د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

ملیټري: امریکا په اګست کې د وسله والو پرضد تر۵۰۰سوه ډوله زیاته وسله کارولې


ملیټري خپرونې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د هلو ځلو زیاتېدو ته په خپل خپاره کړي مطلب کې اشاره کړې ده.

دغه خپرونه لیکي چې د اګست په میاشت کې امریکایي ځواکونو د طالبانو، القاعده او داعش پرضد تر پنځه سوه ډوله زیاته وسله کارولې ده.

د خپرونې په باور له ۲۰۱۲ کال راپه دې خوا دا تر بل هر وخت د افغانستان په جګړه کې د امریکایي ځواکونو د پراخ ګډون څرګندونه کوي.

اګست هغه میاشت ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د دفاع وزیر جیمز متېس په ګډون یو شمېر جګپوړیو امریکایي پوځي چارواکو د افغانستان لپاره پر نوې ستراتیژۍ خبرې وکړې او اعلان یې کړه.

«ایف ۱۶ فالکون« جنګي الوتکو او «ایم کیو-۹- ریپر» بې پیلوټه الوتکو روان میلادي کال تر دوه زره ډیر بمونه په افغانستان کې غورځولي دي.

د ملیټري خپرونې په وینا دا د تېر ټول کال دوه برابره حملې دي چې ترسره شوې دي.

خپرونه بیا د امریکا د هوایي ځواکونو د لوی درستیز ډیویډ ګولډفین په وینا خبر ورکوي چې وایي، موږ د ستراتیژي د بشپړ پلان د پلي کېدو لپاره هلې ځلې کوو.

د امریکا د نوې ستراتیژۍ له مخې ټاکل شوې ده چې په زرګونو نور امریکایي پوځیان افغانستان ته ولاړ شي.

انلاین میل:

د لوېدیځ یوې بلې خپرونې بیا افغانستان ته د پوځیانو نه، د کډوالو د بېرته په زور ستنېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

انلاین میل خپرونې په خپله تازه ګڼه کې د کابل د ټانکر بم تر خونړي برید راوروسته چې د غبرګولې په میاشت کې وشو، له جرمني کابل ته د افغان کډوالو د لومړۍ ډلې د استولو مسئله څېړلې ده.

د خپرونې په باور، جرمني څو میاشتې له خپلې خاورې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته لېږلو بهیر ځڼدولی و خو اوس یې بیرته شروع کړ او د چهارشنبې په ورځ یې اته افغانان له خپلې خاورې وایستل.

د میل انلاین په وینا دغه شپږ تنه هغه افغانان دي چې پناه یې نه ده منل شوې او د ډسمبر د میاشتې د تړون له مخې چې افغانستان له اروپایي ټولنې سره لاسلیک کړی و، له جرمني ایستل کېږي.

دا شپږ کسان چې کله په کابل کې د حامد کرزي پر هوایي ډګر ښکته شول، پولیس ورسره شول او د موټرو تر تم ځای پورې ورسره وو.

افغان پولیسو د دوی نومونه هم ثبت کړل.

له څو تنو سره یې بکسونه و او ځیني یې خالي لاس افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دوی په ډله کې یو هم محمد جمشیدي نومېږي، ده فرانس پرېس اژانس ته ویلي دي چې جرمني چارواکو ورته ویلي دي چې په هېواد کې دې ستونزه نه شته کولی شئ چې هلته ژوند وکړي.

د دې ډلې یو بل تن رضا رضایي بیا وایي چې وروسته تر دې له جرمني وایستل شو چې مېرمنې یې پولیسو ته شکایت وکړ چې ده وهلې ده.

رضایي وایي ده یو شاهد هم درلود چې بېګناهي یې ثابته کړی، خو اروپایان یوازې د ښځو درواغو ته غوږ نیسي.

XS
SM
MD
LG