د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

د ازرې ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده


د لوګر د والي په وینا ازره یوه سرحدي ولسوالۍ ده له دې لارې نورو ولایتونه ته هم ګواښ پېښېدای شي.
د لوګر د والي په وینا ازره یوه سرحدي ولسوالۍ ده له دې لارې نورو ولایتونه ته هم ګواښ پېښېدای شي.
د لوګر سیمه ایزچارواکي خبرداری ورکوي، که چیرې د دې ولایت د ازرې ولسوالۍ امنیت ته ځانګړې پاملرنه ونشي نو له امنیتي پلوه به دا سرحدي ولسوالۍ د پکتیا او ننګرهارله ولایتونوسربیره کابل ته هم لوی سرخوږی وي.

د لوګر والي جنرال عتیق الله لودین د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیوته وویل، چې په دې وروستو اوونیو کې پردې ولسوالۍ د وسله والو مخالفانو حملې ډیرې شوي او هغوی هڅه کوي، چې دا ولسوالۍ د خپلو فعالیتونو په مرکز او ځاله بدله کړي.

ښاغلي لودین د ازرې ولسوالۍ په ملکي روغتون د تیرې شنبې ورځې حملې ته په اشاره، چې نږدې نوي تنو ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله واوښته څرګنده کړه، که چیرې په دې ولسوالۍ کې بیرته امنیت ټینګ نه شي نوسربیره پرلوګر ځینې نور ولایتونه به هم له لوی ګواښ سره مخامخ کړي:

″څو ځلې مې د دفاع وزیر او د کورنیو چارو وزیر ته د محلي ارګانونو له لارې پېشنهاد کړی و، چې ازره یوه سرحدي ولسوالۍ ده او دښمن غواړي چې له دې ولسوالۍ څخه ګټه پورته کړه.

سره له دې چې دا د لوګر امنیت یو ګواښ دی، بلکې ننګرهار، کابل او حتی پکتیا ته هم یو تهدید دی، ځکه دا لاره خلاصه ده او د ازرې خکلو ته هم یو لوی تشویش دی.″

ازره د لوګر یوه لرې پرته، غرنۍ، سرحدي او په ځنګلونو پوښلې ولسوالۍ ده، دا ولسوالۍ د پاکستان له پاړا چنار، د ننګرهار له خوګیانیو او حصارک، د پکتیا له ځاځیو او سیدک کرم او د کابل له خورد کابل او خاکجبار سیمو سره پوله لري.

د ازرې ولسوالۍ مرکز که څه هم د لوګر له مرکزپل علم څخه یوسلو دېرش کیلومټره لرې پروت دی خو په تیرو نږدې لسو کلونو کې دا ولسوالۍ د دې ولایت له امن لرونکو سیمو څخه وه؛ ځکه په دې ولسوالۍ کې میشتو قومونو د امنیت په ټینګښت کې مهم رول درلود. خو په دې وروستیوکې یې امنیت دومره ګډوډ شوی چې حتی د لوګر ولایتي شورا وایي. چې له سقوط سره مخامخ ده.

د لوګر د ولایتي شورا رییس ډاکټرعبدالولي وکیل چې د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکی هم دی وایي، چې وسله وال مخالفان د دې ولسوالۍ د نیولو تکل ځکه کوي، چې د ده په خبره هغوی هڅه کوي، چې له دې لارې څخه د لوګر د مس عینک د پروژې د ایستلو پروړاندې خنډ جوړ کړي.

ډاکټر وکیل په ډاګه کړه، چې د لوګر د ازرې په ولسوالۍ کې د امنیت د بیرته ټینګښت لپاره ډیرو ځواکونو ته نه بلکې د دې ولسوالۍ پرقومي جوړښت باور کولو ته اړتیا ده:

ده وویل له اوس نه کابو څوارلس کاله مخکې کله چې طالبانو وغوښتل کابل ونیسي هم د ازرې ولسوالۍ له لارې یې پرسروبي، خورد کابل او خاکجبار حمله وکړه او بریالي هم شول.

لوګر او میدان وردک په جنوب او جنوب لویدیځ کې پایتخت کابل ته نږدې پراته ولایتونه دي او ویل کیږي، چې پرکابل ښار د وسله والو طالبانو ډیرې حملې هم د همدغو ولایتونوله لارې پلان اوترسره کیږي.

د امنیتي چارو کارپوهان وایي، چې حکومت باید هڅه وکړي، چې د کابل په چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو او د وردک او لوګر ولایتونو په ټولو سیمو، په ځانګړي توګه په محمدآغې اوازرې ولسوالیو، مرکز پل علم، میدان ښار اوسید آباد کې د وسله والو مخالفانو فعالیتونه شنډ کړي ترڅوکابل د هغوی له حملو څخه ترډیره خوندي پاتې شی.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG