افغانستان
برمک: هیله ده د سولې خبرې یوه دایمي اوربند ته لار هواره کړي
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر دې ته په پام سره چې د اختر لومړۍ ورځ وسله والو طالبانو د اوربند درناوی وکړ هیله من دی چې دا د سولې خبرو او یوه دایمي اوربند ته لاره هواره کړي.
ویس احمد برمک پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې داسې راپورونه یې هم ترلاسه کړي چې په یوشمېر سیمو کې وسله وال طالبان د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې د خپلو کورنیو او خپلوانو لیدو ته ورغلي دي.
د ښاغلي برمک په وینا وسله وال طالبان باید د حکومت له دغه باور څخه په دې ښه پوه شي چې سوله یې لومړیتوب دی او دوی هم باید رامخته شي.
ډېری افغانان هم له دواړو خواو د اوربند اعلان او هغه ته له درناوي ډېر خوښ دي او د هغه د تمدید هیله کوي.
د افغانستان حکومت د اختر تر پنځمې او وسله والو طالبانو هم د اختر تر دریمې اوربندونه اعلان کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
تاجکستان وایي، پوله کې یې ( دوه افغان قاچاق وړونکي) وژلي دي
د تاجکستان حکومت وایي، له افغانستان سره په پوله کې دوه قاچاق وړونکي وژل شوي دي.
د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې د عامه اړیکو مرکز نن جمعه ( د حمل ۲۸مه) ویلي چې دغو قاچاق وړونکو هڅه کوله چې د ختلان ولایت فرخار ولسوالۍ ته د افغانستان له خاورې دننه شي.
وړاندې راغلي چې دغه کسان له پولیسو سره په شخړه اوښتي چې دوه تنه یې وژل شوي او یو بل یې له تیارې څخه په استفادې تښتیدلی دی.
خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د پیښې ځای کې دوه میله کلاشینکوفونه او ۲۵ بستې نشه یي توکي پاته دي.
د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
استرالیا په جنګي جنایت تورن سرتیری په ضمانت خوشې کړ، هغه د ۵ افغانانو په وژنه تورن دی
د استرالیا یوې محکمې خپل یو ویاړلی سرتیری چې په افغانستان کې په جنګي جنایت تورن دی، په ضمانت ازاد، خو سفري محدودیتونه یې پر ځای دي.
۴۷ کلن بن رابیرتس سمیت تېره اونۍ پولیسو د پنځو جنګي جنایتونو په تور ونیوه چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ یې افغانستان کې ترسره کړي دي.
دی تورن دی چې د ماموریت پر مهال یې ۵ ملکي افغانان وژلي او د اثبات په صورت کې هر یو دا ډول قتل عمري حبس سزا لري.
سمیت په تکرار سره پر ده لګول شوي تورونه رد کړي.
استرالیا وروسته تر هغه په افغانستان کې له خپلو یوشمېر تورنو سرتیرو پوښتنې ګروېږنې پيل کړې چې ۲۰۱۸ کال کې په دې اړه رسنیو کې یوشمېر مقالې خپرې شوې.
پر کونړ د پاکستان د بریدونو له کبله یوازې د یوه ښونځي ۸ زره زده کوونکي له زده کړو پاته شوي
ډیورند کرښې ته نژدې د کونړ په بریکوټ کلي کې ۸ زره زده کوونکي د پاکستان د بریدونو له کبله له زده کړو بې برخې شوي دي.
فرانس پریس لیکلي چې د دغې سرحدي سیمې اوسیدونکي وروسته له هغه کډه شول چې دغلته یوه لیسه د پاکستان په بریدونو کې ویجاړه او شاوخوا کورونه زیانمن شول.
اژانس وړاندې لیکلي چې د همدې جګړې له کبله په ټوله کې ۱۲۰۰۰ زده کوونکي یا متاثره او یا هم بې ځایه شوي دي.
په راپور کې د ملګرو ملتونو په حواله راغلي چې د بریکوټ په ګډون د کونړ ۲۲ ښوونځي جدي بیارغونې ته اړتیا لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې تازه څپه د فبرورۍ په ۲۶مه پېل شوه، که څه هم د اختر له اوربند او چین کې د دواړو لورو له ۷ ورځنیو خبرو وروسته یو څه کراره شوې، خو یو مخ نه ده درېدلې.
د افغانستان لپاره د پاکستان او اروپايي اتحادیې استازو سره لیدلي دي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی وايي چې د اروپایي اتحادیې له ځانګړي استازي ژیل برتران سره یې لیدلي او د سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه یې خبرې کړې دي.
محمد صادق خان د پنجشنبې په ورځ (۲۷ حمل) په ایکسپاڼه لیکلي چې دواړو لورو د ترهګرۍ، اړوندو ګواښونو، سوداګرۍ او سیمهییز اتصال په اړه خبرې کړي.
هغه زیاته کړې چې په دې خبرو کې د همغږۍ او ګډ تعامل پر اهمیت هم ټینګار شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تېرو شپږو میاشتو کړکېچونو له امله پولې تړل شوي او سوداګري هم زیانمنه شوې ده. وروستۍ نښتې د فبروري میاشت کې پیل شوې وې، خو د چین په منځګړیتوب دا کړکېچونه تر یوه حده کم شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان د طالبانو د جزايي اصولنامې د لغو کیدو غوښتنه کوي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د طالبانو «د محاکمو جزایي اصولنامه» به د افغانستان د خلکو اساسي حقونه نور هم کمزوري کړي.
دغو کارپوهانو په یوه لیک کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت په مشرۍ لیکل شوی، له طالبانو غوښتي چې دا اصولنامه لغوه کړي.
په دې لیک کې، چې بنیت د پنجشنبې په ورځ (۲۷ حمل) په ایکسپاڼه خپور کړی، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی ته لیکل شوي چې دا فرمان له نړیوالو حقوقي معیارونو سره برابر نه دی او ښايي د عادلانه محاکمې حق، د قانون پر وړاندې برابري او له شکنجې څخه خوندیتوب تر پښو لاندې کړي.
د کارپوهانو په وینا، د شفافیت نشتوالی، د جرمونو مبهم تعریف، او د ځینو بدني سزاګانو اجازه جدي اندېښنې دي. هغوی همدارنګه د اعدام د سزا د زیاتېدو او پر ښځو او زیانګالو ډلو د دې فرمان د اغېزو په اړه خبرداری ورکړی.
طالبانو تر اوسه دې غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي وو چې د دوی په قوانینو کې داسې هېڅ ماده نشته چې د اسلامي شریعت خلاف وي.
د بخښنې نړیوال سازمان: بریتانیا دې د افغان ښځو پر وړاندې د پناه غوښتنې سختې تګلارې ودروي
د بخښنې نړیوال سازما او د «د سولې او امنیت لپاره د جنسیتي اقدام» (GAPS) ډلې له بریتانیا غوښتي چې ه د پناه غوښتنې هغه تګلارې ودروي چې د دوی په وینا، ورځ تر بلې افغان ښځې او نجونې د پناه له ترلاسه کولو څخه محروموي.
په هغه ګډ راپور کې چې د اپرېل په ۱۶مه خپور شوی، ویل شوي چې په بریتانیا کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو کچه په چټکۍ سره له ۹۶ سلنې څخه ۳۴ سلنې ته راټیټه شوې ده، او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې سلګونه ښځې له پناه اخیستو بېبرخې شوې دي.
د راپور له مخې، دا کموالی په داسې حال کې راغلی دی چې افغان ښځې په نړۍ کې تر ټولو له سخت جنسیتي محدودیتونو سره مخامخ دي؛ هغه محدودیتونه چې په افغانستان کې د زدهکړو، کار او ازاد تګ راتګ حقونه سخت محدودوي.
راپور زیاتوي چې د بریتانیا هغه پالیسۍ چې د کډوالۍ د کنټرول لپاره سختې شوې دي، په عملي ډول د هغو کسانو لپاره د خوندیتوب دروازې بندوي چې تر ټولو زیاته اړتیا ورته لري، په ځانګړي ډول زیانګالې ښځې او نجونې.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د تازه ورښتونو اټکل شوی
د افغانستان په یو ویشت ولایتونو کې پنجشنبه د ورښتونو او د سیلونو د بهیدو اټکل شوی دی.
د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، لوګر، پکتیا، خوست، پروان، بغلان، میدانوردګ، بدخشان، تخار، سمنګان، کندز، بلخ سرپل، بامیان، غور او دایکندي ولایتونو کې له لسو تر دیرش ملي مترو پورې د بارانونو د وریدو او د سیلونو د بهیدو امکانات شته.
د افغانستان له پېښو سره د مبارزې د ادارې په وینا د حمل له شپږمې تر څلرویشتمې په افغانستان کې د ورښتونو او سیلونو له امله یو سل او اووه اویا کسان ووژل شوي او نهه تنه لاهم تري تم دي.
متقي د عربستان له سفیر سره د کابل-اسلام اباد پر روغې جوړې خبرې وکړې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره د افغانستان او پاکستان د روغې جوړې د مذاکراتو په تړاو خبرې وکړې.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلې دي چې د چهارشنبې په ورځ امیر خان متقي د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر فیصل طلق البقمي ته په چین کې د ترسره شویو خبرو په اړه معلومات ورکړل.
د خبرپاڼې له مخې ښاغلي متقي وویل چې هیله یې دا ده چې تعبیرات او جزیي تخنیکي مسایل د افغانستان-پاکستان د مذاکراتو د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخامخ نه کړي.
د چین په ارومچي کې د پیکنګ په منځګړیتوب د اپریل له لومړۍ نیټې تر اوومې پورې د افغان طالبانو او پاکستان د استازیو تر منځ د سولې غیر رسمي خبرې ترسره شوې.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي د جاپان په مرسته د افغانستان روغتیايي خدمات پیاوړي کوي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي د جاپان په مرسته د افغانستان د روغتیايي پاملرنې سیستم پیاوړی کوي.
ددغه سازمان د افغانستان څانګې د چهارشنبې په ورځ خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د جاپان د حکومت او ولس په "سخاوتمندانه" مرسته د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم د بیړنۍ پاملرنې څخه نیولې د ناروغیو ترتشخیص او اساسي خدماتو پورې پياوړی کوي.
د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم چې له پخوا هم د څو لسیزو جګړو له امله کمزوری شوی هیوادته د ملیونو کډوالو د ستنیدو له امله ترفشار لاندې دی.
ملګري ملتونه وايي له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستنې شوې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي
ملګري ملتونه وايي له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستنې شوې ښځې، د فقر، ناوړه ګټې اخیستنې اوستونزو سره د مقابلې لپاره دخطرناکو لارو چارو د غوره کولو له زیات خطر سره مخ دي.
ملګړي ملتونه وايي ددغو ستنو شویو ښځو څخه یوازی ۱۷ سلنه یې د خپل کاروبار عاید ترلاسه کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن چهارشنبه په خپله ایکسپاڼه لیکلي دي چې افغانستان ته د ستنو شویو ښځو د اقتصادي ادغام په اړه یوه څېړنه کې، د هغوی د اقتصادي ګډون پر وړاندې خنډونه پېژندل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې دا څېړنه عملي سپارښتنې وړاندې کوي څو د ستنېدونکو ښځو اقتصادي جذب پیاوړی شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په وینا، که څه هم بیړنۍ بشري اړتیاوې باید لا هم پوره شي، خو دا هم ډېر مهم دي چې په اوږدمهالو حللارو پانګونه وشي.
بلخوا د اروپايي اتحادیې د ملکي ساتنې او بشري مرستو ادارې د دوشنبې په ورځ، د حمل ۲۴مه، په یوه راپور کې وویل چې ډېری افغانان چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي، نه کور لري، نه عاید او نه هم لومړنیو خدماتو ته لاسرسی.
دې ادارې زیاته کړې چې د افغانستان د نازکو شرایطو په پام کې نیولو سره، ښځې او ماشومان تر ټولو زیات زیانګالي دي.