د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

د سولې عالي شورا وایي، له طالب چارواکو سره یې ویډیویي کنفرانسونه شوي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د وسله والو طالبانو له مشرانو سره د ویډيویي کنفرانسونو له لارې خبرې اترې ترسره شوي دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې افغانان د اوربند او په ښارونو کې د وسله والو طالبانو ګرم هرکلی کوي، افغان مقامات هم له دې ډلې سره د سولې له خبرو اترو پرده پورته کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د جوزا په ۲۷ مه» په یوه خبري ناسته کې وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې د وسله والو طالبانو له مشرانو سره د ویډیویي کنفرانس له لارې په یو شمېر مسایلو خبرې اترې شوې دي.

محمد کریم خلیلي
محمد کریم خلیلي

نوموړي زیاته کړه:

"مهم ګامونه اخیستل شوي او نور ګامونه هم اخیستل کېږي، دوهم په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو له مشرانو سره شفاهي نه، بلکې ویډیويي خبرې اترې شوي او نظرونه تبادله شوي او پر یو شمېر مسایلو، اوسني وضعیت او د زندانیانو په خوشې کولو خبرې شوې دي."

ښاغلي خلیلي که څه هم دا ونه ویل چې د وسله والو طالبانو له کومو مشرانو سره خبرې اترې شوي، خو وايي چې په دې ډله کې د سولې یوه لویه څپه راپورته شوې ده.

ښاغلي خلیلي له طالبانو د اوربند د مودې د تمدېد غوښتنه وکړه او پر دې ډله يې غږ وکړ چې د سولې مخامخ خبرو ته راشي.

که څه هم د وسله والو طالبانو له خوا د اختر په درېيو ورځو کې د اعلان شوي اوربند موده نن يکشنبه پاى ته رسېږي، خو د دې ډلې په وړاندې د افغان حکومت د اوربند موده تر نامعلومې مودې وغځول شوه.

د شنبې په ورځ ناوخته افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ویډیویي پيغام کې تر نامعلومې مودې د د اوربند موده وغځوله او له وسله والو طالبانو يې هم وغوښتل چې خپل اوربند وغځوي.

اخوا وسله والو طالبانو هغه اوازې رد کړې چې ګوندې دغې ډلې له افغان حکومت سره د اوربند د غځولو پرېکړه کړې ده.

وړاندې یو شمېر راپورونه خپاره شول چې وسله والو طالبانو د اوربند موده ۱۴ ورځو ته غځولې، خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې نن د دوی اوربند پای ته رسېږي او د پخوا په څېر به يې د الخندق په نوم پیل شوي عملیات دوام پیدا کړي.

په همدې حال کې د سولې د عالي شورا د دارلانشا رئیس محمد اکرم خپلواک په دې خبرې ناسته کې وویل چې په تېرو دوو ورځو کې د سولې عالي شورا ولایتي مسؤلینو د طالبانو له نظامي مسؤلینو سره مخامخ خبرې اترې کړې دي.

محمد اکرم خپلواک
محمد اکرم خپلواک

دی وایي:

"زموږ د ولایتي کمېټو رئیسان، غړي او د مرکزي شورا یو شمېر غړي د طالبانو له نظامي رهبرۍ سره په ټولو ولایتونو کې ناستې کړي او هلته يې د نظامي مسؤلینو سره، د طالبانو له ولسوالانو سره، د دوی په اصطلاح، د دوی د ولایتي مسؤلینو او نورو سره يې تماسونه نیولي او دا اړیکې نورې هم قوي شوي او موږ اوس په یو پراخ حرکت کې یوو."

ښاغلي خپلواک وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هم بحثونه شوي او اوس د سولې د مخامخ خبرو اترو لپاره هېڅ ډول مانع نشته.

یو شمېر کارپوهان باور لري چې اوسنیو حالاتو ته په کتو، له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیل په اړه هیله مندي تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG