د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

وزیري: ۵ ولایتونو کې د داعش تحرکات شته خو فعالیتونه یې ندي پراخ شوي


د افغانستان دفاع وزارت په دې هېواد کې د داعش ډلې فعالیتونه مني، خو له ننګرهار، فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو پرته نورو ولایتونو ته د دغې ډلې د پراخېدو خبره ردوي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او په فعالیتونو او حرکاتو کې یې د پام وړ کموالی راغلی دی.

وزیري: کونړ کې داعش جلب و حذب کوي او ننګرهار، فاریاب، سرپل، جوزجان کې یې تحرکات شته
وزیري: کونړ کې داعش جلب و حذب کوي او ننګرهار، فاریاب، سرپل، جوزجان کې یې تحرکات شته

نوموړی وايي:

"د داعش تحرکات موږ تائیدوو، خو په حرکاتو کې زیاتوالی نه‎دی راغلی، بلکې فعالیتونه یې کم شوي، ځکه دوی په افغانستان کې زیات ځپل شوي دي، په خوا یې په هلمند، ارزګان، فراه، زابل، ننګرهار او کونړ کې فعالیتونه درلودل چې وټکول شول، اوس په کونړ کې جلب او حذب کوي، په ننګرهار، فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې یې تحرکات شته، د افغانستان په نورو ولایتونو کې تحرکات نشته."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هغمږۍ دفتر په یوه تازه راپور کې ویلي چې داعش تېر میلادي کال یوازې په ننګرهار ولایت کې فعالیت درلود، خو روان کال یې فعالیتونه او تحرکات د افغانستان ۷ ولایتونو ته پراخ شوي دي.

خو په راپور کې نه‎دي ویل شوي چې دغه ډله اوس مهال د افغانستان په کومو ولایتونو کې فعالیت لري.

د ملګرو ملتونو په راپور کې همدا شان راغلي چې په افغانستان کې د داعش او وسله‎والو طالبانو حملې دوه چنده شوي دي.

دفاع وزارت که څه هم دغه راپورونه نه رد او نه هم تائیدوي، خو وايي چې په افغانستان کې به د داعش ډلې د پراخېدو مخه ونیسي.

امریکا پر داعش د حملو په لړ کې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د دې ډلې په مرکزونو ستر غیر هستوي بم استعمال کړ چې د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د دغې ډلې شاوخوا سل تنه غړي په‎کې ووژل شول.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې، د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ننګرهار، کونړ او د یو شمېر شمالي ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې ۱۱۷۱ وسله‎‌وال وژل شوي ۷۴ ټپیان او ۱۲ نور نیول شوي دي.

د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور تائیدوي.

د پوځي چارو کارپوه باري عارض ازادي راډیو ته وویل، دغه ډله ورځ تر بلې په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده.

نوموړی وايي:

"له دغه هېڅ انکار نه‎شي کېدای د داعش کوم بهیر چې روان دی دغه په ننګرهار ولایت پورې محدود نه‎دی، بلکې نورو ولایتونو ته یې سرایت کړی، له ارزیابي سره سم ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی."

د پوځي چارو کارپوه باري عارض
د پوځي چارو کارپوه باري عارض

ښاغلی عارض زیاتوي افغان او بهرني ځواکونه دې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه کره استخباراتي معلومات راټول او له دقیقي ارزیابۍ وروسته دې د دغې ډلې پر وړاندې لا جدي اقدامات وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG