د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

په کابل کې ۱۳۶ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي


د کابل د امنیې قوماندانۍ چارواکي د شنبې په ورځ په کابل کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وايي په تېرو دوو اونیو کې یې په کابل ښار او ولسوالیو کې د ۷۳ بېلابېلو جنايي پېښو په تړاو ۱۳۶ تنه نیولي دي.

د کابل امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمان رحیمي چي یاد کسان یې د غلا، قتل، تروریستي فعالیتونو، د مخدره موادو د قاچاق او یو لړ نورو جرمونو په تور نیولي دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي په کابل ښار او ولسوالیو کې د پخوا په پرتله د جنايي پېښو په ګراف کې کموالی راغلی او دوی د ګڼو جنايي او ورانکارو فعالیتونو مخه نیولې ده.

ښاغلی رحیمي په دې اړه داسې وویل:

"نسبت تېرو وختونو ته جنايي پېښې کمې شوې دي ولې پېښط شته، لامل یې بی له شکه چې غریبي، مجبوري او اوزګاري هغه په نشه یي موادو روږدي کسان چې د ګاونډیو هېوادونو څخه راځي دا ټول د دې لامل کېږي، نو کله چې څوک مجبور شي جرمي عمل ترې کېږي."

ښاغلي رحیمي وویل چې د کابل پولیسو د دې ترڅنګ په کابل ښار کې ۲۴ تنه د مخدره توکو د قاچاق او ۷۰ بوتله الکولي مشروباتو سره نیولي دي.

په ورته وخت کې د کابل امنیه قومندان د دې ترڅنګ په تېره یوه اوونۍ کې په کابل ښار او ولسوالیو کې د یو شمېر ترهګریزو پېښو د مخنیوي خبر هم ورکړ.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د کابل پولیسو په تېرو دوو اوونیو کې په ښار او ولسوالیو کې ۱۰ فیره بي ام یک توغندي، ۹ فیره آر پي جي مرمۍ، ۱۰ کړۍ چسپکي ماینونه، ۸ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه او ۴۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او له منځه وړي دي.

امنیه قومندان د دې ترڅنګ په کابل ښار کې د چسپکي ماینونو د جوړولو او انتقال په جرم د یوه بل تن د نیولو خبر هم ورکړ.

نوموړي زیاته کړه چې یاد کس غوښتل د کابل د خاکجبار ولسوالۍ څخه کابل ښار ته چسپکي ماینونه انتقال کړي، چې نیول شوي کس پرخپل جرم اعتراف هم کړی دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ چارواکي په داسې حال کې په کابل ښار او ولسوالیو کې د جنايي پيښو د ګراف د راټیټېدو خبر ورکوي چې لا همیو شمېر کابل ښاریان په ښار کې د جنايي پېښو له امله اندېښمن دي او زیاته‎یې کړه چې په لازمي توګه‎یې مخه نه‎ده نیول شوې.

د کابل ښار څو تنو اوسېدونکو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"د کابل امنیت د پخوا په شان دی کوم اساسي تغیر نه دی پکی راغلی شاید جزيي تغییرات راغلي وي اساسي تغیرات پکي نه دي راغلي. که تش جېب وي هېڅ ستونزه نشته هسې ګرځه که پيسې په جېب کي نه وي امنیت دې تامین دی خو که ته جېب کي پیسې واچوې بیا نو یوه شپه دې ښار کې تېره کړه چې څنګه ګرځې."

بلخوا د ټولنیزو چارو افغان کارپوهان وايي افغان حکومت ته په کار ده چې په هېواد کې د جنايي او ورانکارو پېښو د مخنیوي په هدف ځوانانو ته سالمې بوختیاوې رامنځته کړي ترڅو له یوې خوا ځوانانو ته کار پيدا شي او تر څنګ یې په هېواد کې د جنايي او نورو ورانکارو پېښو مخه هم ونیول شي.

XS
SM
MD
LG