د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

دفاع وزارت: د افغان ځواکونو تهاجمي حملو د طالبانو منصوري عملیات ناکام کړل


دوبی په څو ورځو کې ختمېږي، خو د افغانستان دفاع وزارت وزارت وايي چې وسله وال طالبانو د منصوري عملیاتو په ترڅ کې کوم مهم پوځي پرمختګ ونه کړ.

د افغانستان دفاع وزارت وزارت وايي چې د وقایوي عملیاتو په وسیله یې طالبان او د نورو ډلو وسله وال وځپل او هغو یې دې ته پرې نښودل چې خپل پلانونه عملي کړي.

وسله والو طالبانو سږکال د پسرلي له پیل سره سم د منصوري په نوم د عملیاتو پیل اعلان کړل او غوښتل یې چې په ټول هېواد کې د خپل نفوذ قلمرو پراخ کړي.

خو د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه په ټول هېواد کې په تعرضي حالت کې دي.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"د اوړي په موسم کې د مخالفینو فشار زیات و او د دوی عملیات هم زیات وو، خو زموږ د تعرضي او تهاجمي عملیاتو او د هوايي ضربو په نتیجه کې دښمن ته ډېر تلفات اوښتي دي او د همدې پر اساس په جګړو کې اوس کموالی راغلی او فشار کم شوی دی، په ټولو ساحو کې موږ په تعرض کې یو او هرچیرته چې دښمن وینو برید پرې کوو."

په روانه اوونۍ کې د افغانستان او پاکستان پوځي چارواکو په داسې حال کې چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت چارواکي هم حاضر وو، په کابل کې د دفاع وزارت په ودانۍ کې غونډه وکړه.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې په یوه بیان کې ویلي دي چې په دې غونډه کې درې واړو اړخونو ژمنه وکړه چې په سیمه کې به داعش ډله له منځ وړي.

بیان د غونډې د ګډونوالو په حواله زیاتوي چې داعش ډله د معلوماتو د شریکولو، ګډو هڅو او پراخو همکاریو له لارې له منځه تللی شي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال وزیري وايي چې په دې غونډه کې نه یوازې د داعش بلکې د ټولو تروریستي ډلو پرضد د عملیاتو ژمنه وشوه:

"زموږ لپاره دوی فرق نه لري، که داعش دی، که القاعده دی او که نورې تروریستي ډلې دي، هرڅوک چې په افغانستان کې ناامني جوړوي هغوی زموږ لپاره تروریستان دي او پرضد به یې عملیات کوو- منجمله داعش."

ژمی په تیرو شپاړسو کلونو کې عموما د نسبي آرامۍ موسم وي او وسله وال مخالفین په پسرلي او دوبي کې خپلو حملو ته زور ورکوي.

څارونکي وايي، وسله وال طالبان په ژمي کې په پاکستان کې خپلو مرکزونو ته ځي او د بل کال د حملو لپاره ځان تیاروي خو دفاع وزارت وايي چې طالبان د روحیې له پلوه کمزوري شوي او نور نو د پخوا په څیر د لویو حملو توان نه لري.

XS
SM
MD
LG