستان کې د استوګنې ویزې لري.

ورځپانې د مطلب په دوام په پاکستان کې د افغانانو د کډوالۍ تاریخ ته کتنه کړې او لیکي د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ د پخواني شوروي اتحاد د اشغال په کلونو کې میلیونونه افغان کډوالو پاکستان ته پناه یووړه او د کډوالو تر ټولو لویه شمېره یې جوړه کړه.

سټمفورډ ایډوکېټ زیاتوي چې د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته سلګونه زره افغانان، د طالبانو له خوا د ځورونو له وېرې پاکستان ته ولاړل.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په پاکستان کې دېره ډېری افغانان په متحدوایالتونو او نورو هېوادونو کې د خپلو ویزو او اسنادو د څېړنې له پڅ بهیر څخه شکایت کوي.

یورو ایشیا ریویو:

یورو ایشیا ریویو خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغان طالبانو او د پاکستاني طالبانو د تحریک ټي ټي پي اړیکو ته کتنه کړې.

په مطلب کې راغلي چې تېرو دوه کلونه د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره هم له متعارف او هم له غیرمتعارف پلوه د ناورین کلونه وو.

یورو ایشیا ریویو زیاتوي چې په افغانستان کې د رژیم د بدلون په پایله کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ چې اسلام اباد په افغانستان کې د خپل ستراتیژیک عمق شریکان بلل، بیلتون راغی او پاکستان د تروریزم د روزنې او د بلوڅ بېلتونپالو د ځپلو عواقب زغمي.

خپرونه زیاتوي، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو د وسله وال فعالیتونو له پای ته رسېدو سره افغانستان، له سیالو تروریستي ډلو سره د ژورې مبارزې، د مخدرو موادو له عوایدو د کار اخیستو، د منزوي شویو ټولنو د ځپلو او د خپلو اقداماتو له وجې د ډيپلوماتیکې انزوا نوي پړاو ته ننوتی دی.

یورو ایشیا ریویو وړاندې لیکي چې همدا ځانګړنې به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او پاکستان برخلیک تعریف کړي، هغه هم په داسې حال کې چې د پرمختګ، ودې او رغونې ډېره لږه رڼايي او امېدونه هم نه ترې ښکاري.

د یورو ایشیا ریویو په باور دا به د سیمې امنیت او سوکالۍ هم اغېزمنه او د هند په څېر پر نږدې پرتو هېوادونو ناوړه اغېز وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG