د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

ډیجیټل ژورنال: د یوبل مرګ د تږو ورغاړېوتل د تصور وړ نه وو


ګڼو نړیوالو رسنیو په افغانستان کې د کوچني اختر په مناسبت پر اعلان شوي اوربند لیکنې خپرې کړې دي.

دوی د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د وسله والو طالبانو د ګرځېدو او عامو خلکو او امنیتي ځواکونو سره د عکسونو پر اخیستو لیکنې کړي او په خپلو پاڼو کې یې د طالبانو، افغان حکومتي ځواکونو او عامو خلکو ځیني شریک تصویرونه خپاره کړي دي.

سټار اینډ سټریپس:

سټار اینډ سټریپس خپرونې په دې اړه په یوه راپور کې د لوګر په مرکز پل عالم کې د یوې څلور لارې عکس خپور کړی چې طالبان، افغان سرتېري او عام خلک په کې په ګډه د خوښۍ او یو بل سره د اختر د مبارکۍ په حال کې لیدل کېږي.

خپرونه وايي، دا هغه لسګونه وسله وال طالبان دي چې له اوربنده په ګټې اخیستنې د لوګر په مرکز پل عالم کې ډاډه ګرځي او له خلکو او افغان ځواکونو سره اختر مبارکۍ کوي.

خپرونه په ځینو نورو ولایتونو کې هم د حکومت تر ولکې لاندې سیمو ته د اوربند په نتیجه کې د طالب وسله والو له ورتګه او هلته له امنیتي سرتېرو او عامو خلکو سره د اختر د مبارکیو یادونه کړې ده.

د سټارز اینډ سټرایپس ددې لیکنې لیکوال وايي چې په ځینو ځایونو کې طالبانو او حکومتي ځواکونو په شریکه د الله اکبر نارې وهلې او په افغانستان کې یې د بهرنۍ مداخلې پر ضد شعارونه ورکول.

خپرونه وايي، د جمعې په ماښام له نظامي قوماندانانو سره په ویډیويي خبرو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، حکومت هیله لري چې سوله به ټینګه شي، خو دوی به بیداره او ناوړه وضعيت ته هم چمتو اوسي.

خپرونه وايي، ګڼو افغانانو له دواړو خواوو غوښتي چې اوربند دې وغځوي.

ډیجیټل ژورنال:

له کاناډا خپرېدونکې ډیجیټل ژورنال خپرونې په همدې موضوع یوه لیکنه کې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د اختر مبارکیو یادونه کړې او وايي، د افغانستان د تر ټولو لویې وسله والې ډلې (طالبانو) یو شمېر غړي چې وسلې ورسره وې، د بټي کوټ په جنګ ځپلې ولسوالۍ کې د موټر او موټرسایکلونو په یوه کاروان کې چې د طالبانو او د افغانستان ملي بیرغونه یې رپول، روان وو.

دا خپرونه وايي، دې کاروان ته په لاره کې د افغان امنیتي ځواکونو د امنیتي پوستو سرتېرو هرکلی وایه، اختر مبارکۍ یې ورسره کولې او عکسونه یې ورسره اخیستل.

د لیکوال په باور، یوازې څو ورځې مخکې د داسې یوې صحني لیدل چې په کې دې د یو بل مرګ ته دوه تږي لوري سره داسې غاړه په غاړه روغبړ کوي، د تصور وړ نه و.

دې خپرونې د یوه لوېدیځ ډیپلوماټ له قوله ویلي، طالبان غواړي له دې فرصته په خلکو کې د خپل شهرت د ښودلو لپاره ګټه پورته کړي.

دې ډیپلوماټ زیاته کړې، دا بد څه نه دي، خو که چېرې دوی وکولای شي چې د جګړې پر ځای د خبرو کولو ګټې درک کړی شي.

XS
SM
MD
LG