د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

د کابل په وروستۍ انتحاري حملې د بېلابېلو چارواکو او سازمانونو غبرګونونه!


د کابل نننۍ چاونې ۳۱ کسان وژل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

په کابل کې پرونۍ انتحاري حملې چې څه باندې ۱۷۰ کسانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې د بېلابېلو چارواکو او سازمانونو غبرګون پارولی دی.

د ناټو سرمنشي وايي، دا تړون به له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر شا وي.

ینس سټولټنبرګ دا خبره د کابل د خونړي برید په غبرګون په یوه ټویټري پیغام کې وکړه.

د کابل په دشت‎برچي کې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې په دفتر دا برید داسې وخت شوی چې ګڼ ملکیان د نوم لیکنې لپاره غونډ شوي وو.

اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما هم په یوه بیان کې دا برید غندلی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو ویلي چې ملګري ملتونه د دې برید له قربانیانو او کورنیو سره غمرازي ښيي او دې برید وښودله چې ترهګر د ملکیانو ژوند ته هېڅ پام نه‎کوي.

په رسنیو کې د دې برید د خپرو شویو انځورونو، عیني شاهدانو او چارواکو په خبره په وژل شویو کې ګڼې ښځې، سپين‎ږیري او ماشومان هم شامل دي.

تر دې مخکې د امریکا سفارت په کابل کې پرونی برید وحشیانه بللی او ویلي یې دي چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

داعش یا اسلامي دولت ډلې په خپل اعماق نومي خبري اژانس کې د کابل د پروني برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، تر پرون یکشنبې ناوخته د ټولې مرګ‎ژوبلې شمېر ۱۷۰ کسانو ته رسېده.

د دغه وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډیو ته وویل:

"له بده‎مرغه په دشت برچي کې د خونړي برید په نتیجه کې زموږ د شمېرو له مخې ۵۷ کسان وژل شوي چې په‎کې ۲۵ سړي، ۲۲ ښځې، اته ماشومان او دوه نامعلومه جسدونه شامل دي. ۱۱۹ وطنوال مو هم ټپیان دي چې په‎کې ۵۰ ښځې، ۵۲ نارینه او ۱۷ ماشومان شامل دي."

ښاغلي مجروح وویل چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه‎دی.

د دشت برچي په قلعه ناظر کې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې او د کاغذي تذکرو د راجستر په دفتر دا برید پرون له غرمې مخکې وشو.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په جلا جلا اعلامیو کې دا برید غندلی او ویلي یې دي چې ترهګر په دغو بریدونو سره د انتخاباتو په څېر په لویو ملي پروسو کې د خلکو د ګډون مخه نه‎شي نیولی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG