د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

د ولایتي شورا ځیني غړي: داعشیانو ننګرهار په قصابۍ بدل کړی


د ننګرهار د ولایتي شورا یو شمېر غړي په دې ولایت کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د فعالیت او د دغې ډلې له لوري د خلکو په منځ کې د رامنځته شوي وحشت په اړه اندېښنه لري.

وروسته له هغې چې د زابل د ولایتي شورا رئیس په نوموړي ولایت کې د داعش جنګیالیو د پراخو فعالیتونو په اړه اندېښنه ښکاره کړه، اوس د ننګرهار د ولایتي شورا غړي هم وايي چې د نوموي ولایت خلک د داعش تر سختو فشارونو لاندې دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي سهراب قادري د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې محصلین پوهنتونونو ته له ورتګه پاتې دي او د داعش یا اسلامي دولت د جنګیالیو له وېرې د دغه ولایت د چارواکو کورونه په دولتي ادارو بدل شوي او په کې رسمي کارونه کوي.

نوموړی وایي:

"داعش چې هر څه وغواړي، کولای يې شي، ننګرهار په قصابۍ بدل شوی، هره ورځ انفجار او انتحار، محصلین پوهنتون ته نه شي تللی، دولتي مامورین د امنیت احساس نه شي کولای او یو شمېر رئیسان په خپلو کورونو کې د مراجعینو عریضې امضا کوي او خپلو دفترونو ته نه شي تللی."

د ده په خبره، په جلال اباد ښار کې داعش ډله د خپل ځان په ګټه تبلیغات کوي او د هسکې مېنې او اچین ولسوالۍ په بشپړ ډول د دې ډلې په واک کې دي.

د ننګرهار والي حیات الله حیات که څه هم په دې ولایت کې د داعش ډلې فعالیتونه د اندېښنې وړ ګڼي، خو وايي چې دولتي مامورین په عادي شکل خپل کارونه کوي.

د ده په خبره، په هسکه مېنه او نازیانو ولسوالیو کې د اعش مرکزونه له منځه وړل شوي او په تېره یوه اوونۍ کې د دې ډلې ۲۱۷ تنه وژل شوي او ۱۱۷ نور يې ژوندي نیول شوي دي.

حیات الله حیات
حیات الله حیات

نوموړي وویل:

"په دې کې شک نشته چې د نورو ولایتونو په پرتله په ننګرهار کې د داعش فعالیتونه زیات دي او تر یوې اندازې د اندېښنې وړ دي، خو ښوونځي اوس مهال د اوړي رخصتۍ کوي او د امنیتي ستونزو له امله نه دي تړل شوي او دولتي مارمورین په عادي ډول خپلو دندو ته ځي."

د داعش د فعالیتونو په اړه په ننګرهار کې دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تازه د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حق بیان ویلي چې په دغه ولایت کې د داعش فعالیتونه روان دي او حکومت یې د له منځه وړلو لپاره جدي نه دی.

د نوموړي په وینا، تازه داعش ډلې په پاکستان کې کسان تنظیم کړي او نورو ولایتونو ته یې هم لېږي او د دې تر څنګ یې خپل د جلب او جذب بهیر هم تېز کړی دی.

حق بیان ویلي، داعش ډلې په دغه ولایت کې پوځي مرکزونه جوړ کړي او په دې اړه تصویرونه هم ورسره موجود دي.

عطا جان حق بیان دا هم ویلي چې د زابل په درېو ولسوالیو کې د داعش شااوخوا ۳۰۰ کورنۍ ځای پرځای شوي او له همدې ځایه د افغانستان شمال ته جنګیالي لېږي.

د ښاغلي حق بیان په خبره، داعش جنګیالي په روسي، عربي او ځینو نورو ژبو خبرې کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي چې په ننګرهار او زابل کې به داعشیانو ته اجازه ورنه کړي چې خلک له ستونزو سره مخ کړي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

​دی وایي:

"په هېڅ ځای کې به ترورېستي ډلو ته فرصت ورنه کړو چې خلک له ستونزو سره مخ کړي، په ځانګړي ډول په هغو ځایونو کې چې داعش ځالې لري، دا که په زابل، ننګرهار کې او یا بل هر ځای کې وي."

په ورته وخت کې د امنیتي چارو افغان کارپوهان له دې ډلې زلمی وردګ ټینګار کوي چې د داعشیانو پر وړاندې دې هوايي او ځمکني عملیات دوه برابره شي او دغه شان دې د دغې ډلې پر وړاندې په جنګي کړنلارې له سره غور وشي.

راپور: حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG