د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

افغان حکومت: د یو اړخېز اوربند په وضعیت کې هېڅ بدلون نه راځي


د افغانستان حکومت وایي، د یو اړخېز اوربند په وضعیت کې هېڅ بدلون نه‎راځي او تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د وسله‎والو طالبانو پر وړاندې تهاجمي بریدونه بند وي.

ټاکل شوې وه نن سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» د جون ۱۹مه د افغان حکومت له لوري د یو اړخیز اوربند موده ختمه شي، خو ولسمشر اشرف غني دا موده نوره هم وغځوله.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې راتلونکې لس ورځې به افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې هېڅ ډول تهاجمي بریدونه ونه‎کړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغان ځواکونه به په دفاعي حالت کې وي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

دی وايي:

"د عالمانو او خلکو د غوښتنو پر اساس حکومت د لسو نورو ورځو لپاره اوربند وغځاوه، خو په عین وخت کې موږ په هر حال کې د دفاع لپاره چمتووالی لرو. موږ تمه لرو چې طالبان هم د علماوو او خلکو غوښتني ومني او په افغانستان کې جګړې او تاوتریخوالی ختم کړي."

طالبانو د اختر له لومړۍ تر درېیمې ورځې پورې په لومړي ځل اوربند اعلان کړ چې د افغانستان د خلکو او هم د امریکا، بریتانیا، ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او ناټو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

خو د اوربند په ختمېدو سره وسله‎والو طالبانو د فاریاب، بغلان، غزني، کندهار او هلمند په ګډون د افغانستان په نهو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې بریدونه له سره پیل کړل.

بل‎خوا داسې انتقادونه هم شوي چې د اختر په ورځو کې ښارونو ته د سلګونو طالبانو راتګ او بېرته خپلو سیمو ته نه تګ خلک اندېښمن کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۵۰۰ وسله‎وال طالبان د دولت تر کنټرول لاندې ښارونو او سیمو ته ورغلي چې ډېر شمېر یې بېرته نه‎دي وتلي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، په کابل او د دولت تر کنټرول لاندې نورو سیمو او ښارونو کې د طالبانو حضور د اندېښنې وړ نه‎دی.

ښاغلی مرتضوي زیاتوي:

"په عین حال کې چې هغه طالبان چې غواړي له دولت سره یوځای شي او بل‎خوا خلک اندېښنه لري، د دې لپاره موږ لازم چمتووالی لرو."

وسله‎والو طالبانو په خپله تازه اعلامیې کې هغه کسان غندلي چې تر اوربند وروسته د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې پاتې شوي دي.

د دغې ډلي د مشرتابه غړو په وینا هغه طالبان چې د اوربند پرمهال یې له افغان ځواکونو سره عکسونه اخېستې دي، مجازات شي.

په ټولنیزو شبکو کې د دغو عکسونو خپرېدل ښایي، یو له هغو دلایلو وي چې یو شمېر طالبان ځکه خپلو سیمو ته بېرته ونه ګرځېدل چې وپېژندل شول.

له طالبانو سره توافق داسې وو چې هغو به کابل او نورو ښارونو ته له ننوتلو مخکې خپلې وسلې دولت ته تسلیمولې او د بېرته وتلو پر وخت یې وسلې اخېستلی شوې.

د طالبانو بریدونه داسې مهال له سره پیل شول چې د افغانستان د سولي عالي شورا وایي، د طالبانو له مشرانو سره یې په لوړه سطح اړیکې او ویډیویي کنفرانسونه درلودل، خو دغې ادارې دا نه‎دي ویلي چې طالبانو پر کومو مسایلو توافق، استدلال او یا هم مخالفت کړی دی.

د افغان ولسمشر اشرف غني په وینا په تېرو ۲۳ کلونو کې دا لومړی ځل و چې په افغانستان کې اوربند نافذ شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG