د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

روغتيا وزارت: د کابل په نننۍ حمله کې د وژل شويو شمېر ۶۲ تنو ته ورسېد


د روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح ازادي راډيو ته پهه کابل کې د ننني برید په اړه وويل چې په دې پېښه کې ۶۲ کسان وژل شوي دي.

چاودنه د کابل د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د تذکرو د وېش يوه مرکز ته څېرمه شوې ده.

افراطي ډلې داعش په خپل ويبسايټ اعماق کې د دې حملې مسؤليت منلى دى.

پخواني معلومات:

د کابل نننۍ چاونې ۳۱ کسان وژل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په کابل کې نننۍ ځان وژونکې حمله وغندله.

د روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح ازادي راډيو ته وويل، په پېښه کې نېږدې ٥٠ کسان وژل شوي دي.

نوموړي وویل:

"د روغتيا وزارت د ارقامو پر اساس، له بده مرغه زموږ ٤٨ هېوادوال شهيدان شوي او ١١٢ تنه نور ټپيان شوي دي. په شهيدانو کې ٢٢ نارينه، ٢١ ښځينه او ٥ ماشومان شامل دي، دغه راز په ټپيانو کې ٤٩ نارينه، ٤٧ يې ښځينه او ١٦ يې ماشومان دي."

چاودنه د کابل د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د تذکرو د وېش يوه مرکز ته څېرمه شوې ده.

افراطي ډلې داعش په خپل ويبسايټ اعماق کې د دې حملې مسؤليت منلى دى.

پخواني معلومات:

د افغانستان د روغتيا وزارت وايي، په کابل کې د نننۍ ځان وژونکې حملې د قربانيانو شمېر زيات شوى دى.

د دغه وزارت وياند وحيد مجروح ازادي راډيو ته وويل، د وژل شوېو کسانو شمېر تر ٣٠ اوښتى دى.

د دغې پېښې مسؤلیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.

دی زیاتوي:

"د روغتيا وزارت د ارقامو له مخې په دې پېښه کې ٣١ کسان وژل شوي، ۵۵ تنه نور ټپيان شوي دي. د کابل امبولانس خدمات پر وخت خلکو ته رسېدلي، مړي او ټپيان پر وخت روغتونونو ته لېږدول شوي او د ټپيانو درملنه روانه ده."

چاودنه د کابل د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د تذکرو د وېش يوه مرکز ته څېرمه شوې ده.

بل خوا د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش ازادي راډيو ته ويلي، ځانمرګى بريدګر پلى روان و.

  • پخواني معلومات

د افغانستان حکومتي سرچيني وايي، په کابل کې نن سهار ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اړولې ده.

چاودنه د کابل د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده.

د روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح شېبه مخکې ازادي راډيو ته وويل، په دې حمله کې ٩ کسان وژل شوي او تر ٥٠ زيات نور ټپيان دي.

دی وايي:

"له پېښې روغتونونو ته ٥٦ ټپيان او ٩ مړي لېږدول شوي دي."

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش ازادي راډيو ته وويل:

"دا ځان وژونکې حمله وه او حمله کوونکي منفجره مواد په ځان پورې تړلي وو."

  • پخواني معلومات

راپورونه وايي، د کابل په شپږمه امنيتي حوزه کې يوه انتخاباتي مرکز ته نېږدې چاودنه شوې ده.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې پېښه تأييد کړه.

دى وايي، د دې چاودنې د څرنګوالي او تلفاتو په اړه جزئيات نه لري، خو په وينا يې چې امنيتي ځواکونه په سيمه کې شته او ټپيان روغتونونو ته لېږدوي.

  • پخواني معلومات

د کابل ښار د پولیسو د ۶ مې حوزې مربوط د قلعه ناظر په سیمه کې یوه انتخاباتي مرکز ته څېرمه شوې ده.

د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډيو ته په خپلو خبرو کې د چاودنې دغه پېښه تأیید کړې ده.

نوموړي وویل چې د دغې پېښې د زیانونو په اړه تر اوسه معلومات په لاس کې نه لري.

د ده په خبره چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې شته او د ټپیان په انتقال په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG