د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

د ولسمشر غني له‌خوا د اوربند د غځېدو په اړه نړیوالې تبصرې


ډېرو نړیوالو ورځپاڼو بیا هم په افغانستان کې د اختر په مناسبت ټینګ شوي اوربند او د افغان ولسمشر له‎خوا د هغه غځېدو ته پام اړولی دی.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د چارو د څېړونکې پامیله کانسټیبل په قلم یو مطلب خپور کړی او لیکي:

افغان ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ له وسله‎والو طالبانو سره لومړنی اعلان شوی اوربند وغځاوه او هم‌یې له خپل لوري د ښه نیت ښودلو په هدف د طالبانو ټپیانو ته د روغتیایي مرستو رسولو د وړاندیز تر څنګ د ۴۶ طالب بندیانو د خوشې کېدو اعلان وکړ.

اشرف غني له ارګه په وېډیویي وینا کې دغه‌راز وویل چې حکومت‌یې هر اړخیزې سولې او د سولې خبرو ته تیار دی او هم دې ته حاضر دي چې په دې هېواد کې د نړیوالو ځواکونو د راتلونکي حضور په ګډون په هر هغه څه چې طالبان‌یې غواړي خبرې وکړي.

طالبان په‎دې هېواد کې د نړیوالو ځواکونو حضور د سولې په لار کې یو مهم خنډ بولي.

واشنګټن پوسټ لیکي:

د اوربند د غځېدو لپاره چې وروستۍ نېټه‌یې نه‎ده معلومه د غني له دغه ناڅاپي اعلانه هدف دا دی چې د نافذ شوي اوربند له مخې له هغه ستر بریالیتوب څخه چې د اختر په لومړۍ ورځ‌یې وسله‎والو طالبانو تود هرکلی وکړ او په زرګونه وسله‎وال‌یې ښارونو ته لاړل او اختر یې له عامو خلکو او امنیتي ځواکونو سره ولمانځه، ګټه واخلي او د سولې هڅې ګړندۍ کړي.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه غني وویل، دا کار د خپلو خلکو د هیلو او د سولې ارمانونونو ته د درناوي په‎خاطر کوي او که وسله‎وال طالبان هم له خپل لوري ښه نیت وښیي، د هغوی نور بندیان به هم خوشې کړي.

خو وسله‎والو طالبانو پرون یکشنبه اعلان وکړ چې نور اوربند نه‌غځوي او جګړې ته دوام ورکوي.

واشنګټن پوسټ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر هغه څرګندونې هم راخیستي چې د ولسمشر غني له‎خوا د تمدید شوي اوربند د ملاتړ په اړه‌یې کړي دي.

مایک پامپیو په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالات حاضر دي چې د سولې د خبرو ملاتړ وکړي، اسانتیاوې ورته برابرې او هم په‎کې برخه واخلي.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې د اختر په دوهمه ورځ په ننګرهار کې د هغې ځانوژونکې حملې په اړه چې مسؤلیت‌یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی، د طالبانو له‎خوا خپره شوې خبرپاڼې ته پام اړولی او لیکي:

طالبانو له خپلو قوماندانانو غوښتي چې ملکیانو ته د تلفاتو د مخنیوي لپاره دې خپل وسله‎وال نه‌پرېږدي چې له امنیتي ځواکونو او ملکیانو سره په غونډو کې ګډون وکړي، ځکه دښمن له اعلان شوي اوربنده ناوړه استفاده کوي او د دې خطر شته چې ورته ناوړه عمل سرته ورسوي.

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې په دغه پېښه کې د افغان امنیتي ځواکونو، وسله‎والو طالبانو او ملکي وګړو په ګډون ۳۶ تنه وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان شوي دي.

پر دې سربېره پرون د اختر په درېیمه هم ننګرهار د بلې ځانوژونکې حملې شاهد و.

ویل کېږي د جلال‌اباد په پښتونستان واټ کې د ولایت مقام ته نږدې پرونۍ حمله هم هغه مهال شوې چې افغان ملکي او پوځي چارواکي او د وسله‎والو طالبانو مشران له یوې غونډې د راوتلو په حال کې و.

XS
SM
MD
LG