د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

دفاع وزارت په افغانستان کې دننه له داعش سره مرسته د روسیې بې بنسټه ادعا بولي


د افغانستان دفاع وزارت د روسيې هغه ادعاوې بې بنسټه بولي چې ګویا له داعش سره د افغانستان دننه مرسته کېږي.

په داسې حال کې چې روسیه له طالبانو سره د افغان سولې په اړه د یوې غونډې تابیا نیسي، دغه هېواد ادعا کړې چې یوه بله وسله واله ډله داعش په افغانستان کې د نامعلومو هلیکوپټرو له خوا تجهیزېږي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا د روسیي دا ډول څرګندونې بې بنسټه ادعاوې بولي چې په وینا يي، د دغې ادعا د ثابتولو لپاره روسیه هېڅ ډول ثبوت نه لري.

د یاد وزارت ویاند غفور احمد جاوېد د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغان حکومت له خوا د مبارزې په برخه کې ښه او بد تروررېزم نشته.

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

نوموړي وویل:

"مونږ څو ځله له دوی غوښتي چې راشي، یو ګډ پلاوی دې وټاکي چې معلومه کړو چې له ترورېزم څوک ملاتړ کوي، افغانستان خپله د ترورېزم قرباني دی، خو دا یوازې داسې تبلیغات دي چې افغان حکومت او له نړیوالې ټولنې سره اړیکې يې خړې پړې کړي دي."

خو د افغان حکومت له دغه دریځ سره سره روسيې یو ځل بیا ادعا کړې چې په افغانستان کې د نامعلومو هلیکوپټرو له خوا داعش وسله وال تجهیزېږي.

د روسيي د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا ويلي چې نه افغان ځواکونو او نه هم د غوڅ ملاتړ ځواکونو دا پروازونه څېړلي دي.

روسیه د اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د داعش له حضوره په وېره کې ده.

له دې سره وسله والو طالبانو هم ادعا کړې چې امریکا په افغانستان کې د داعش ژغورنې عملیات پر مخ بیايي.

د روسيي له دغې ادعا سره ځينو امریکايي چارواکو او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان بیا له دې وړاندې روسیه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې روسیه په افغانستان کې د داعش جنګیالو په تجهیز، ډېرېدو او فعالیت اندېښنه ښيي او یا يې په اړه کوم لوری تورنوي.

اوس پوښتنه دا ده چې دا دواړه هېوادونه چې یو بل په افغانستان کې د فعاله جنګیالیو څخه په ملاتړ تورنوي، د څه په لټه کې دي.

د نظامي چارو کارپوه باري عارض وايي، امریکا د جنګ د توجیه په لټه کې ده او روسیه بیا په نویو لارو د مداخلو.

باري عارض
باري عارض

دی وایي:

"د دوی هېڅ لوري قناعت ورکونکی ځواب نه دی وړاندې کړی، خو دا چې طالبان مسکو ته دعوت شوي او یا دوی تورونه لګوي چې د داعش نه دومره ډارېږو چې مجبور یوو، د طالب یا بلې ډلې ملاتړ وکړو، دا ټولې هغه بهانې دي چې روسان يې د خپلې مداخلې لپاره مطرح کوي."

دی وايي، افغان حکومت د دغه وضعیت پر وړاندې ښه لار غوره کړې چې هغه د سولې لپاره بې سارې هڅې دي.

دی د افغان حکومت هغه دریځ مثبت ګڼي چې که وسله وال طالبان سوله وکړي، داعش او نورې ډلې ټپلې او په دې اړه د نړیوالو اندېښنې به په خپله له منځه ولاړې شي.

راپور: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG