د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

دفاع وزارت: د حکومت او طالبانو ترمنځ اعلان شوی اوربند کاملاً مراعت شوی


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو لخوا اعلان شوی اوربند تردې مهاله په کامل ډول مراعت شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت او د يو شمېر ولایتونو د ولایتي شورا مسؤلین وايي تردې مهال په ټول هېواد کې اوربند په بشپړ ډول مراعت شوی او په يو شمېر ولایتونو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله وال طالبان له يو بل سره روغبړ هم کړی.

د دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دواړه لورې تر دې مهاله اوربند ته ژمن پاتې شوي او دوی هیله لري دغه لړۍ دوامداره شي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"دا اوربند په ټول افغانستان کې په کامله توګه تراوسه مراعت شوی او موږ هیله لرو چې دغه اوربند په راتلونکي کې هم دوامداره تاثیرات ولري او په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي."

ښاغلی رادمنش وايي، په غزني، لوګر، فراه، بادغیس او يو شمېر نورو ولایتونو کې افغان ځوکونو او طالب جنګیالیو له يو بل سره روغبړ او اختر مبارکۍ کړي دي.

د ځینو راپورونو له مخې وسله والو طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو سره د اختر مبارکۍ ترڅنګ حتا داچې په جوماتونو کې د اختر لمونځ هم په ګډه کړی دی.

په همدې حال کې د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي ازادي راډيو ته وویل چې په کندز ښار کې افغان ځواکونه او طالبان يوځای سره کښېناستل او يو بل ته يې د اختر مبارکي وویله.

ښاغلی ولي وايي، که څه هم طالبانو په رسمي توګه د اوربند د اوږېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د ده په خبره پخپل منځي جلسو او ناستو کې يې د اوربند د اوږېدو هیله کړې ده.

په ورته وخت کې د لوګر د ولایتي شورا مرستیال عبدالولي وکیل ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې سمیه ییز مسؤلین،امنیتي او دفاعي ځواکونه او طالبان سره راټول شوي او په ګډه اختر لمانځي او د اوربند د اوږدېدو غوښتنه کوي.

عبدلولي وکیل
عبدلولي وکیل

نوموړي زیاته کړه:

"دا دی اوس حکومتي مسؤلین او طالبان په يوه موټر کې سره ناست دي او ازرې ولسوالۍ ته روان دي، د ملي امنیت مؤل،د امنیه قوماندانۍ مسؤل،د ملي اردو مسؤل او طالب مشران په ګډه د سولې او امن پيغام بدرګه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د حکومت له خوا د اعلان شوي اوربند له مخې پر دې سربېره چې پر وسله والو طالبانو ټول پوځي عملیات د اختر تر پنځمې درېږي، دغه راز وسله والو طالبانو ته دا اعلان هم شوی چې کولای شي د اختر په شپو او ورځو کې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ته ورشي او اخترله خپلو کورنیو سره ولمانځي.

دا شان افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا په سوله او د اوربند پر دوام ټینګار وکړ.

د اوربند د دوام لپاره د ولسمشر هیله
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

ښاغلي غني په ارګ کې د کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته په خپل پيغام کې یو ځل بیا طالبان سولې ته راوبلل او ویې ویل، د بین‎ الافغاني سولې لپاره د علماوو منځګریتوب ته چمتو دی.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG