د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۴۹

کابل امنیه قومانداني: د اوربند په اساس يو شمېر طالبان کابل ښار ته داخل شوي


د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار اتمې امنیتې حوزې او ارغندې اړوند سیمو له لارې يو شمېر طالبان د خپلو وسلو له تسلیمولو وروسته کابل ښار ته ننوتي دي.

د دغې قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغو کسانو ته د حکومت او طالبانو ترمنځ د اعلان شوي اوربند په اساس کابل ښار ته د ننوتو اجازه ورکړل شوې ده.

حشمت ستانکزی
حشمت ستانکزی

نوموړي زیاته کړه:

"د هېواد په زیاترو ولایتونو شمال او جنوب کې سیمه ییزو چارواکو د طالب مشرانو سره لیده کاته وکړل او اختر یې په ګډه ولمانځه په کابل کې هم يو شمېر طالبانو چې وسلې ترې په دروازو کې تسلیم شوي،د ارغندې او اتمې حوزې اړوند سیمو له لارې ښار ته دننه شوي، موږ خپل ټول تدابیر لرو او کوم جدي مشکل نشته او خاص دوی د اوربند د پرېکړې له مخې ښار ته ننوتي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د دفاع وزارت ازادي راډيو ته ویلي چې په غزني، لوګر، فراه، بادغیس او يو شمېر نورو ولایتونو کې افغان ځوکونو او طالب جنګیالیو له يو بل سره روغبړ او اختر مبارکۍ کړي دي.

د ځینو راپورونو له مخې وسله والو طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو سره د اختر مبارکۍ ترڅنګ حتا دا چې په جوماتونو کې د اختر لمونځ هم په ګډه کړی دی.

په همدې حال کې د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي ازادي راډيو ته وویل چې په کندز ښار کې افغان ځواکونه او طالبان يوځای سره کښېناستل او يو بل ته يې د اختر مبارکي وویله.

په ورته وخت کې د لوګر د ولایتي شورا مرستیال عبدالولي وکیل ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې سمیه ییز مسؤلین، امنیتي او دفاعي ځواکونه او طالبان سره راټول شوي او په ګډه اختر لمانځي او د اوربند د اوږدېدو غوښتنه کوي.

عبدلولي وکیل
عبدلولي وکیل

نوموړي زیاته کړه:

"دا دی اوس حکومتي مسؤلین او طالبان په يوه موټر کې سره ناست دي او حضرې ولسوالۍ ته روان دی،د ملي امنیت مسوول،د امنیې قوماندانۍ مسوول،د ملي اردو مسوول او طالب مشران په ګډه د سولې او امن پيغام بدرګه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د حکومت له خوا د اعلان شوي اوربند له مخې پر دې سربېره چې پر وسله والو طالبانو ټول پوځي عملیات د اختر تر پنځمې درېږي، دغه راز وسله والو طالبانو ته دا اعلان هم شوی چې کولای شي د اختر په شپو او ورځو کې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ته ورشي او اختر له خپلو کورنیو سره ولمانځي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه يونس فکور وايي،د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو په ځانګړې توګه کابل ښار ته د يو شمېر طالبانو ننوتل تصادفي نه بلکې د دواړو لوریو ترمنځ د پټو خبرو نتیجه ده.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG