د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د تېرې ورځې د خونړیو پرلهپسې انتحاري حملو له امله ۲۶ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د دغه حملو په اړه څېړنې پیل شوي او که هر امنیتي چارواکی په دې پېښه کې په ناغېړۍ تورن شو قانوني سزا به ورکړل شي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۵» ازادي راډيو ته وویل چې یاده پېښه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه ناظر په سیمه کې په یو ورزشي کلب کې رامنځته شوه چې په لسګونه کسانو ته پهکې مرګ ژوبله واوښته.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"د تېر ماښام په پېښه کې په خواشینۍ سره چې ۲۶ تنه زموږ هېوادوال ووژل شول او ۹۱ نور ټپیان شول چې په دوی کې خبریالان هم شته، هغه امنیتي مسؤلینو چې په دې برخه کې یې بېغوري کړې وي او یا یې خپله دنده په سمه توګه نهوي ترسره کړې، قانوني چلند به ورسره وشي."
ښاغلی رحیمي وايي، په سیمه کې دوهمه انتحاري حمله هغه مهال رامنځته شوه چې امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي د ټپيانو د انتقال په هدف سیمې ته ورسېدل.
داعش یا اسلامي دولت نومې وسلهوالې ډلې د دغو حملو مسؤلیت منلی.
دغې وسلهوالې ډلې له دې وړاندې هم د کابل په یاده سیمه کې د اکثرو خونړیو حملو مسؤلیت منلی دی.
- په دشت برچي کې مخکېنۍ حملې
- د روان کال د غويي میاشتې پر ۱۹مه څو تنو انتحاریانو په دشت برچي کې پر ۱۳مې حوزې حمله وکړه چې دوه پولس پهکې ووژل شول.
- د عامې روغتیا وزارت: پر تبیان فرهنګي مرکز انتحاري حمله کې ۴۱ تنه وژل شوي
- د همدې میاشتې پر درېیمه په قلعه ناظر سیمه کې د انتخاباتو د نوم لیکنې پر یوه مرکز انتحاري حمله کې ۵۷ کسان ووژل شول او ۱۱۹ نور ټپیان شول.
- د ۱۳۹۶ کال په تلې میاشت کې په دشت برچي سیمه کې پر امام زمان جومات انتحاري حمله کې ۳۹ تنه ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول.
- د ۱۳۹۶ کال د غويي پر درېیمه په دشت برچي سیمه کې پر الزهرا جومات انتحاري حمله کې ۵ تنه ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه بیان کې پر ملکیانو او د رسنیو پر کارکوونکو دا بریدونه د بیان د ازادۍ خلاف او د بشریت ضد جنایت بللی دی.
په دې بیان کې راغلي چې ښاغلي غني ټولو اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې د پېښې د قربانیانو کورنیو ته په بیړه رسېدنه وکړي او د پېښې د څرنګوالي په اړه دې څېړنې پیل کړي.
د پېښې شاهدان وايي، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د میوند په نوم په دغه ورزشي کلب کې ډېر شمېر لوبغاړو حضور درلود.
دوی وايي دوهمه پېښه چې ډېره زوروه وه د ټپيانو د انتقال پر مهال رامنځته شوه:
"محمد حسین ظفري یم، زه چې کله سیمې ته ورسېدم وضعیت داسې و لکه د صحرا محشر، ډېر خلک په ځمکه پراته وو."
"زما نوم غلام سرور دی، زموږ درې کسان ټپیان دي، یو معلم چې لاسیې پرې شوی او دوه د ماما زامن مې چې یو یې زما زوم هم دی."
د کابل ښار د قلعه ناظر په سیمه کې چېرې چې د زیاتره افغان شیعهګانو استوګنځایونه دي دا لومړنۍ حمله نهده.
له دې وړاندې د تېرې لمریزې میاشتې اسد په ۲۴مه نېټه هم په یاده سیمه کې په یوه ښوونیز مرکز د انتحاري حملې له کبله ۳۴ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۵۶ تنه ټپیان شول.
په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې په کشفي او استخبارتي ارګانونو کې د مدیریت کمزوري د دې لامل شوې چې دغه ډول پېښې رامنځته شي.
له ډلې يې د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر ازادي راډیو ته وویل:
"مدیریت کمزوری دی، بېتفاوته دي، خپلې دندې په سمه توګه سر ته نهرسوي، نه د استخبارتو مأمورین او نه هم دا نور مسؤلین."
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي هم په کشفي او امنیتي ارګانونو کې په ټیټه کچه یو شمېر ستونزې مني، خو وايي چې د حل په هدفيې هلې ځلې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل ښار د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په کابل ښار کې امنیتي وضعیت لا پسې خرابېږي.
خو فقیر محمد فقیر ټینګار کوي چې د دا شان پېښو د مخنیوي په هدفیې باید خلک په وړاندې یو موټی شي.
راپور: اکرامالله اکرام