د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۹

افغانستان

د محرم د مراسمو لپاره لومړی درجه امنیتي تدابیر نیول شوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سږ کال محرم په داسې فضا کې لمانځل کېږي چې د افغانستان امنیتي وضعیت تغییر کړی.

د نوموړي په وینا په تېر کې جنګ تحمیل شوی و او اوس د افغانستان د خلکو د ملي یووالي پر ضد جنګ دی.

د ارګ په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د اهل تشیع عالمانو سره په لیدنه کې کړې دي او هغوی ته‌یې ویلي چې د محرم د مراسمو لپاره‌یې لومړی درجه امنیتي تدابیر نیولي دي.

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه د ولسمشر اشرف غني له خولې وايي، د دې تر څنګ چې د عاشور امنیت د پولیسو دنده ده، د ملي امنیت لومړیتوب هم ګڼل کېږي او د مراسمو د هرې برخې د امنیت ټینګښت، زموږ له لومړیتوبونو څخه دی.

ولسمشر غني شیعه دیني عالماتو ته په څرګندونو کې ویلي، کابل په څلورو امنیتي زونونو بدل شوی او د کابل لوېدیځ هم په امنیتي زون بدلېږي.

ولسمشر غني دا ډاډ په داسې حال کې ورکوي چې تر دې مخکې د کابل لوېدیځ کې د شیعه‌ګانو پر مذهبي مراسمو او نورو ولسي اهدافو پرله‌پسې ترورېستي بریدونه شوي دي.

په دې لړ کې وروستي بریدونه په دشت برچي کې د میوند پر ورزشي کلب او ورسره نږدې وشول چې ورزشکاران، نندارچیان او خبریالان‌یې قربانیان وو.

د داعش ډلې د دې بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی و.

ټاکل شوې ده چې په کابل کې د وږې په ۲۹مه نېټه د عاشورا مذهبي مراسم ترسره شي چې لا دمخه‌یې د امنیت په اړه اندېښنې موجودې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

یوناما:په افغانستان کې د جګړو قربانیان لاهم له ژورو فزیکي،رواني او اجتماعي اغیزو کړیږي

ارشیف
ارشیف

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې دڅو لسیزو د جګړو قربانیان لاهم له ژورو فزیکي ، رواني او اقتصادي ـ اجتماعي پایلو کړیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما په خپل تازه رپوت کې وايي چې دغه کسان عدالت او کافي مرستې ته لاسرسی نلري او ورته رسیدلي زیانونه هم نه دي منل شوي.

راپور کې راغلي دي چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې څه دپاسه ۴۰ زره ولسي خلک وژل شوي او ۷۷ زره نور ټپیان شوي دي.

راپور د ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې چې طالبان واک ته ستانه شول موده را نغاړي اود جګړو ۱۹۵ تنو قربانیانو او خپلوانو سره یې دمرکو په اساس جوړ شوی دی.

په راپور کې راغلي دي چې د مرکه شویو کسانو څخه ترنیمايی ډیرو کسانو عدالت ته د لاسرسي او زیانونو د جبران هڅه ځکه نه ده کړې چې اکثرو باور درلوده چې اندیښنې یې جدي نه ګڼل کیږي او یایې هم د غچ اخیستنې څخه ویره درلوده.

امیرخان متقي امریکا ته د افغانستان په کانونو کې د پانګونې وړاندیز کوي

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ، ارشیف
د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امریکا سره د اړیکو د رغولو په موخه دغه هیواد ته د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره وړاندیز کړی.

امیرخان متقي کابل کې فایننشیل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې افغانستان به په بېلابېلو برخو، لکه کانونو، زیربناوو، کرنې او سوداګرۍ کې د امریکا پانګونې ته «په بشپړه توګه» هرکلی ووایي.

متقي ورځپاڼې سره مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه ویلي: «د افغانستان او امریکا اړیکې باید د تېرو شلو کلونو جګړې له لیدلوري ونه ارزول شي، بلکې د راتلونکې همکارۍ پر بنسټ باید وکتل شي. زموږ اقتصادي سیاست پرانیستی دی.»

ورځپاڼه لیکي چې افغانستان غواړي د بندیزونو د لیرې کیدو او د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کیدو لپاره ملاتړ ترلاسه کړي ترڅو یې اقتصاد بیا پیاوړی شي.

د شویو سروې ګانو له مخې افغانستان د مسو ، وسپنې،کوبالټ ، سرو زرو او لیتیم په شمول د لږترلږه ۱ ټریلیون ډالرو په ارزښت معدني زیرمې لري چې د لسیزو جګړو له امله ترډیره نه دي استخراج شوي.

دا وړاندیز په داسې مهال کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ د پنځو کلونو په تیریدو سره هم له روسیې پرته کوم هیواد ددوی حکومت تراوسه په رسمیت نه دی پیژندلی.

 د سره صلیب نړیواله کمیټه (ICRC) : نړۍ باید افغانان یوازې پرینږدي

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې دعملیاتو مشره یاسمین پراز ډیسیموز
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې دعملیاتو مشره یاسمین پراز ډیسیموز

د سره صلیب نړیواله کمیټه (ICRC) وايي سره لدې چې افغانستان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري خو بیاهم دنړیوالې ټولنې له پاملرنې لویدلی دی.

ددغې کمیټې یوې لوړ پوړې چارواکې د دوشنبې په ورځ وویل چې نړۍ باید "افغاني ټولنې یوازې پرینږدي."

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د عملیاتو مشرې، یاسمین پراز ډېسیموز، له فرانس پرېس خبري اژانس سره په کابل کې په مرکه کې ویلي چې افغانان په داسې حال کې د ژوندي پاته کیدلو لپاره مبارزه کوي چې د پام وړ بشري اړتیاوې لري او د روغتیايي خدماتو سیستم دنړیدو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي، شاوخوا یو میلیون نور ماشومان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله په ټول افغانستان کې هغه ۱۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ درملنه یې کوله.

افغانستان هغه هیواد دی چې لا هم په ټوله نړۍ کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د پنځو سترو عملیاتو څخه یو په کې روان دي.

یاده کمېټه په افغانستان کې د ۴۶ روغتیايي او بیارغونې مرکزونو ملاتړ کوي، چې د جګړې یا ناچاودو مهماتو له امله د ټپي شویو کسانو لپاره روغتیايي خدمتونه هم وړاندې کوي.

طالبانو په هلمند کې د دوو کم‌عمره نجونو د واده مخنیوی کړی

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

هلمند کې د طالبانو چارواکي وايي په دوو جلا پېښو کې یې د کم‌عمره نجونو د واده مخه نیولې ده.

د هلمند د والي دفتر وايي، په دې وروستیو کې د ګرمسېر ولسوالۍ یوه سړي خپله شپږ کلنه لور د ۲۰۰ زره پاکستاني کلدارو په بدل کې له یوه ۶۰ کلن سړي سره واده کړې وه.

یاد دفتر د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې شپږ کلنې نجلۍ اجباري نکاح د دوی د مداخلې په پایله کې فسخه شوې ده.

دغه اداره په یوه جلا اعلامیه کې وايي چې د نادعلي ولسوالۍ یوه اته کلنه نجلۍ هم د خپلې کورنۍ له‌خوا له یوه ۸۰ کلن سړي سره واده شوې وه چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ادارې دغه نکاح هم لغوه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې (یو اېن ومن) تېر کال په یوه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او پر ښځو او نجونو د پراخو محدودیتونو او بندیزونو له لګېدو وروسته اټکل کېږي چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به د کم‌عمره نجونو د ودونو کچه ۲۵ سلنه لوړه شي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ودونو د زیاتېدو په اړه د نړیوالو سازمانونو د اندېښنو ترڅنګ، د طالبانو د «د زوجینو د تفریق اصول‌نامه» چې څه موده مخکې په رسمي جریده کې خپره شوې، په ځینو مواردو کې د ماشومانو نکاح «صحیح» بللې ده.

سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له څرنګوالي راضي نه‌وم

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وروستی قوماندان سکاټ مېلر
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وروستی قوماندان سکاټ مېلر

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وروستی قوماندان سکاټ مېلر، وايي چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د مأموریت د پای ته رسېدو له څرنګوالي راضي نه‌و.

مېلر چې د خپل مأموریت په وروستیو ورځو کې یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر مدیریت کاوه، له «اې‌بي‌سي نیوز» سره په تازه مرکه کې ویلي چې د ځواکونو د وتلو پر مهال‌یې داسې احساس کاوه چې افغان همکارانو یې دا اقدام «خیانت» باله.

هغه په دې مرکه کې چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په مناسبت ترسره شوې، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د کابل له هوايي ډګر څخه د تخلیې عملیات یوه ترخه او دردوونکې پېښه بللې او ویلي یې دي چې د کابل هوايي ډګر د کړکېچ د لیدلو پر مهال‌یې د بې‌وسۍ احساس کاوه.

مېلر د کابل په هوايي ډګر کې ګډوډي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو سره پرتله کړې او ویلي یې دي چې د پرواز په حال کې الوتکې پورې د افغانانو د نښلېدو انځورونو د نړیوال سوداګریز مرکز د قربانیانو دردوونکې صحنې ورپه یادولې.

شاوخوا پنځه کاله وړاندې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱مه، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وروستي سرتېري په وتلو سره، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ نږدې ۲۰ کلن نړیوال پوځي حضور پای ته ورسېد.

افغانستان ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې

ارشیف
ارشیف

د افغانستان برېښنا شرکت «برشنا» وايي چې افغانستان ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا جریان په ترکمنستان کې د یوې تخنیکي ستونزې له رامنځته کېدو وروسته د یکشنبې په ماښام پرې شوی دی.

برشنا د دوشنبې په ماښام په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ترکمنستان وارداتي برېښنا د هرات، بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل او بادغیس ولایتونو او د بغلان او سمنګان ولایتونو د ځینو برخو د برېښنا اړتیاوې پوره کولې.

د برشنا شرکت په وینا، د بادغیس او اندخوی د برېښنا لینونه بېرته وصل شوي او د نورو ولایتونو د برېښنا لینونو د بیا وصلولو هڅې هم روانې دي.

د افغانستان د برېښنا ډېره برخه د ګاونډیو هېوادونو له وارداتي برېښنا څخه تأمینېږي چې وخت ناوخت د تخنیکي ستونزو له امله‌یې جریان پرې کېږي.

له نن څخه پنځه کاله مخکې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیربشپړشو

له نن دوشنبې څخه پنځه کاله مخکې د اګسټ په ۳۱ له افغانستانه د امریکایي وروستیو ځواکونو په وتلو سره په دې هیواد کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو شاوخوا شل کلن حضورپای ته ورسید. که څه هم طالبان د اګسټ په پنځلسمه د کابل په نیولو سره پر افغانستان بیا واکمن شوي و خو امریکایي ځواکونو د اګسټ تر ۳۱ پورې د تخلیې پروسې ته چې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې له ګډوډیو سره مله وه، دوام ورکړ. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دې ورځې په مناسبت په یوه ویډیوي پیغام کې چې نن دوشنبې یې پرخپله ایکسپاڼه خپورکړی، دا ورځ د ټولو افغانانو لپاره د ویاړو رځ بللې چې د ده په خبره مبارزو یې د نړیوالو شل کلن پوځي حضورته چې د ۲۰۰۱ کال په اوکتوبر میاشت کې پیل شوی و، د پای ټکی کیښود.

اوچا: د ختیځ د تیرکال زلزلې زیانمنې، سوونه کورنۍ لاهم بې ځایه دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا وایي، د افغانستان په ختیځ کې له ویجاړونکې زلزلې یو کال وروسته په سلګونو کورنۍ لاهم له خپلو سیمو بې ځایه دي او په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي. اوچا نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د سرپناه، بنسټیزو خدمتونو او معیشت د بېرته رغولو او له دغو ټولنو سره د بیا رغونې او عادي ژوند ته د ستنېدو په برخه کې د مرستې لپاره بېړني ملاتړ ته اړتیا ده.

د اوچا کارکونکې امی مارټین چې په مزاردره کې یې د بې ځایه شویو حالت له نژدې لیدلی، په یوه خپره شویو ویډیو کې د په سلګونو بې ځایه شویو وضعیت ډیرخراب بولي او وایي له زلزلې وروسته څو زره کورنیو ته محدودې لومړنۍ مرستې رسول شوي خو تراوسه سلګونه کورنۍ د دایمي سرپناوو او د معیشت د رغولو په برخو کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. د افغانستان په ختیځ کې د تیرکال د اګسټ په ۳۱ د زوروې زلزلې له امله چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ ثبت شوی او مرکز یې په کونړ او ننګرهارولایتونو کې و، شاوخوا دوه زره کسان مړه او له درې نیم زره زیات ټپیان شول. د ملګروملتونو د شمیرو له مخې دغې زلزلې څه باندې اته زره کورونه ویجاړ یا زیانمن کړل. نړیوال بانک یې په دواړو ولایتونو کې د مالي زیانونو کچه شاوخوا ۱۸۳ ملیون ډالره اټکل کړې وه.

طالبانو ته نژدې رسنۍ: په کابل کې د رسنیو د یوه فعال بشیرهاتف د زوی مړی موندل شوی

طالبانو ته نږدې یو شمېر رسنیو په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د ویاند خالد زدران له قوله راپور ورکړی چې د افغان خبریال بشیر هاتف د زوی، عبدالله هاتف مړی د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې موندل شوی دی. د دې پیښې په تړاو دوه مشکوک کسان هم نیول شوي او له هغوی څخه تحقیقات روان دي، خو تر اوسه د دې پېښې اړوند نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. د نوموړي پلار بشیر هاتف چې د خبریالانو د اړیکو او روزنې د مرکز بنسټګر او اجرائیه رئیس او په افغانستان کې د خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون د رهبرۍ د پلاوي غړی دی، د ۱۴۰۴ لمریز کال په زمري میاشت کې د طالبانو د استخباراتو ادارې له خوا نیول شوی و چې وروسته د "طالبانو د حکومت پر ضد د تبلیغ" په تور په یو کال بند محکوم شو. نوموړی د خپل محکومیت د مودې له تېرولو وروسته، د روان کال د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه له بنده خوشې شو او په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شو. تراوسه نده څرګنده چې ایا د هغه د زوی مړینه د نوموړي له کاري سابقې سره کومه اړیکه لري او که ترشا یې نورعوامل پراته دي.

نن دوشنبې د هېواد په ۵ ولایتونو کې د بارانو او سیلونو اټکل شوی

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلنډ وزارت د هوا پیژندنې اداې، په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د تیز باران، تالندې بریښنا، تیزو بادونو خاورواو دوړو او سیلابونو د پیښیدو اټکل کړی دی.

په هغې خبرپاڼه کې چې د دې ادارې په ایکسپاڼه کې خپره شوې ویل شوي چې د یوشمیرولایتونو په ځینو سیمو کې به د تیزو بادونو سرعت له ۵۰ څخه تر۹۰ کیلومترو په ساعت کې وي. په دې وروستیو کې شدیدو بارانونو او سیلونو د نورستان په ګډون په ختیځو ولایتونو کې خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیان رسولی وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG