د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو په اړه انلاین نقشه چمتو شوې


د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور، ارشیف
د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور، ارشیف

یوې برتانوي موسسې د افغان ویټنس پروجیکټ یا افغان شاهد په نوم پرون پنجشنبې یوه انلاین نقشه خپره کړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو تایید شوې سرغړونې مستندوي.

دا انلاین نقشه، چې د امریکا له غیرانتفاعي سي ۴ اې ډي ایس موسسې سره په شریکه جوړه شوې، د بشري حقونو د سرغړونو او نورو پېښو معلومات وړاندې کوي لکه د پېښې نېټه او څرنګوالی او یا هم د سرغړونې د عامل او قرباني نوم.

دا نقشه خبریالانو، څېړونکو، پالیسي جوړوونکو او عامو خلکو ته لار هواروي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د اندازې په اړه څرګند تصور ولري.

په نقشه کې یو زرو ۳۰۰ معلوماتي ټکي یا ډیتا پواینټونه ثبت شوي چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۷ وروسته شوي دي.

په دې نقشه کې همداراز د ملکیانو، ژورنالېستانو او قومي لږکیو د ورځنیو حقونو د سرغړونو او همداراز د ښځو د حقونو د خلاف ورزیو، اعتراضي خوځښتونو او د ترهګرو د حملو په اړه معلومات په مستند ډول وړاندې شوي دي.

دا نقشه په منظم ډول تازه یا اپډېټ کېږي او اوس ۴۵۰ تصویري سندونه، چې په هغو کې پر ملکیانو حملې، ۳۵۰ اعتراضي تصویري سندونه او پر شیعه او هزاره اقلیتونو څه باندې ۱۰۰ حملې شاملې دي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو سره د طالب وسله والو د چلند انځور - December 28, 2021
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو سره د طالب وسله والو د چلند انځور - December 28, 2021

که څه هم افغان شاهد هره ورځ د افغانستان پېښې څاري، خو یوازې هغه معلومات په‌کې شاملېږي چې پوره کره او تایید شوي وي.

نو په دې اساس ویل کېدای شي، هغه معلومات چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه په دې نقشه کې موندل کېدای شي، په سمندر کې له څاڅکي سره پرتله کېدای شي.

د دې نقشې مسوولان وايي، دوی د معلوماتو په خپرولو کې له خورا احتیاطه کار اخلي ځکه چې که ناتایید شوي معلومات خپاره کړي، د دوی پر باوري معلوماتو هم د خلکو اعتماد له منځه ځي.

د افغان شاهد مسوول ډیویډ ازبورن وايي، دا معلومات په دې هیله ثبتوي چې یوه ورځ به د محاسبې میکانېزم سبب شي چې د قضیو عاملان عدالت ته راکاږل شي.

په وروستیو میاشتو کې د افغان شاهد ټیم له افغان موسسو سره کار کوي چې د شفافو او کره تحقیقاتو لپاره د دوی وړتیا زیاته کړي.

د افغان شاهد په انلاین نقشه کې نږدې ۴۵۰ ویډیوګانې هم شته چې پر ملکیانو حملې ښيي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG