د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

د کابل په خاکجبار کې د طالبانو د فعالیت پراخېدو په اړه د مشرانو جرګې اندېښنې


پولیس د کابل به خاک جبار ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال
پولیس د کابل به خاک جبار ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی د ټول هېواد په ځانګړي ډول د کابل د خاکجبار ولسوالۍ وروستی امنیتي حالت د اندېښنې وړ ګڼي او له امنیتي ارګانونه غواړي چې د یادې ولسوالۍ امنیت ته جدي پام وکړي.

که څه هم د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله د پایتخت امنیت ښه بلل کېږي، خو د کابل د خاکجبار ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د وسله والو طالبانو فعالیتونو د افغانستان د مشرانو جرګې غړي اندېښمن کړي دي.

د مشرانو جرګې غړو د سې شنبې د ورځې په عمومې غونډه کې وویل چې د دغه ولسوالۍ له نیمايي په زیاته برخه کې وسله وال طالبان حضور لري او د سیمې خلکو ته ګواښونه کوي.

د دې شورا غړې نجیبه حسیني وویل:

"له شپېتو نه په څلوېښتو کلیو کې وسله وال مخالفین حضور لري او حتا ویل کېږي چې د سیمې خلکو ته ګواښونه کوي چې باید تاسې خپل بچیان چې سرتېري دي او یا له حکومت سره دنده لري له دندو وباسئ، او د خلکو کورونو ته ورځې او په زور ترې ډوډۍ غواړي، حکومت باید دا مسئله له پامه ونه غورځوي."

اغلې حیسني وویل، د دوی د معلوماتو له مخې دغه وسله وال طالبان د اوربند په ورځو کې کابل ته راداخل شوي چې اوس يې د سیمې خلکو ته سرخوږی جوړ کړی دی.

په دې اړه د سناتورانو تر خبرو ورسته د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار له حکومته وغوښتل چې د ټول افغانستان په ځانګړي ډول د خاکجبار ولسوالۍ امنیت ته جدي پام وکړي:

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

"که دغسې ګزارش وړاندې کېږي باید امنیتي ارګانونه په دې اړوند جدي اووسي، داسې نه شي چې خدای مه کړه سبا د دوست په جامه کې دښمن کابل ته یو جدي ګواښ اووسي."

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل په یوه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د حضور په اړه اندېښنې څرګندېږي بلکې تر دې مخکې د یو شمېر نورو ولسوالیو په اړه هم ورته اندېښنې ښودل شوې وې چې حکومت يې پرضد وسله وال عملیات کړي او دا خطر يې تر یوه بریده کم کړی دی.

خاکجبار د کابل په ختیځ کې پرته ولسوالي ده چې وخت ناوخت په کې د وسله والو مخالفینو له فعالیتونو خبرونه ورکول کېږي.

څه موده وړاندې د دې ولسوالۍ په ګاونډ بګرامیو ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو د شپې خوا پر دېوالونو د داعش یا اسلامي دولت ډلې بیرغونه ځړولي او د دې ډلې په ملاتړ یې شعارونه هم لیکلي وو.

په ورته وخت کې د کابل امنیتي چارواکي د دغه ولایت په لرو پرتو ولسوالیو په ځانګړي ډول خاکجبار کې امنیتي ستونزې تاييدوي، خو وايي چې دغه ستونزې دومره جدي نه دي چې د خلکو ژوند ته ګواښ پېښ کړي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډيو ته وویل:

حشمت ستانکزی
حشمت ستانکزی

"کابل دوه دریو نا امنه ولایتونو سره سرحد لري، په دې ولسوالیو کې چې له دغه ولایتونو سره سرحدي لري وخت ناوخت په کې په وقفه یي ډول د دښمن د تحرکاتو شاهدان یو خو په هغه شکل چې انعکاس ورکول کېږي یا چې ویل کېږي په دې ولسوالیو کې په بشپړ ډول طالبان حاکم دي او خلک نه پرېږدي چې ښوونځيو ته ولاړ شي او یا هم د دوی د کورنۍ غړي له امنیتي ادارو څخه وباسي دغسې موارد اصلا نه لرو."

ښاغلی ستانکزی وايي چې د کابل ولایت د ښه امنیت په هدف پخوا هم تصفیوي عملیات شوي چې ښې نتیجې يې ورکړي دي.

دی وايي چې ډېر ژر به د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو مخالفینو پرضد چاڼیز عملیات پیل شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG