د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

په کابل کې انتحاري او ډله‌ییزې حملې د ۸ حمله کوونکو په وژل کېدو سره پای ته ورسېدې


د کابل په شهر نو کې د پنځو انتحاري حمله کوونکو حمله پای ته ورسېده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي څو دقیقې وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې پنځه تنه انتحاري حمله کوونکي چې یوې ودانۍ ته پورته شوي و نیم ساعت مخکې د پنځو واړو په وژلو سره حمله پای ته ورسېده.

نوموړي په دغې حمله کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه بې‌خبري وښوده.

  • پخواني معلومات

اتو انتحاري حمله کوونکو نن چهارشنبه د کابل درې ځایه تر حملې لاندې ونیول.

  • په دشت برچي کې ځانمرګې او ډله‌ییزه حملې

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، لومړی دوه حملې د دشت برچي او یوه‌يې د شهر نو په سیمه کې شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د کابل د دشت برچي سیمه کې د پولیسو پر ۱۳مه حوزه لومړی حمله هغه وخت وشوه چې دوو حمله کوونکو له لاسي بمونو څخه په استفادې هڅه کوله حوزې ته ننوځي.

ویس احمد برمک د چهارشنبې «۱۳۹۷ کال د غويي ۱۹» مازیګر په یوه خبري غونډه کې وویل چې له یوه ساعته جګړې وروسته په دغې سیمه کې دوه حمله کوونکي ووژل شول.

د کابل ښار د لسمې ناحیې د پېښې ویډیو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

د ده په وینا په دغې حمله کې دوه پولیس هم وژل شوي او دوه نور يې ټپیان دي.

داعش ډلې د دغې حملې مسؤلیت په غاړه واخیست.

  • مهتاب قلعه کې حمله

ویس برمک وايي، درېیم انتحاري چې غوښتل‌یې ځان هدف ته ورسوي د دشت برچي په ګولایي مهتاب قلعه سیمه کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا ووژل شو.

  • په شهر نو کې ځانمرګې او ډله‌ییزه حملې

خو له دې وروسته د کابل په شهر نو کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت او د اسیا پراختیايي بانک ته ورڅېرمه حمله وشوه.

د کورنیو چارو وزیر وايي چې د شهر نو په حمله کې پنځه انتحاري حمله کوونکي وو.

ویس احمد برمک
ویس احمد برمک

ده زیاته کړه:

"دوی له یوه ځایه غوښتل چې دننه ننوځي، یوه انتحاري د دراوزې سره ځان ته چاودنه ورکړه او هغه موټر چې د دغې انتحاري تر شا و ورڅخه څلور انتحاري حمله کوونکي سیمې ته ننوتل او جګړه پیل شوه."

د کورنیو چارو وزارت په وینا په شهر نو او دشت برچي سیمو کې د دغو پېښو له امله د دوو پولیسو په شمول ۵ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه ملکي او پوځي کسان ټپيان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه واخیست.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې د کابل په شهر نو سیمه کې د حملې هدف ۱۰مه امنیتي حوزه او یو استخباراتي مرکز وو.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د کابل ښار نننۍ انتحاري حملې د حقاني شبکې له‌خوا د لشکر طیبه په همکارۍ پلان شوې وې.

له ملي امنیت عمومي ریاست نه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه حمله کوونکو سره د همکاري کوونکو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.

اعلامیه همدارنګه وايي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډېر مهارت سره د وسله‌والو توطئه خنثی کړه او د ګڼو ملکیانو د مرګ ژوبلې مخه‌یې ونیوله.

د کابل په زړه او لوېدیځ کې دا حملې داسې وخت کېږي چې تېره اوونۍ د کابل په شش درک سیمه کې دوو انتحاري حملو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

په دغو حملو کې نهه افغان خبریالان هم د وژل شویو کسانو په ډله کې وو.

له دې سره د ولسي جرګې غړی نذیر احمدزی وايي، د دولت وسله‌والو مخالفینو په مخامخ جګړو کې ماتې خوړلي او اوس غیر نظامیان هدف ګرځوي.

نوموړي زیاته کړه:

"اوس دوی د افغان ملت څخه استفاده کوي او د نن حملو هم د کابل اوسېدونکي د غم ټغر ته کېنول. موږ له امنیتي بنسټونو سره په اړیکه کې یو او اوس دواړه ځایه حمله کوونکي له‌منځه وړل شوي دي."

ښاغلی احمدزی وايي، امنیتي بنسټونه باید د خلکو د امنیت د ساتنې په برخه کې جدي اقدامات تر سره کړي.

دی وايي، د خلکو د امنیت خوندیتوب او په هېواد کې د امنیت ټینګښت د امنیتي بنسټونو دنده ده چې باید په ښه توګه‌یې تر سره کړي.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې ۴ چاودنې شوي چې ۳یې انتحاري او د یوې بلې نوعیت لا تر دا مهاله معلوم نه‌دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې لومړی د کابل ښار په لوېدیځه څنډه کې انتحاري حمله شوې او تر هغه وروسته ۱۳مې امنیتي حوزې ته نږدې وسله‌وال یوې ودانۍ ته پورته شوي او له هغه ځایه ډزې کوي.

ښاغلي دانش همدارنګه زیاته کړه چې د کابل ښار په ۱۰مه امنیتي حوزه کې هم تر دوو انتحاري حملو وروسته وسله‌وال کسان د یوه بانک اړوند ودانۍ ته ختلي او له هغه ځایه ډزې کوي.

نوموړي زیاته کړه چې تر دا مهاله په دغو چاودنو کې ۵ تنه ټپیان شوي دي.

دانش همدارنګه وویل چې د حمله کوونکو وسله‌والو کره شمېر تر دا مهاله نه‌دی معلوم.

د دشت برچي حملې مسؤلیت داعش ډلې ومانه.

په کابل کې د نننۍ پېښې سیمه.
په کابل کې د نننۍ پېښې سیمه.
  • پخواني معلومات

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې لومړۍ انتحاري حمله د کابل ښار ۱۳مې امنیتي حوزې قراول ته مخامخ شوې چې د تلفاتو په اړه‌یې جزئیات نه‌شته.

څو شېبې وروسته له هغې د کابل ښار ۱۰مې حوزې ته مخامخ دوه انتحاري حملې وشوې چې د لومړنيو معلوماتو له مخې دوه تنه ټپیان له دغې پېښې روغتون ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي دانش هغه راپورونه رد کړل چې ګنې دغه حملې په دغو سیمو کې د انتخاباتو لپاره د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو شوې دي.

تر اوسه د دې حملو پړه کومې وسله‌والې ډلې نه‌ده منلې.

نور معلومات وروسته …

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پېښه تأییدوي خو د نورو جزئیاتو په اړه څه نه‌وايي.

  • پخواني معلومات

د کابل د ۱۰مې حوزې په مربوطاتو کې هم د چاودنې غږ اورېدل شوی.

تر اوسه د دې پېښې په اړه جزئیات نه‌شته ...

  • پخواني معلومات

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د دې پېښې په تأیید ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه ۱۳مې امنیتي حوزې ته مخامخ په دشت برچي سیمه کې شوې ده.

ویل کېږي چې نښته هم روانه ده.

نوموړي وویل چې تر اوسه د دې چاودنې د څرنګوالي او د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه‌شته.

کومې وسله‌والې ډلې لا تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت نه‎دی منلی.

نور جزئیات وروسته …

XS
SM
MD
LG