د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

د عامې روغتیا وزارت: د کابل په انتحاري حملې او چاودنو کې ۴۱ تنه وژل شوي


کابل ښار نن پنجشنبه یو ځل بیا د خونړۍ حملې شاهد وو.

دا حمله په شپږمې امنیتي حوزې پورې اړوند د قلعه‌ناظر په سیمه کې وشوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل په لوېدیځ کې پر تبیان فرهنګي مرکز کې په نننۍ انتحاري حملې او چاودنو کې ۴۱ تنه وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت: د کابل په انتحاري حملې او چاودنو کې ۳۶ تنه وژل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

د دې وزارت ویاند نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۷» د جمهوری ریاست او د کورنیو چارو وزارت د ویاندویانو د دفتر له سرپرستانو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کی وویل چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وویل چې په وژل شویو کې ۳۵ تنه نارینه، څلور ښځې او دوه ماشومان شامل دي چې ټول ملکیان دي.

وحید مجروح
وحید مجروح

نوموړي زیاته کړه:

"د کابل ښار په لوېدیځ کې د تبیان د فرهنګي مرکز په خونړۍ پېښه کې له بده مرغه زموږ ۴۱ تنه هېوادوال ووژل شول او زموږ ۸۴ تنه هېوادوال ټپیان شول. په وژل شویو کې ۳۵ تنه نارینه، ۴ ښځې او ۲ ماشومان شامل دي. په ټپیانو کې چې شمېر یې ۸۴ تنو ته رسېږي، ۸ تنه ښځې شاملې دي چې روغتونونو ته لېږدول شوې دي."

دا پېښه د تبیان په نوم په یوه فرهنګي مرکز کې وشوه چې د صدای افغان خبري اژانس دفتر هم په دې مرکز کې فعالیت لري.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې لومړی انتحاري حمله وشوه او بیا دوه ځای پر ځای شوي بمونه چوول شوي دي.

د صدای افغان د خبري اژانس مسؤل سید حسن حسیني ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې پر مهال په دې مرکز کې فرهنګي غونډه جوړه شوې وه او لسګونو تنو په‌کې برخه اخیستې وه.

ښاغلي حسیني څرګنده کړه چې د صدای افغان نهه تنه خبریالان او کارکوونکي هم په دې انتحاري حمله او دوو چاودنو کې ټپیان شوي.

په تبیان فرهنګي دفتر کې د ننني برید انځور.
په تبیان فرهنګي دفتر کې د ننني برید انځور.

دا د یوې اوونۍ په اوږدو کې دوهمه پېښه ده چې په کابل ښار کې کېږي.

د دوشنبې په ورځ په شش درک سیمه کې هم انتحاري حمله وشوه چې د کورنیو چارو وزارت په خبره شپږ تنه په‌کې ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

کابل ښار کې انتحاري حملې ۶ تنه وژلي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش وایي، د تبیان په مرکز کې د جوړې شوې غونډې په اړه امنیتي ځواکونو ته معلومات نه‌وو ورکړل شوي.

ښاغلی دانش وایي، هغو امنیتي مسؤلینو ته به هرو مرو سزا ورکړل شي چې د نننۍ خونړۍ پېښې د مخنیوي په برخه کې یې بې‌پروایي کړې.

نجیب دانش
نجیب دانش

نوموړي زیاته کړه:

"موږ کمي او بې‌پروایي منو او که چېرې د کابل د پولیسو په کچه او ځانګړې ډول د شپږمې امنیتي حوزې په سطحه بې‌پروایي کړې وي، د قانون له مخې به هغوی مجازات شي."

د دې حملې مسؤلیت داعش یا د اسلامي دولت ډلې منلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست او په کابل کې د امریکا سفارت د اعلامیو په خپرولو سره یاده حمله غندلې او دا یې یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل بللی دی.

په عین حال کې د جمهوری ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي په دې خبري غونډه کې وویل چې دا حمله فاجعه او جنایت دی.

ده څرګنده کړه چې دا ډول حملې به په افغانستان کې د پرمختګ مخه ونه‌نیسي او په دې هېواد کې به د مذهبي اختلافاتو سبب نه‌شي.

راپور: نسیم شفق

  • پخواني معلومات

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په کابل ښار کې د نن په پېښه کې ۴۱ تنه وژل شوي او ۸۴ تنه ټپيان دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح نن په کابل کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې په وژل شویو کې ۳۵ تنه نارینه، ۴ ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د نننیو انتحاري حملې او چاودنو له امله ۳۶ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان دي.

د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل، د پېښې په ځای کې تر انتحاري حملې وروسته دوه پرله‌پسې بمي چاودنې هم شوي چې تلفات‌یې نه‌لرل.

ښاغلي رحیمي وویل چې ټوله مرګ ژوبله د انتحاري حملې له امله اوښتې ده.

تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې د دې حملې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

وسله‌والو طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

بل‌خوا ولسمشرۍ ماڼۍ په خپلې اعلامیه کې دا حمله غندلې او د بشریت ضد جنایت‌یې بللی.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم دغه حمله غندلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کابل د شش درک په سیمه کې یوې انتحاري حملې چې مسؤلیت‌يې داعش ډلې په غاړه واخیست شپږ تنه ووژل او پنځه نور ټپيان کړل.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په نننیو انتحاري حمله او چاودنو کې ۴۰ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي شېبه وړاندې ازادي راډيو ته وویل چې دا انتحاري حمله نن له غرمې وړاندې ۱۰ نیمې بجې د کابل په لوېدیځ د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه‌ناظر سیمه کې د "تبیان" په نوم په یو سیاسي او فرهنګي مرکز کې چې د صدای افغان اژانس‌يې هم اړوند دی شوې ده.

د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې په سیمه کې له انتحاري حملې وروسته دوه نورې بمي چاودنې هم شوې دي.

دی وايي:

"د دې انتحاري حملې له امله ۴۰ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپيان دي چې ټول ملکي وګړي دي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له دې پېښې تر دې دمه روغتونونو ته ۵ ته وژل شوي او ۲۱ نور ټيپان وروړل شوي دي.

د صدای افغان اژانس د دفتر مسؤل سید حسن حسیني ازادي راډيو ته وویل نننۍ انتحاري حمله چې د دوی دفتر دننه شوې له امله‌يې نږدې ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

دی وايي:

"د صدای افغان خبري اژانس د دفتر دننه دا انتحاري حمله وشوه چې ډېر زیات تلفات‌يې واړول. زموږ معلومات دا دي چې له ۳۹ تنو ډېر وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي او د صدای افغان اژانس یو شمېر کارکوونکي هم په دې پېښه کې وژل شوي دي."

هغه وویل چې د دوی د دفتر په پاسني پوړ کې یو فرهنګي پروګرام پیل وو چې په منځ کې يې دا انتحاري حمله وشوه.

تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې د دې حملې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

وسله‌والو طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

بل‌خوا ولسمشرۍ ماڼۍ په خپلې اعلامیه کې دا حمله غندلې او د بشریت ضد جنایت‌یې بللی.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم دغه حمله غندلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کابل د شش درک په سیمه کې یوې انتحاري حملې چې مسؤلیت‌يې داعش ډلې په غاړه واخیست شپږ تنه ووژل او پنځه نور ټپيان کړل.

کابل ښار کې انتحاري حملې ۶ تنه وژلي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00
  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په لویدیځ کې انتحارې حملې ۴۰ تنه وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

  • پخواني معلومات

د افغانستان روغتیا وزارت وايي چې تر دې مهاله ۵ تنه وژل شوي او ۲۱ تنه ټپیان دي چې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ددې وزارت ویاند اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل چې دا لومړني شمېرې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي دا انتحاري حمله نن له غرمې وړاندې ۱۰:۳۰ دقیقې شوې چې له امله‌يې زیات تلفات اوښتي، خو دقیق شمېر يې نه‌شته.

خو د صدای افغان اژانس د دفتر مسؤل سید حسن حسیني ازادي راډيوته وویل نننۍ انتحاري حمله چې د دوی د فتر دننه شوې، له امله‌يې نږدې ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

  • پخواني معلومات

د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه‌ناظر سیمې د تبیان په نوم په یو سیاسي او فرهنګي مرکز کې چې د صدای افغان اژانس دفتر يې هم اړوند دی انتحاري حمله او بمي چاودنې شوې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي دا انتحاري حمله نن له غرمې وړاندې ۱۰:۳۰ دقیقې شوې چې له امله‌يې زیات تلفات اوښتي، خو دقیق شمېر يې نه‌شته.

د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې له لومړۍ حملې وروسته په سیمه کې دوه نورې چاودنې هم شوې دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد هم پېښه تأييدوي، خو وايي په اړه‌يې نور معلومات په واک کې نه‌لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې له دې پېښې تر دې دمه روغتونونو ته ۵ وژل شوي او ۲۱ تنه ټيپان وروړل شوي دي.

خو د صدای افغان اژانس د دفتر مسؤل سید حسن حسیني ازادي راډيوته وویل نننۍ انتحاري حمله چې د دوی د فتر دننه شوې، له امله‌يې نږدې ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

هغه وویل چې د دوی د دفتر په پاسني پوړ کې یو فرهنګي پروګرام پیل وو چې په منځ کې يې دا انتحاري حمله وشوه.

تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې د دې حملې مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کابل د شش درک په سیمه کې یوې انتحاري حملې چې مسؤلیت‌يې داعش ډلې په غاړه واخیست شپږ تنه ووژل او پنځه نور ټپيان شوي وو.

  • پخواني معلومات

د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه‌ناظر په سیمه کې څو شېبې وړاندې چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه د تبیان په نوم په یو تعلیمي مرکز کې شوې چې د تلفاتو په اړه‌يې معلومات په واک کې نه‌لري.

خو په سیمه کې د صدای افغان خبري اژانس د دفتر مسؤل سید حسن حسیني ازادي راډيو ته وویل چې دا یو انتحاري حمله وه چې د دوی د دفتر دننه شوې او لسګونه کسانو ته‌يې مرګ ژوبله اړولې ده چې د صدای افغان خبري اژانس کارکوونکي هم په‌کې شامل دي.

هغه وویل چې د دوی د دفتر په پاسني پوړ کې یو فرهنګي پروګرام پیل وو چې په منځ کې يې دا انتحاري حمله وشوه.

نوموړي دا هم وویل چې له لومړي چاودنې وروسته دوه نورې چاودنې هم شوي خو په اړه يې دقیق معلومات نه لري.

خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وویل چې چاودنه د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند تبیان په نوم په یو تعلیمي مرکز کې شوې ده.

چې د تلفاتو په اړه يې دقیق معلومات نشته.

هغه وویل سیمې ته پولیس رسېدلي او په دې اړه به له رسنیو سره نور معلومات وروسته شریک کړي.

نوموړي دا هم وویل چې د چاودنې نوعیت نه دی معلوم خو ممکن انتحاري حمله وي.

تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې د پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

  • پخواني معلومات

د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه‌ناظر په سیمه کې څو شېبې وړاندې چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه د «سي بي ار» په نوم په یو تعلیمي مرکز کې شوې چې د تلفاتو په اړه‌يې معلومات په واک کې نه‌لري.

هغه وویل، سیمې ته پولیس رسېدلي او په دې اړه به له رسنیو سره نور معلومات وروسته شریک کړي.

نوموړي دا هم وویل چې د چاودنې نوعیت نه‌دی معلوم، خو ممکن انتحاري حمله وي.

تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې د پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

  • پخواني معلومات

د کابل په پل سوخته سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد پېښه تائیدوي، خو جرئیات‌یې لا معلوم نه‌دي.

XS
SM
MD
LG