د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په ۱۰ نورو ورځو کې چې افغان ولسمشر د وسلهوالو طالبانو په وړاندې اعلان شوی اوربند تمدید کړی.
ټول وسلهوال ځواکونه به په دفاعي حالت کې وي او پر وسلهوالو طالبانو به تهاجمي حملې نهکوي.
د دې وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو له تېرې شپې راهیسې په یو شمېر سیمو کې حملې پیل کړي او دی هیلهمند دی چې دوی هغه بندې کړي او د سولې غږ ته لبیک ووايي.
ښاغلي رادمنش د مرکې په پیل کې له تېرې شپې راهیسې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د ازادي راډیو د خبریال نوریاس نوري د پوښتنې په ځواب کې وویل:
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: