د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

ګڼو هېوادونو او سازمانونو د ولسمشر غني د اوربند غځولو اعلان وستايه


د ولسمشر محمد اشرف غني د اوربند د تمديد اعلان د ګڼو هېوادونو او سازمانونو له هرکلي سره مخ شوى دى.

د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون شنبه ناوخته په يوه اعلاميه کې ويلي، د اختر پر مهال د نافذ شوي اوربند هرکلى کوي.

مایک پامپیو
مایک پامپیو

په اعلاميه کې ويل شوي:

"موږ د افغان سرتېرو، پوليسو او د طالب جنګياليو عکسونه ليدلي چې د يو بل تر څنګ د اختر لمانځه ته ولاړ وو، که افغانان په ګډه لمونځ کولاى شي، رهبران يې هم د خپلو اختلافاتو د حل لپاره په ګډه خبرې کولاى شي."

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير بوريس جانسن هم په يوه اعلاميه کې د ولسمشر غني د اوربند د غځولو د اعلان هرکلى کړى دى.

ښاغلي جانسن ويلي:

"د اوربند غځولو اعلان ښيي چې افغان حکومت د خپلو خلکو چې په شدت د سولې ملاتړ کوي، غوښتنې ته غوږ نيسي."

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ په ټوېټر کې ليکلي چې د اوربند د غځولو اعلان طالبانو ته غټ چانس ورکوي چې ثابته کړي، دوى داسې سوله ييز راتلونکى غواړي چې افغانان يې غوښتنه لري او مستحق يې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو هم پرون په يوه اعلاميه کې د ولسمشر غني د تصميم د هرکلي تر څنګ ويلي، دا فرصت بايد له لاسه ورنه کړل شي.

ښاغلي ياماموتو ويلي:

"د افغانستان د حکومت له خوا د اوربند تمديد، په افغانستان کې روانې لانجې ته د حللار موندنې په هدف، د خبرو پيل ته يو څرګند فرصت برابروي."

بل خوا په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د قاطع ملاتړ ماموريت په يوه اعلاميه کې وويل، د ولسمشر غني د اوربند د اعلان تر څنګ له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د ولسمشر غني د پېشنهاد ملاتړ کوي.

اروپايي ټولنې هم ويلي چې د افغان حکومت او طالبانو له خوا په اختر کې تاريخي اوربند، په تېره ١٧ کلنه شخړه کې، افغانانو ته هغه مهلت ورکړ چې دوى ورته سخته اړتيا درلوده.

د دې ټولنې د بهرني سياست مشرې فيدريکا موګيريني په اعلاميه کې ويلي، اروپايي ټولنه له دواړو لوريو غوښتنه کوي چې خپلو تعهداتو ته درناوى وکړي.

سره له دې چې د وسله والو طالبانو له خوا د اختر په درېيو ورځو کې د اعلان شوي اوربند موده نن يکشنبه پاى ته رسېږي، خو د دې ډلې په وړاندې د افغان حکومت د اوربند موده تر نامعلومې مودې پورې وغځول شوه.

ولسمشر غني له طالبانو هم غوښتي چې خپله د اوربند موده تمدید کړي
ولسمشر غني له طالبانو هم غوښتي چې خپله د اوربند موده تمدید کړي

ولسمشر محمد اشرف غني پرون ناوخته په يوه ويډيويي پيغام کې وويل:

"د کوچني اختر له څلورمې ورځې څخه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اوربند د تمدید هدایت ورکوم، د تمدید شوي اوربند جزئیات به ډېر ژر ملت سره شریک شي، په ټول هېواد کې وسله والو ځواکونو ته لارښوونه کېږي چې د خلکو د امن او د هېواد د دفاع لپاره د هر ډول حملې او تعرض په وړاندې قاطع او هراړخيز چمتووالى ولري."

ولسمشر محمد اشرف غني له وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې خپل اوربند تمديد کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه رسماً د افغان حکومت له خوا د اوربند غځولو د اعلان په اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د غبرګولي په ١٧مه په يوه ويډيويي پيغام کې د روژې له ٢٧مې د کوچني اختر تر پنځمې د اوربند اعلان کړى و.

د ولسمشر تر هغه اعلان ٢ ورځې وروسته وسله والو طالبانو اعلان وکړ چې د اختر په درېيو ورځو کې اوربند کوي.

افغان حکومت ويلي چې د اوربند په دغه پېشنهاد کې داعش، القاعده او نورې بهرنۍ، سيمه ييزې يا نړيوالې ترورېستي ډلې شاملې نه دي.

طالبانو بيا ويلي چې د دوى له اوربنده بهرني ځواکونه عمدتاً امريکايي پوځيان مستثنى دي.

د سولې عالي شورا وايي چې د طالبانو په وړاندې د اوربند غځولو اعلان کولاى شي، په افغانستان کې دايمي سولې ته زمينه برابره کړي.

د دغې شورا مرستيال عطاء الرحمن سليم ازادي راډيو ته وويل:

"دا کار خبرو اترو او د يو بل زغملو ته زمينه برابروي، دېته لار هواروي چې ټول يو بل درک کړي او دې حقيقت ته ورسېږي چې جنګ حللاره نه ده، نو موږ بايد د خپلو غوښتنو لپاره د خبرو اترو، مذاکرو او تفاهم لار خپله کړو، موږ په تېرو دوو ورځو کې د دغه اوربند مثبت اثرات وليدل."

د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده تېره اوونۍ د اختر په مناسبت په خپل پيغام کې د امريکا له متحدو ايالتونو سره پر مستقيمو خبرو ټينګار کړى و.

خو ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو پرونيو خبرو کې وويل چې افغان حکومت د سولې د هراړخيزو مذاکرو تر څنګ په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو د حضور، نقش او راتلونکي سرنوشت په اړه هم بحث ته حاضر دى.

XS
SM
MD
LG