د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

ګارډین: په انتحاري بریدونو کې افغان خبریالان هم قربانۍ ورکوي


  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز لیکي: دواړو مرګونو بریدونو وښوده چې داعش ډله د کابل په لویدیځ کې په ملکیانو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

ورځپاڼه د دشت برچي په سیمه کې د میوند د پهلوانۍ په کلب کې د لومړني برید د یواځیني عیني شاهد په حواله لیکي چې په څو ثانیو کې د غیږنیونې میدان په یوه ویرجن ځای بدل شو او پهلوانان په خاورو او وینو کې لت پت پراته و.

عیني شاهد: په څو ثانیو کې د غیږنیونې میدان په یوه ویرجن ځای بدل شو او پهلوانان په خاورو او وینو کې لت پت پراته و
عیني شاهد: په څو ثانیو کې د غیږنیونې میدان په یوه ویرجن ځای بدل شو او پهلوانان په خاورو او وینو کې لت پت پراته و

نیویارک ټایمز همداراز لیکلي چې طالبان په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی کوي خو ورځپاڼه لیکي چې له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې داعش ډلې جنګ لاپسې پیچلی کړی دی.

  • ګارډین ورځپاڼه

د بریټانیا ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې په شیعه میشتو سیمو کې د داسې بریدونو تر شا تل د داعش ډلې لاس وي.

ورځپاڼې د پېښې د عیني شاهدانو په حواله لیکلي چې انتحاري بریدګر لومړی د میوند پهلوانۍ کلب ساتونکي په ډزو ووژل او وروسته یې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد وچول.

انتحاري بریدګر لومړی د میوند پهلوانۍ کلب ساتونکي په ډزو ووژل او وروسته یې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد وچول
انتحاري بریدګر لومړی د میوند پهلوانۍ کلب ساتونکي په ډزو ووژل او وروسته یې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد وچول

د ګارډین په لیکنه په ورته بریدونو کې خبریالان هم قربانۍ ورکوي.

د طلوع نیوز دوه خبریالان په وژل شویو کې شامل دي.

د کابل په پرونۍ بریدونو کې چې یو په بل پسې د میوند په پهلوانۍ کلب کې وشول ۲۶ کسان وژل شوي او څه باندې نوي تنه نور ټپیان دي.

وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې په کابل کې د چهارشنبې د ماښام بریدونو د فرقه يي شخړو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

وال ستریت ژورنال: په دشت برچي کې بریدونه شیعه ګانو ته وښوده چې په سیمه کې یې هیڅ ځای امن نه دی

که څه هم افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې د فرقه يي شخړو د رامنځته کولو لپاره د ترهګرو هڅې ناکامې دي خو ګارډین لیکي چې په دشت برچي کې بریدونه شیعه ګانو ته وښوده چې په سیمه کې یې هیڅ ځای امن نه دی.

د وال سټریټ ژورنال په لیکنه طالبانو او داعش ډلې په تېره یوه اوونۍ کې په افغانستان کې څه باندې درې سوه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

  • د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټه

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې هم په کابل کې د چهارشنبې د بریدونو په نتیجه کې د خبریالانو وژل کېدو ته په اشارې لیکلي چې افغان خبریالان له سخت ګواښ سره مخ دي.

د دې کمېټې د اسیايي پروګرامونو همغږي کوونکي سټیفن بوتلر په پرونیو بریدونو کې د طلوع نیوز د خبریال صمیم فرامرز او کمره مین رامز احمدي وژل کېدو ته په اشارې لیکلي چې افغان خبریالانو د ترهګریزو بریدونو د پوښښ په برخه کې له ځانه ډېره مېړانه ښودلې ده.

د کال له پیله تر اوسه د رسنیو څه باندې لس کارکوونکي د کار په وخت وژل شوي دي
د کال له پیله تر اوسه د رسنیو څه باندې لس کارکوونکي د کار په وخت وژل شوي دي

صمیم فرامرز او کمره مین یې له دوو نورو خبریالانو سره په دشت برچي کې د لومړني انتحاري برید د خبري پوښښ لپاره ورغلي و چې د دویم انتحاري برید ښکار شول.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د یوې څېړنې په اساس لیکلي چې افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې خبریالانو ته تر ټولو زیات خطرناکه هېواد ثابت شوی ځکه د کال له پیله تر اوسه د رسنیو څه باندې لس کارکوونکي د کار په وخت وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG