د زابل د ولایتي شورا مسؤلين وايي، له تېرو دوو کلنو راهیسې د دغه ولایت په ځينو ولسواليو کې د داعش فعالیتونه روان دي، خو حکومت يې په اړه تر اوسه اقدام نه دی کړی.
د زابل د ولایتي شورا مشر عطاجان حق بیان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې داعش وسله وال که څه هم په خاک افغان او نوبهار ولسوالیو کې له ډېرو پر مختللو جنګي وسایلو او مالي اسانتیاوو برخمن دي، خو د بېلې پالیسۍ له مخې یې یوازې دفاعي حالت غوره کړی.
هغه وایي، دلته د داعش مهم قوماندانان له پاکستان څخه تازه را وړل کېدونکې جنګیالي تنظیموي، نورو ولایتونو ته يې استوي او د دې ترڅنګ د جلب او جذب په برخه کې زیات فعالیتونه لري.
نوموړي زیاته کړه:
"دوی نظامي قرارګاوي جوړ کړي چي ډېر مخفي دي څوک ورپرېږدي هم نه خو فقط د سیمي خلکو چي د ټلیفون په واسطه عکاسي کړې او موږ ته يې راوړي دوی په روسي ژبه هم ږغېږي په عربي ژبه هم ږغېږي او په نورو مختلیفو ژبو."
د زابل د ولایتي شورا رئیس زیاتوي چې دا مهال د زابل په درېیو ولسواليو کې د داعش ۳۰۰کورنۍ مېشتې دي چې له همدې ځایه ګڼ شمېر داعش جنګیالي د هېواد شمالي ولایتونو ته هم لېږل کېږي.
په عین وخت کې د زابل د ولايتي شورا منشي اسدالله کاکړ د سیمي د اوسېدونکو له خولې وايي چې داعشیانو له خلکو کورونه په لوړه کرایه اخیستي، بیا يې خپلې نظامي قرارګاوي او روزنیز مرکزونه پکې جوړ کړي.
د کاکړ په خبره راغلې وسله وال زیاتره په عربي، اردو او روسي ژبو خبرې کوي، خو مرستندویان او لار ښوونکې يې د سیمې اوسېدونکې دي.
د زابل نوی امنیه قوماندان چې تازه دغه ولایت ته راغلی د زابل د ولایتي شورا د غړو د څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د دغه ولایت پخواني امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزي ازادي راډیو ته ویلي وه چې د زابل په خاک افغان، ارغنداب، شملزو او دايچوپان ولسوالیو په لرو پرتو غرنیو سیمو کې داعش وسله والو چي زیات برخه يې بهرنیان دي روزنیز مرکزونه جوړ کړي او په دغه مرکزونو کې نوو ځوانانو ته جنګي روزنه ورکوي.
راپور : صادق رښتینی