د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

کابل کې پر «الزهرا»جومات د حملې په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


ګڼ شمېر لوېدیځو ورځپاڼو په کابل کې د پنجشنبې د شپې په حمله چې یو شمېر لمونځ کوونکي پکې مړه او ټپيان شول تبصرې کړې دي.

د کابل په لوېدیځه سیمه دشت برچي کې د «الزهرا» په جومات کې د انتحاري حملې او ډزو په نتیجه کې چې د چارواکو په خبره د دوو کسانو له خوا شوې پنځه تنه وژل شوي او شپږ کسان نور ټپیان دي.

ګارډین:

ګارډین بریتانوي ورځپاڼې لیکلي د پنجشنبې شپې حمله چې داعش یا اسلامي دولت ډلې یې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی د روژې په میاشت کې د عامو خلکو د وژنې تر ټولو وروستۍ خونړۍ حمله وه.

دې ورځپاڼې لیکلي په دې حملې سره د سږ کال روژه له ۲۰۰۱ کال راهیسې د عامو خلکو د زیاتې مرګ ژوبلې په سبب په کابل کې له تر ټولو زیاته خونړۍ میاشت باندې بدله شوې ده.

انډیپنډنټ:

انډیپنډنټ ورځپاڼې لیکلي د پنجشنبې په شپه په داسې حال کې د کابل په لوېدیځ کې پر خلکو حمله شوې چې په ټول ښار کې جوماتونه له لمونځ کوونکو ډک و.

ورځپاڼې زیاته کړې لوړپوړي مقامات هم د لمانځه لپاره دې جومات ته تلل.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې هم سږنۍ رمضان میاشت تر ټولو خونړۍ بللې او ویلي یې دي د پنجشنبې حمله تر هغې ټانکر بم چاودنې څو ورځې وروسته کېږي چې پکې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال لیکلي په دې حمله کې شیعه لمونځ کوونکي په نښه شوي دي او جومات د لمونځ کوونکو په وینو سور ګرځول شوی دی.

دې ورځپاڼې خبر ورکړی چې د پنجشنبې شپې تر حملې وروسته یو شمېر ځايي خلک د کابل په لوېدیځ کې د یاد جومات سیمو ته نېږدې په سړکونو باندې وسله په لاس چیک پاینټونه جوړ کړل څو د نورو احتمالي حمله کوونکو مخه ونیسي.

نشنل انټرسټ:

نشنل انټرسټ خپرونې بیا د دوامداره جګړو په سبب د افغانانو دوامداره مرګ ژوبله زړه بوږنوونکې بللې ده.

خپرونې ویلي سره له دې چې افغانستان له ۲۰۰۱ کال راهیسې په بېلابېلو برخو کې پرمختګ وکړ خو د افغانانو وینې له هماغه ورځې په جګړو کې بهول کېږي او لا یې مخه نه ده نیول شوې.

نشنل انټرنسټ ویلي یوازې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۷ کال پورې پنځه اویا زره افغانانو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

نشنل انټرسټ ورځپانې د افغانستان جګړه تحمیلي بللې او ویلي یې دي چې ګاونډيان په خاصه توګه پاکستان د جګړې په ختمولو کې هیڅ ونډه نه اخلي او نه په سیمه ییزه کچه د افغانستان د ثبات لپاره کوم هوډ موجود دی.

نشنل انټرسټ پاکستان ته په اشارې ویلي چې ځینې هېوادونه د طالبانو په څېر نادولتي عناصر د خپلو اهدافو د مخته وړلو لپاره کاروي.

ورځپاڼې ویلي دغه کار د افغانستان د سولې پروسه زیانمنه کړې او ګڼ هغه نوښتونه یې له خنډ سره مخ کړي چې د افغان سولې لپاره پيل شوي دي.

چمتو کوونکی: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG