د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

ولسي جرګه د وروستیو امنیتي پېښو په تړاو امنتیي مسؤلین ورغواړي


د نا امنیو زیاتوالی او په شش درک سیمه کې د دوشنبې د ورځې مرګونو حملو، د ولسي جرګې غبرګون راپارولی دی.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي پر خبریالانو د تروریستي ډلو او په تېره د داعش حملې وغندلې او ټینګار یې وکړ چې حکومت د خبریالانو د امنیت په تامینولو کې پاتې راغلی دی.

ښاغلي ابراهیمي پرېکړه وکړه چې امنیتي مسؤلین دې د راتلونکې شنبې په ورځ، د جرګې عمومي غونډې ته وبلل شي.

عبدالرؤف ابرهیمي
عبدالرؤف ابرهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"په خواشينۍ سره چې وروستۍ حمله زموږ پرګران مطبوعاتو وشوه، موږ د دې ترڅنګ چې دغه حمله غندو، په دغه درد کې ځانونه شریک ګڼو، په دې برخه کې د حکومت نیمګړتیا په جدي توګه محسوسه او ملموسه ده، موږ امنیتي مسؤلین تالارته غواړو چې په دې تړاو ځواب ووايي."

د جرګې ځینې غړي د کابل د شش درک پر سیمه حمله، یوه وحشیانه او له انسانیته لېرې عمل ګڼي او له حکومته غواړي چې د سولې د پروسې په اړه دې بیا کتنه وکړي او هغه ترهګر چې اوسمهال په زندانونو کې دې، باید اعدام شي.

دوه ورځې مخکې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کابل ښار د شش درک سیمه، د دوو مرګونو حملو شاهده وه چې په کې د نهو خبریالانو په ګډون، ۲۹ کابل ښاریان ووژل شول او ۴۹ په کې ټپیان شول.

ددغه حملو داعش ډلې منلې او ویلی یې دي چې هدف یې خبریالان وو.

په همدې ورځ ناوخته په خوست ولایت کې د بي بي سي خبریال احمد شاه هم د وسله والو مخالفینو له خوا په ډزو ووژل شو.

د ولسي جرګې غړي حکومت تورنوي چې د خلکو د امنیت د تامینولو لپاره اراده نه لري او دا هم وايي چې په دې برخه کې د امنیتي مسؤلینو نقش سمبولیک دی او لوی تصمیمونه، د نورو لخوا نیول کېږي.

د ولسي جرګې غړی عبدالله محمدي، د امنیت د عمومي ریاست په لس مترۍ کې پر خبریالانو برید او په اعلامیو کې د داعش د حملو خپرول یوه پوښتنه او د کشفي او استخباراتي ارګانونو لپاره، د شرم ځای ګڼي.

د کابل په شش درک سیمه کې د انتحاري حملې ځای.
د کابل په شش درک سیمه کې د انتحاري حملې ځای.

نوموړي زیاته کړه:

"امنیتي وزارتونه نه ملامتوو، دوی صلاحیت نه لري او په وزارتونو کې یې د سمبول په بڼه ګمارلي او زموږ څخه یې رایې وړي دي، خو لارښوونه یې له بل ځای نه کېږي."

پر امنیتي مسؤلینو په داسې حال کې انتقادونه کېږي چې له دغې پېښې یوه ورځ مخکې ولسمشر اشرف غني، په امنیتي ارګانونو کې په پرته له ځنډه اصلاحاتو ټینګار کړی و.

اوس ولسمشرۍ ماڼي د دغې پېښې په تړاو د څېړنو خبرې کوي، خو په دې اړه چې ایا بندي طالبان به اعدام شي او که نه، څه نه وايي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي:

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

"ولسمشر غني د ملي امنیت د شورا په وروستۍ ناسته کې، ټولو امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې وروستۍ پېښه په هراړخیزه توګه وڅېړي او نتیجه دې د شهیدانو له کورنیو او رسنیو سره شریکه کړي او د هېواد په کچه دې امنیت ته جدي پاملرنه وکړي."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوهان د حکومت د څېړنو خبرې، د قربانیانو او درسنیو د قهر د سړولو په خاطر کوي او وايي، که دغه پېښه جدي ونه نیول شي، جنایتکاران او ترهګر به خپلو اعمالو ته لا دوام ورکړي.

د سیاسي چارو پوه احمد سعیدی، پر امنیتي ځواکونو انتقادونه او ولسي جرګې ته د هغوې بلل، یو نمایشي حرکت ګڼي وايي، دغه کارونه د خلکو ټپونه نه شي رغولی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG