د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت وایي، په وروستیو میاشتو کې یې د یو لړ سترو عملیاتو په ترڅ کې د مافیايي کړیو او قاچاق وړونکو د مخدره موادو د تولید لسګونه کارخونې لهمنځه وړي او میلیونونه ډالر یې ورته ضربه رسولې ده.
د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین بازمحمد احمدي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، یوازې په روانه میاشت کې د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې د مخدره توکو د تولید ۴۴ کارخونې لهمنځه وړل شوي او د ۵۱ میلیونه ډالرو په ارزښتیې څه باندې ۱۹۱ ټنه مخدره مواد کشف او سوځولي دي.
د ښاغلي احمدي په خبره دا لاسته راوړنې مستقیماً د وسلهوالو طالبانو پر عایداتي سرچینو اغېز لري.
نوموړی وايي:
"دغه عملیات د وسلهوالو طالبانو پر عایداتي سرچینو مستقیماً اغېز لري او هغو مافیايي کړیو ته هم ضربه ورکوي او هغوی ناهیلي کوي چې د سیمې په کچه په دغه کاروبار کې ښکېل دي. په دې کې شک نهشته چې طالبانو ته هم ضرر رسېږي، احتمالاً چې هغوی ترې ډېره ګټه اخیسته چې له لاسهیې ورکړه او په اوږد مهال کې به د دوی پر عملیاتو او فعالیتونو اغېز وکړي."
بازمحمد احمدي په دغو عملیاتو کې د نړیوالو ځواکونو همکاري ستایي او وايي چې د تېر په پرتله په وروستیو کې له دوی سره د نړیوالو په ځانګړي ډول د امریکايي ځواکونو همکاري زیاته شوې.
دغه معینیت په وروستیو کې د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې ۶۱ ټنه چرس نیولي وو.
تر دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت ویلي و چې د لویو قاچاقبرانو د نیولو په ترڅ کې یې د هېواد په کچه ۱۱ لوی قاچاقبران نیولي دي.
دغه معینیت تېره میاشت اعلان وکړ چې د هېواد په کچه به د مخدره موادو د قاچاق مخنیوي او د قاچاق وړونکو د نیولو لپاره لوی عملیات پیلوي.
هاخوا پوځي کارپوه عیتقالله امرخېل ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم دغه لاسته راوړنې د وسلهوالو مخالفینو د عایداتي سرچینو د کمېدو برخه کې اغېزمنې بولي خو وايي چې دغه معینیت نهشي کولای د مخدره توکو د تولید هغه سترې کارخونې لهمنځه یوسي چې د وسلهوالو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې فعالې دي.
ښاغلي امرخېل زیاته کړه:
"هغه سیمې چې د طالبانو په لاس کې دي هلته نهشي کولای چې د مخدره موادو مرکزونه او کارخانې لهمنځه یوسي هغه په خپل قوت پر ځای او فعالې دي. که دوی ځیني کارخانې لهمنځه وړي او د طالبانو مالي منابع ضعیفي شي پر جګړې اغېز کولای شي ځګه جګړه په مالي منابعو ولاړه ده او اقتصاد ته اړتیا لري."
ښاغلی امرخېل زیاتوي چې ډېرې مافیايي کړۍ او قاچاق وړونکي په دولت کې ملاتړي لري او د دغو ملاتړو په قوت خپل کارونه پر مخ وړي.
د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت پخوانی مرستیال ابراهیم ازهر بیا وايي چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت د دې ظرفیت نهلري څو هغه لوړپوړي چارواکي د قانون منګولو ته وسپاري چې په یو ډول سره د مخدره توکو په تولید او قاچاق کې ښکېل دي.
خو دغه معینیت بیا وايي چې د مخدره توکو کاروباریان چې په هر مقام او هره سطح کې وي د دوی له لوري نیول کېږي او د قانون منګولو تهیې سپاري.
راپور: عبادالله حنانزی