د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

سولې شورا: د طالبانو د رهبرۍ په مختلفو سطحو کې سولې ته لېوالتیا زیاته شوې


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د دوی تازه موندنې ښيي چې د طالبانو په ځانګړې توګه د دغې ډلې د رهبرۍ په مختلفو سطحو کې سولې او مذاکراتو ته لېوالتیا ډېره شوې ده.

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د سولې شورا هیله منه ده چې د اوربند پرمهال د حکومت او طالبانو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته او د سولې خبرو ته زمینه مساعده شي.

نوموړي زیاته کړه:

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

"باید د دواړو لوریو ترمنځ اعتماد رامنځته شي، موږ هیله لرو، ځکه دواړو لوریو ترمنځ سولې ته لېوالتیا ډېره شوې ده، کوم معلومات چې موږ ته رسېدلي د طالبانو د رهبرۍ په مختلفو سطحو کې مذاکراتو او د سولې خبرو اترو پېلېدو ته امادګي زیاته شوې ده، زموږ هیله مندي ډېره ده ځکه د سولې روانو هڅو ترشاه د خلکو ملاتړ هم موږ سره ملګری دی.​"

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د روژې له ۲۷ نه د اختر تر پنځمې او وسله والو طالبانو بیا د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کی د کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته په خپل پيغام کې یو ځل بیا طالبان سولې ته راوبلل او ویې ویل چې د بین‎الافغاني سولې لپاره د علماوو منځګریتوب ته چمتو دی.

د اوربند د دوام لپاره د ولسمشر هیله
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

په يو شمېر راپورونو کې د طالبانو د ډلې مشر ملا هیبت الله له قوله ویل شوي چې نوموړي پخپل اختریز پيغام کې له امریکا سره پر مستقیمو مذاکراتو ټینګار کړی، خو د افغان حکومت سره یې د خبرو اړه په څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان د دواړو لوریو لخوا د اوربند رعایت ته په اشارې سره وايي، مذاکراتو او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره د دواړو اړخونو ترمنځ رښتینولي او په يو بل اعتماد اساسي شرط دی.

له دې ډلې انتظار خادم په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

انتظار خادم
انتظار خادم

"پرته له صداقت او رښتینولۍ يو قدم هم نشي پورته کېدای او که پورته هم شي تلپاتې سولې او ثبات ته لارنشي هوارولی، نو که غواړو چې افغانستان د سولې خوا ته لاړ شي، نو رښتینولۍ اساس باید غښتلی کړو او صداقت او اعتماد باید په جدي توګه په نظر کې ولرو او عملي یې کړو."

ښاغلی خادم وايي،کله چې د سولې بنسټيز مراحل په سمه توګه پلې شي نو په هېواد کې تلپاتې سولې ته لار هوارېدلی شي.

نوموړی د دواړو لوریو ترمنځ اعتمادي سازي او د سولې په وړاندې د پرتو خنډونو لرې کول او د حکومت او طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د خلکو ترمنځ نږدې والی هغه نور موارد ګڼي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګښت سره مرسته کولای شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG