د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

مجروح: د کابل ښار په دشت برچي کې انتحاري حملو16تنه وژلي87 نور ټپيان شوي


پخواني معلومات

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي د کابل ښار دشت برچي سيمې انتحاري حملو کې 16 تنه وژل شوي او 87 نور ټپيان شوي دي

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح وا يي چې د پېښې ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي چې د ځينو وضعيت د اندېښنې وړ دى

لومړۍ انتحاري حمله نن ماښام شااوخوا شپږ بجې په ورزشي کلب کې شوې دوهمه هغه يې تر لومړۍ حملې وروسته شوې

په دوهمه انتحاري حمله کې چې ويل کېږي موټر بم حمله وه د طلوع ټلوېزيون دوه خبريالان هم وژل شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وایي، تر اوسه د کابل د پېښې په تړاو څلور مړي او لږ تر لږه اتلس ټپیان روغتونونه ته وړل شوي دي.

نن ماښام د کابل په شپږمه ناحیه کې د قلعه ناظر په سیمه کې ځانمرګی برید شوی دی.
راپورونه وایي، دغه برید په یوه سپورټي کلپ کې دننه داسې مهال شوی چې لوبه روانه وه او ډېری کسان یې لیدو ته ورغلي وو.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.

تر دې وړاندې په یاده سیمه کې د اکثرو بریدونو مسؤلیت داعش وسله والو اخیستی دی.

پخواني معلومات

د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د قلعه ناظر په سیمه کې انتحاري حمله شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې یاده انتحاري حمله مرګ ژوبله لري خو د کره معلوماتو په اړه یې څه ونه ویل.

پر خواله رسنیو په سیمه کې یو شمېر عیني شاهدانو ویلي چې دغه انتحاري حمله د پهلوانۍ په یوه کلپ کې شوې ده.

تر دامهاله ددغه انتحاري حملي مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې په یاده سیمه کې د اکثرو انتحاري حملو مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG