د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

د چین ولسمشر: د افغانستان د سولې او رغونې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړو


د چین په شانګسي ښار کې د دوه ورځنۍ سرمشریزې یو انځور
د چین په شانګسي ښار کې د دوه ورځنۍ سرمشریزې یو انځور

د چین ولسمشر وایي، په افغانستان کې به د سولې او ثبات په خاطر د دغه هېواد له ګاونډیو هېوادونو سره همکاري او همغږي زیاته کړي.

د چین په شانګسي ښار کې د دوه ورځنۍ سرمشریزې په پای کې د جمعې په ورځ د چین ولسمشر وویل چې هېواد یې غواړي له منځنۍ اسیا سره په ګډه داسې هڅې وکړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات سبب شي او هلته د رغونې چارې ترسره شي.

شي جین پینګ دې غونډې ته چې په‌کې د منځۍ اسیا پنځه ولسمشرانو برخه اخیستې وه وویل: "چین چمتو دی چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره همکاري وکړي چې دا هېوادونه د قانون د پلي کېدو لپاره نور ظرفیت پيدا کړي، خپل امنیت په خپله ونیسي او خپله دفاع په خپله وکړي. همدا راز د دې هېوادو د خپلواکۍ او په سیمه کې د امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې ملاتړ کوي. په هره برخه کې د سایبري امنیت په شمول همکارۍ ته چمتو دی. موږ به د افغانستان د ګاونډیانو ترمنځ د یوه ګډ میکانېزم د رامنځته کېدو لپاره کار وکړو او په مشترک ډول به د افغانستان د سولې او رغونې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو."

د چین په شانګسي ښار کې د دوه ورځنۍ سرمشریزې یو انځور
د چین په شانګسي ښار کې د دوه ورځنۍ سرمشریزې یو انځور

چین په افغانستان کې د جمهوري نظام پر وخت هم له پانګونې سره لېوالتیا ښکاره کړې وه او په تېرو څه باندې یو ویشت میاشتو کې چې طالبان واکمنان دي بیا یې هم په دې برخه کې لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د شانګسي د غونډې په وروستۍ ورځ چې د یو کمربند یوې لار د پروژې پر پیاوړتیا خبرې کېدې د چین، قزاقستان، قرغزستان، ازبیکستان، تاجکستان او ترکمنستان ولسمشرانو موافقه وکړه چې تجارت به وسیع کوي او د اوسپنې له لارې، د موټر له لارې او د هوا له لارې به خپل اړیکې پراخوي.

دې مشرانو همدا راز هر راز ترهګریز فعالیتونه او بېلتون غوښتونکي هڅې وغندلې او ژمنه یې وکړه چې له نړیوالې ټولنې سره به یو ځای د افغانستان د بیا رغونې لپاره کار کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG