د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

له دې وروسته په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو د حملو حکم بایډن تاییدوي


ارشیف: د افغانستان په ننګرهار کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې انځور
ارشیف: د افغانستان په ننګرهار کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې انځور

د امریکا ولسمشر جوبایډن له بې پیلوټه الوتکو څخه د کار اخیستلو په اړه یو نوی دستور ورکړی دی.

له جګړه ییزې ساحې بهر د وسلو لرونکو بې پیلوټه الوتکو د کارولو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د نوي دستور په اساس له دې وروسته په افغانستان کې د دې الوتکو د حملو حکم به په خپله ولسمشر تاییدوي.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن
د امریکا د ولسمشر جوبایډن

د امریکا پوځ ویلي دي چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري یې د روان کال په اګست میاشت کې د همدې ډول الوتکو په برید کې وواژه، خو دا پرېکړه به له دې وروسته د امریکا د بې پیلوټه الوتکو پر عملیاتو کوم اغېز ولري؟

د پوځي چارو شنونکی احمدخان اندړ په دې اړه آزادۍ راډیو ته وویل: "دا یوه ډېر ښه نظر دی ځکه هم نړیوال تشویشونه کم شي د امریکا په اړه او هم به د افغانانو تشویش رفع شي خو د افغانستان اسلامي امارت ته په کار ده چې د تروریزم پرضد رښتیني ګامونه واخلي او پرې نه ږدي چې د تروریستانو ډلې په افغانستان کې ځالې وکړي. او که نه وي امریکا کولای شي چې خپل نظر بدل کړي او بیا به د بې پیلوټه الوتکو د راتلونکو حملو مسوولیت نه یوازې د اسلامي امارت په غاړه وي بلکې دا به یوې نوې جګړې ته لاره اواره کړی."

ولسمشر بایډن د جګړې له سیمو بهر د وسلو لرونکو بې پیلوټه الوتکو د کارولو دستور په دې وروستیو کې رسما صادر کړ.

دا تګلاره د تروریزم پرضد په مبارزه کې د امریکا د نوې ستراتیژۍ یوه برخه ده چې د بې پیلوټه الوتکو کارول محدودي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي.

اسوشیتیدپریس خبري آژانس د بایډن د ادارې د یوه جګپوړي چارواکي له قوله چې نه غواړي نوم یې افشا شي خبر ورکړی چې د نوې تګلارې له مخې مخکې له دې چې یو مشکوک تروریست د احتمالي خونړيو اقداماتو او له هغې ډلې د بې پیلوټه الوتکو د ځانګړو عملیاتو په فهرست کې شامل شي باید د متحدوایالتونو د ولسمشر تایید واخیستل شي.

د عکس ښي لور ته بارک اوباما او چپ لور ته د ډونالډ ټرمپ
د عکس ښي لور ته بارک اوباما او چپ لور ته د ډونالډ ټرمپ

دا پرېکړه د امریکا سیاست یوځل بیا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ د دورې وروستیو ورځو ته ورګرځوي او په دې برخه کې د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ آسانه قوانین لغو کوي.

د ټرمپ ادارې د ټیټې کچې چارواکو ته اجازه ورکوله چې د خونړیو عملیاتو پرمهال د عمل پراخه آزادي ولري.

د اسوشیتیدپریس راپور د امریکايي چارواکو په حواله زیاتوي چې دا نوی دستور وروسته له هغه صادر شو چې امریکايي ځواکونو د اسلامي دولت ډلې یا داعش درې جګپوړي چارواکي د سوریې په دوو سیمو کې چې یوه یې د سوریې د رژیم په ولکه کې ده په دوو جلا حملو کې ووژل.

خو دې ته په پام سره چې سوریه د امریکا لپاره جګړه ییزه سیمه بلل کېږي، نو هلته د بې پیلوټه الوتکو عملیات د ولسمشر تایید ته اړتیا نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG