د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

د کابل شیعه مسلمانان: د محرم په را رسېدو د خپلو مذهبي مراسمو امنیت ته اندیښمن یو


که څه هم د محرم میاشتې ته ورځې ډېرې پاتي، خو د کابل ښار یو شمېر شیعه مسلمانان د ناامنیو له وجې د خپلو مراسمو ترسره کولو ته په اندېښنه کې دي.

دوی وايي، په کابل کې د تېرو کلونو پېښو او د داعش ډلې ګواښونو ته په پام سره باید امنیتي بنسټونه د دوی د راټولېدو د مرکزونو او تکیه‎خانو لپاره جدي امنیتي تدابیر ونیسي.

د کابل ښار اوسېدونکی واحد افشار د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۸» ازادي راډیو ته وايي:

"د محرم د میاشتې په اړه د افغانانو او په ځانګړې توکه د شیعه مسلمانانو اندېښنې د امنیت له اړخه دي. موږ له حکومته غوښتنه کوو چې په‎دغه میاشت کې جدي تدابیر ونیسي څو خدای مه‌کړه، بدې پېښې رامنځته نه‎شي."

د کابل ښار یو بل شیعه مذهبي اوسېدونکی سلیمان بیا ازادي راډیو ته وویل چې دوی له همدا اوسه د محرم میاشتې په مناسبت خپل مراسم پیل کړي دي.

د ښاغلي سلیمان په خبره د افغانستان دښمنان به هېڅکله په افغانستان کې د مذهبي شخړو پر رامنځته کېدو بریالي نه‎شي، خو حکومت باید د ټولو افغانانو امنیت خوندي کړي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو کلونو کې په کابل کې د محرم په میاشت کې د شیعه‎ګانو پر عبادت ځایونو او تکیه‌خانو په بېلابېلو بریدونو کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د محرم میاشت د اسلامي کالیزې لومړۍ میاشت ده چې د اسلامي ارشاداتو له مخې په دغه میاشت کې د جګړې په نه‌کولو ټینګار شوی دی.

همداراز د محرم د میاشتې په ۱۰مه نېټه د حضرت محمد «ص» لمسی حضرت حسین «رض» له یو شمېر نورو یارانو سره د عراق د کربلا په دښته کې د یزید د لښکرو له‎خوا شهیدان شول.

له هماغې ورځې د شهیدانو د یاد د ژوندي ساتلو په هدف دغه ورځ د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د شیعه مسلمانو له‎خوا په ځانګړو مراسمو سره لماځل کېږي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې د محرم میاشتې په رارسېدو سره په ټول افغانستان کې جدي امنیتي تدابیر په پام کې دي.

نجیب دانش
نجیب دانش

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش وايي:

"د داسې ځانګړو ورځو لپاره موږ خپل امنیتي تدابیر او پلان په کابل او ولایتونو کې لرو چې په عملي کېدو به‌یې ان‌شاءالله کومه پېښه رامنځته نه‎شي."

په ورته وخت کې د امنیتي چارو کارپوه فقیر محمد فقیر بیا وايي چې د افغانانو او په ځانګړي ډول د شیعه مسلمانانو چې د محرم په میاشت کې مذهبي مراسم لري د امنیت خوندیتوب د حکومت مسؤلیت دی او سر له اوسه باید ورته تدابیر ونیسي.

راپور: حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG