د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

تادامیچي یاماماتو: ممکن په افغانستان کې د سولې لپاره یو ور په خلاصېدو وي


دا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د استازي تادامیچي یاماماتو په لاس د یوې لیکل شوې مقالې عنوان دی.

په مقاله کې ښاغلي یاماماتو د افغان حکومت او طالبانو له خوا په خاصه توګه د اختر په ورځو کې اوربند ته اشاره کړې او هغه یې په تېرو اولسو کلونو کې بې ساری کار بللی دی.

په دې مقاله کې همداراز د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د سولې د پرلت خیمې هم یادې شوي دي.

یاماماتو ویلي چې پوره باور لري چې په افغانستان کې د سولې لپاره یو ور په خلاصېدو دی.

هغه لیکلي چې اوس وخت د جګړو د دود او لوخړو له منځه د سولې د یوې باالقوه معاملې نښې راڅرګندیږي.

په دې مقاله کې راغلي چې د جګړو بندیدل که لنډمهالي هم وي د سولې اساسي بنسټونه جوړوي.

یاماماتو د دې مقالې په وروستیو کرښو کې داسې نتیجه اخیستې چې په افغانستان کې له جګړو ستړیو خلکو ته رښتینې بریا د جګړې پای او د سولې د خبرو په اساس جوړجاړی دی.

کرسشن ساینس مانيټور:

کرسشن ساینس مانيټور ورځپانې هم په یوې مقالې کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند او په دغه هېواد کې سولې ته د رسېدو په هڅو مقاله لیکلې ده.

ورځپاڼه لیکي چې که موقتي اوربند برقراره پاتې وي دا به له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې په افغانستان د امریکا بریدونه پيل شول په جګړه کې تر ټولو لویه دمه وي.

طالبانو د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې په افغان پوځیانو بریدونه نه کوي، خو د دوی په خبره بهرني پوځیان په دغه اوربند کې نه دي شامل.

اخوا افغان حکومت هم د روژې له ۲۷ د اختر تر پنځمې په افغان وسله والو طالبانو اوربند اعلان کړی خو ویلي یې دي چې د داعش او القاعده په وړاندې به یې عملیات لا هم دوام ولري.

ورځپاڼې لیکلي چې تر کلونو جګړې او د بهرنیو تر مداخلې وروسته افغانستان ته اوس وخت د سولې د ټینګښت لپاره یو نوی چانس په لاس ورغلی دی.

کرسشن ساینس مانیټور لیکلي که څه هم سولې ته د رسېدو لارې ستونزمنې ښکاري خو ان یو وړوکی اوربند هم د خبرو له لارې د لانجې د هواري پیغام رسوي.

ورځپاڼې د افغانانو تر منځ د سولې لپاره د هڅو زیاتېدو په خاصه توګه له هلمنده تر کابله د سولې ولسي حرکت او په کابل کې د دیني عالمانو غونډې ته اشاره کړې ده چې په خبره یې د جګړې د بندیدو او د سولې د ټینګښت لپاره یې غږ پورته کړی دی.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG