په ولسي جرګه او ولایتي شوراګانو کې د پکتیا او بدخشان ولایتونو د خلکو استازي په دغو ولایتونو کې پر روانو ناامنیو اندېښنې ښيي.
په ولسي جرګه او ولایتي شوراګانو کې د پکتیا او بدخشان ولایتونو د خلکو استازي وايي، په دواړو ولایتونو کې د وسلهوالو مخالفینو له مخ پر زیاتېدونکو خوځښتونو ښکاري چې مخالفین د دغو ولایتونو پر مرکزونو حملو ته ځانونه چمتو کوي.
د پکتیا د ولایتي شورا منشي محمد الرحمن قادري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۶» ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونه باید د دغو ګواښونو د شنډولو لپاره مخکې له مخکې تدابیر ونیسي.
نوموړي زیاته کړه:
"د طالب وسلهوالو په نامه جنګېږي، ډېرې ستونزې د زرمت، څمکنیو، جانيخېلو او داسې نورو سیمو کې دي او دښمن غواړي چې قوي حمله ترسره کړي، خو مخکې له دې چې هغوی حمله وکړي، دولت باید وقایوي کار وکړي، د احمد ابا او زرمت له ولسوالیو دوه درې کېلو متره لیرې نهشو تللی."
ده انتقاد وکړ چې دغه ستونزهیې څو ځلې له امینتي مسؤلینو سره شریکه کړې، خو اقدام نهدی شوی.
سربېره پر پکتیا په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت ځیني استازي وايي چې دغه ولایت له څو کلونو راهیسې ناامنه دی، خو په دې وروستیو کې وسلهوالو مخالفینو هڅې تېزې کړي چې د یاد ولایت له ناامنو ولسوالیو د ولایت پر مرکز برید وکړي.
امانالله پیمان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"کوهستان ولسوالۍ همدا اوس تر فشار لاندې ده او حتی د سقوط په حال کې ده، د راغستان، جرم او درایم اکثره سیمې د هغو په لاس کې دي، دا ګواښونه له پخوا راهیسې موجود وو، خو جدي شوي، اوس دغو سیمو ته په اصطلاح د داعش او القاعده او داسې نورو ډلو د انتقال زمینې زیاتې برابرې شوي او روانې دي."
دا په داسې حال ده چې پخوا تر دې د بدخشان څو ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوي، خو امنیتي ځواکونو بېرته نیولې دي.
د پکتیا او بدخشان د نا امنیو په اړه په داسې حال کې ویل کېږي چې شااوخوا درې اوونۍ مخکې وسلهوالو طالبانو د غرني په مرکز حمله وکړه چې د پنځو ورځو لپاره پهکې جګړه روانه وه او دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د غزني د خلکو استازو هم حکومت په دې ګرم ګڼلو چې د غزني د ناسم امنیتي وضعيت په اړهیې دوی خبر کړي وو، خو امنیتي ارګانونو په وخت اقدام نهو کړی.
په ورته وخت کې د افغانستان د د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي، په پکتیا او بدخشان ولایتونو کې د وسلهوالو مخالفینو د حملو د شنډولو لپاره عملي پلانونه ترتیب شوي دي.
دی وایي:
"د دې لپاره مو لازم تدابیر نیولي، موږ د ټولې پکتیا، بدخشان او د ټول افغانستان لپاره چې کوم لازم امکانات لرو، هغه مو پیل کړي، حتی په دغو ځایونو کې هوايي بریدونه هم شوي دي."
د پوځي چارو پوه پخوانی جنرال عتیقالله امرخېل په دې نظر دی چې د خلکو او امنیتي ځواکونو د مورال ساتلو لپاره باید په ناامنو سیمو کې ځانګړې قطعې ځای پر ځای شي چې د مخالفینو خوځښتونه وڅاري او د مخنیوي لپارهیې مخکې له مخکې ګټور جنګي تاکتیکونه وکاروي.
راپور: خان محمد سیند