د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي په افغانستان کې داعش یا د اسلامي دولت نومې ډلې د وسلهوالو د شمېر په زیاتوالي اندېښنه څرګندوي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي که څه هم په افغانستان کې د داعش یا د اسلامي دولت د وسلهوالو د شمېر په اړه معلومات نهلري، خو د دغې ډلې د فعالیتونو په پراخوالي اندېښنه ښکاره کوي.
د دغه کمېسیون غړي ښایسته باز ناصري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۷» ازادي راډیو ته وویل، د داعش وسلهوالو جګړهییزو فعالیتونو د افغانستان په امنیتي وضعیت ناوړه اغېز کړی.
دی وايي:
"د داعش ډلې زیاتوالی د افغانستان په امنیتي وضعیت ناوړه اغېز کوي، داعش په افغانستان سربېره د سیمې په کچه ستونزې پیدا کوي، خو د داعش د فعالیتونو ډېری قربانیان افغانان دي."
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې استازي ویلي چې په افغانستان کې د دغې ډلې د وسلهوالو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
واسیلي نبنزیا د امنیت شورا د دوشنبې ورځې غونډې ته ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به دغه شمېره ۱۰ زره جنګیالیو ته ورسېږي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې پهدې اړه د افغانستان د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او همدا شان د ملي امنیت شورا نظر واخلي، خو هرې امنیتي ادارې د خبرو او نظر څرګندولو مسؤلیت یو بل ته راجع کړ.
خو افغان ولسمشر څه موده وړاندې په ازبکستان کې ویلي و چې په افغانستان کې د داعش وسلهوالو شمېر له دوه زرو ډېر نهدی چې په خبرهیې ډېری يې ځپل شوي دي.
داعش یا اسلامي دولت وسلهوالې ډلې شااوخوا درې کاله وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې سر راپورته کړ او دا مهال له ختیځو ولایتونو سربېره په یو شمېر شمالي ولایتونو کې هم فعالیتونه لري.
د پوځي چارو افغان کارپوهان بیا وايي، هغه اقدامات چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د داعش په وړاندې کړي، ګټور نهوو.
له ډلې يې باري عارض ازادي راډيو ته وویل، له فشار سره سره بیا هم د داعش فعالیتونه د افغانستان نورو ولایتونو ته پراخېږي.
ښاغلی عارض زیاتوي:
"که څه هم دولت د داعش په وړاندې ځواکمن عملیاتونه ترسره کړي، حتی امریکا په اچین کې په داعش د بمونو د مور په نوم غیر هستوي بم وغورځاوو، خو څه ډول چې لازم وو هسې پایلې يې نهدرلودې، داعش ورځ تر بلې په افغانستان کې پراختیا پیدا کوي او نورو ولایتونو تهیې فعالیتونه پراخېږي."
ښاغلی عارض زیاتوي، د داعش د فعالیتونو د مخنیوي لپاره مهمه ده چې له طالبانو سره سوله وشي، کهنه په خبرهیې څومره چې په افغانستان کې ناامنۍ زیاتېږي هومره ورسره د داعش فعالیتونه پراخېږي او جګړهییز تاکتیکونهیې نوې بڼه غوره کوي.
راپور: رحمتالله افغان